جلال اباد( پژواک،٦ سلواغه ٩٢): د ختيځو ولايتونو تر ٦٠٠ زره زياتو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين کمپاين نن د (سلواغې په ٦مه) پيل شو.
دغه کمپاين په جلال اباد ښار کې د ننګرهار د مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال او يو شمېر چارواکو له لوري د يوه ماشوم په خوله کې د واکسين د څاڅکو په اچولو سره پيل شو.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد د سلواغې په ۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل،چې ياد کمپاين به له ننګرهار سربېره په کونړ، نورستان او لغمان ولايتونو کې هم پلى شي.
د شېرزاد په خبره، په دغه کمپاين کې به د ختيځو ولايتونو په کچه شاوخوا ٦٠٠ زره هغه ماشومان ، چې عمرونه يې له پنځو کلونو کم دي، واکسين شي.
هغه زياتوي، د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې د پوليو ناروغۍ يوه پېښه ثبت شوې،چې لامل يې په سيمه کې د ناامنۍ له امله د واکسين د کمپاين نه پلي کېدل دي.
د روغتيا رياست د معلوماتو له مخې، د کونړ په هغو پنځو ولسوالۍ کې،چې امنيتي وضعيت په کې ډاډمن نه دی دا ځل د واکسين کمپاين نه ترسره کيږي.
تر دې مخکې هم د عامې روغتيا چارواکو خبر ورکړى و، چې د کونړ په پنځو نا امنه ولسواليو کې د ګوزڼ څو پېښې ثبت شوې دي.









