کندهار (پژواک، ٧ سلواغه ٩٢): د کندهار ولايت د عامې روغتيا چارواکى وايي، د درملو له هغو سوداګرو سره به جدي قانوني چلند وکړي، چې بې کيفيته درمل هېواد ته راواردوي.
دغه څرګندونې نن د عامې روغتيا رياست له لوري په رابلل شوې غونډه کې وشوې، چې د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا، د کوچنيانو او مدني ټولنې مشرې رنګينې ويسا، د روغتيايي مرکزونو چارواکيو او يو شمېر ډاکټرانو په کې برخه اخيستې وه.
غونډې ته د کندهار د عامې روغتيا رييس وويل، اداره يې په پلان کې لري، چې د کندهار په کچه له بهر څخه د راواردېدونکو درملو دقيقه څېړنه وکړي.
هغه زياته کړه، د درملو يو شمېر سوداګر د دې لپاره چې ډېره ګټه ترلاسه کړي، په بهر کې د درملو له ځينو کمپنيو سره جوړجاړى کوي، ترڅو په ټيټ کيفيت درمل ورته جوړ کړي او بيا يې افغانستان ته وارد کړي.
نوموړي دغه راز عمل ناوړه او خطرناک وباله او له دغه راز سوداګرو يې وغوښتل، چې خپل ضمير او جدان ته په کتو له دې کار څخه لاس واخلي.
پخلا د درملو د سوداګرو ترڅنګ پر يو شمېر ډاکټرانو هم نيوکه وکړه، چې د درملو له يو شمېر شرکتونو او پلورونکو سره يې قراردادونه کړي او پرته له دې چې کيفيت او څرنګوالي ته يې پام وکړي، د پيسو د لاسته راوړلو او د اړوندې کمپنۍ د مشهورولو په موخه هر ډول درمل پر خلکو تېروي.
خو هغه ګواښ وکړ چې په دې برخه کې به له سرغړوونکو سره جدي قانوني چلند کوي.
په کندهار ولايت کې د کوچنيانو او مدني ټولنې مشرې هم وويل، هغه څوک چې بې کيفيته درمل هېواد ته واردوي او هغه څوک چې خلک د وسلو او بمونو په وسيله وژني، هېڅ توپير نشته.
هغې زياته کړه: “وسله وال د ماينونو او وسلو په وسيله خلک وژني او د بې کيفيته درملو واردوونکي د خپلو درملو په وسيله له خلکو ژوند اخلي.”
خو نوموړې له اړوندو ارګانونو غوښتنه وکړه، چې په دې برخه کې جدي واوسي او له هغو سره قانوني چلند وکړي، چې د خپلې ګټې لپاره د انسانانو له ژوند سره لوبې کوي.
د کندهار د عامې روغتيا چارواکي، په داسې حال کې د بې کيفيته درملو د ورادوونکو پر وړاندې د قانوني چلند ګواښ کوي، چې د دغه ولايت اوسېدونکو په وار وار په دې اړه شکايتونه کړي دي.
د کندهار ښار د دويمې ناحيې اوسېدونکي اجمل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له لسو زيات کلونه کېږي، چې د هېواد د نورو سيمو ترڅنګ په کندهار کې د دولتي روغتونونو ترڅنګ ګڼ شمېر شخصي روغتونونه جوړ شوي، خو بيا هم هره ورځ په سلګونو کسان د خپلو ناروغيو د درملنې په موخه ګاونډيو هېوادونو ته ځي.
هغه زياته کړه، له يوې خوا درمل بې کيفيته دي، له بلې خوا ګڼ شمېر ډاکټران غير مسلکي دي او يا هم ناروغانو ته تر اړتيا اضافه داسې درمل ورکوي، چې ناروغ ته د ګټې پر ځاى زيان اړوي.
نوموړي د عامې روغتيا رياست د څرګندونو هرکلى وکړ، خو غوښتنه کوي، چې په دې برخه کې بايد له قانون سره سم عملي اقدام وشي.









