مزارشريف-ګردېز (پژواک ٨ سلواغه ٩٢): په مزارشريف کې د امريکا د قونسلګرۍ له خوا ژورنالېزم پوهنځي ته د ودانۍ د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په دغه پروګرام کې د امريکا د قونسلګرۍ غړو له افغانستان سره د خپلو مرستو په دوام ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې دوی د پوهنې، د ملي ځواکونو د روزلو او زراعت په برخو کې له دغه هېواد سره مرسته کوي.
په مزار کې د امريکا ستر ملکي استازي پېټر کېنر پژواک اژانس ته وويل، چې دغه ودانۍ په دوو پوړونو کې جوړېږي او سلګونو محصلينو د حايېدو وړتيا به ولري.
هغه زياته کړه، چې د پوهنځي د ودانۍ تر څنګ به د راډيو تلويزيون د سټوډيوګانو لپاره هم ودانۍ جوړېږي، چې په عملي ډول به محصلين په کې زده کړې کوي.
د نوموړي په وينا، رسنيزه خونه به په ۲۶۲۰متر مکعبه ځمکه کې ورغول شي، چې په يوه وخت به په کې ۸۰۰ محصلين ځايېږي.
کېنر زياته کړه، چې پر دې پروژې شاوخوا درې ميليونه امريکايي ډالره لګښت راځي، چې د امريکا د متحدو ايالاتو د خلکو له مرستو ورکول کېږي.
د بلخ پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي رييس پوهنمل محمد نظري خبريالانو ته وويل، چې د يادې ودانۍ په جوړېدو سره به د دوى د ځای د کموالي ستونزه حل شي.
هغه همدا راز وويل، چې د پوهنځي لپاره د راډيو او تلويزيون او نورو تجهيزاتو په برابرولو سره به محصلين په عملي زده کړو کې هم پرمختګ وکړي.
د نوموړي په وينا، دمګړۍ دوی په تيوريکي ډول د ژورنالېزم محصلينو ته زده کړې ورکوي، او په عملي برخه کې هېڅ ډول امکانات نه لري.
د امريکا د ملکي استازي په وينا، د دوی دولت به په اږدمهال ډول له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
هغه د پژواک د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((په عمومي ډول به د افغانستان لپاره د امريکا په مرستو کې د پنځوس سلنه کموالي اغېز وي، خو ژمنه شوې مرسته دومره ده، که په سهي ډول ولګول شي نو د افغانستان په بياروغونه کې ډېر پرمختګ کېدای شي.))
د يوه بل خبر له مخې، د پکتيا ولايت په ډنډ پټان او څمکنيو ولسواليو کې دوه ټولګټې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
دغه دوه پروژې چې يوه يې د څمکنيو د بابوخېلو سيمې پول او بل يې په پټان ولسوالۍ کې د کګينه چاول په سيمه کې د استنادي دېوال د پروژو بشپړېدل وو، چې د ملي سيمه ييز پرمختيايي يا NABDP پروګرام له لوري د يوه کال په اوږدو کې بشپړې شوې دي.
په سوېل ختيځ زون کې د ملي سيمه ييز پروګرام مسوول انجنير عبدالمالک احمدزي پژواک ته وويل، چې د دواړه پروژو ټول لګښت شاوخوا ۱۵ ميليونه افغانۍ کېږي چې د ناروې هېواد له لوري ورکړل شوې دي.
نوموړی وايي، په څمکنيو ولسوالۍ کې د بابوخېلو کلي د پل په جوړېدو سره چې ۲۸ متره اوږدوالی او ۵ متره لنډوالی لري، د څمکنيو ولسوالۍ مرکز له بابوخېلو سره نښله وي چې په وينا يې ۱۶۲۰ کورنۍ په مسقيم ډول ورڅخه ګټه اخلي.
احمدزي زياته کړه، دويمه پروژه چې د يو کال په اوږدو کې بشړه شوې د پټان ولسوالۍ په کګينه چاول سيمه کې د ۴۲۵ متره استنادي دېوال پروژه ده، چې په بشپړېدو سره يې ۳۰۰ جريبه کرنيزه ځمکه د سېلابونو له زيانه ژغورل کېږي.
دغه راز نن د ميدان وردګو ولايت په مرکزي بهسودو ولسوالۍ کې د کليو پراختيا وزارت له لوري نوى جوړ شوى کوچنى برېښنا کوټ ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاءالله خوګياڼي پژواک ته وويل، چې دغه کوچنی برېښنا کوټ، چې پنځلس کيلوواټه برېښنا توليدوي، په ترڅ کې نږدې درې سوه کورنيو ته د برېښنا ورکولو وړتيا لري، چې د جوړولو چارې د شاوخوا شپږو مياشتو په موده کې بشپړې شوې دي.









