منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۵ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

په ارګون کې درملتونونه تاريخ تېر درمل پلوري

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۴ کتنې

ښرنه (پژواک ٨ سلواغه ٩٢): ځايي اوسېدونکي او چارواکي وايي، چې د پکتيکا د اورګون ولسوالۍ درملتونونه پر ناروغانو تر وخت تېر او ټيټ کيفيته درمل پلوري.

د يادې ولسوالۍ د پيرکوتي کلي اوسېدونکي ګل محمد پژواک خبري اژانس ته وويل، د ولسوالۍ له يوه درملتون څخه يې د ډاکټر د نسخې له مخې درمل واخيستل خو چې په کور کې يې وکتل تاريخ يې ختم و.

نوموړي زياته کړه: ((په سبا مې دوا هماغه درملتون ته ور وړه، خو د درملتون خاوند انکار وکړ او ويې ويل چې د ده درمل سم دي له کوم بل درملتونه به دې اخيستي وي.))

 د اورګون يو بل اوسېدونکى ثمرګل هم شکايت کوي، چې د ولسوالۍ په درملتونو کې يې تاريخ تېر او ټيټ کيفيته درمل پلورل کېږي.

 د ده په وينا، د اورګون بازار ته د نهو ولسواليو خلک راځي، په دغه بازار کې سودا اخلي او ځيني يې کاروبار او سوداګري لري.

هغه له چارواکو وغوښتل، چې د تر وخت تېرو او ټيټ کيفيته درملو پلورونکي ونيسي او سزا دې ورکړي.

د اورګون ولسوال محمدرضا هم مني، چې په ځينو درملتونونو کې ټيټ کيفيته او تر وخت تېر درمل پلورل کېږي.

د ولسوال په خبره، دا موضوع يې په اورګون کې د عامې روغتيا رياست له استازې سره شريکه کړې، چې بايد مخه يې ونيول شي.

په اورګون کې د عامې روغتيا رياست استازى ډاکټر حميدالله فوجي پژواک خبري اژانس ته وويل، د عامې روغتيا رياست د ښرنې په ګډون د ټولو ولسواليو درملتونونه څاري، چې د خلکو د غوښتنې له مخې به بيا د اورګونونه وګوري.

هغه دا ومنله چې په ډېرى سيمو کې دا ستونزه شته، خو هر څوک چې د تاريخ تېرو ټيټ کيفيته درملو تجارت کوي عدلي ارګانو ته به يې معرفي کړي.