چاريکار (پژواک ١٣ سلواغه ٩٢): د سالنګ لويه لاره د سختو واورو ښويېدنو له امله له تېرې شپې راهيسې د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.
دغه لار چې د هندوکش په لوړو غرونو کې له څه باندې دوه کيلومتره اوږده تونل څخه تېريږي، د هېواد مرکز له شمالي ولايتونو سره نښلوي.
د سالنګونو د ساتنې او مراقبت امر جنرال عبدالرجب نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په سوېلي سالنګ کې ٢٤ ځايه واورې ښويېدلې او له امله يې تېره شپه اته بجې لاره تړل شوې ده.
دى وايي، چې په دې واورو ښويېدنو کې چا ته زيان نه دى اوښتى.
رجب زياته کړه، چې د سالنګونو د ساتنې او مراقبت امريت له خوا له لارې د واورو پاکولو هڅې روانې دي.
د نوموړې د معلوماتو له مخې، له تېرې ورځې راهيسې په سوېلي سالنګ ګې ١٦٠ سانتې متره او په شمالي سالنګ کې ١٢٠سانتې متره واوره اورېدلې او دا مهال (له غرمې مخکې شاوخوا ٨ بجې) هم په سالنګونو کې واوره اوري.
د پروان ولايت د جبل السراج د ترافيکو مدير نعيم الله پژواک ته وويل، چې د لارې بندېدو له امله لسګونه موټر د دې ولسوالۍ په تاجکانو او لسګونه د بغلان ولايت په ملخان سيمه کې د لارې د پرانيستو په تمه درېدلي دي.
هر کال په ژمي کې په سالنګونو کې سختې واورې اوري او کله نا کله مسافر هم له سختو ستونزو سره مخ کوي.
د ١٣٨٨ کال د سلواغې په مياشت کې په سوېلي سالنګ کې واورو ګڼ شمېر موټر لاندې کړل چې له امله يې ١٧٠ تنه مړه او ١٢٥ نور ټپيان شول.