کابل (پژواک ٢٠ سلواغه ٩٢): د ميدان وردګو ولايت د مرکز ميدان ښار پر دوه سوه جريبه ځمکه د صنعتي پارک د بنسټ ډبره د سلواغې په ٢٠مه کېښودل شوه.
د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوګياڼي د سلواغې په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغو مراسمو کې والي عبدالمجيد خوګياڼي، ځايي رييسانو، سوداګرو او يو شمېر نورو چارواکو برخه اخيستې وه.
د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوګياڼي له ټولو سوداګرو غوښتنه وکړه، چې د ياد صنعتي پارک په بېلابېلو برخو کې پانګه اچونه وکړي.
هغه دغه راز له ولسمشره مننه وکړه، چې د ياد پارک لپاره يې په وړيا ډول ځمکه دوی ته په واک کې ورکړه .
خوګياڼي وويل، چې په ولسي او ولايتي شوراګانو کې د دغه ولايت استازو، سوداګرو او د پانګه اچونې د ملاتړ ادارې (ايسا) د ياد پارک د منظورۍ او بنسټ ډبرې د اېښودو په برخه کې له ولايت مقام سره همکاري کړې ده.
والي د دغه ولايت اوسېدونکو ته زېری ورکړ، چې په راتلونکو څو ورځو کې به د دغه ولايت د پوهنتون د جوړېدو د بنسټ ډبره هم کېښودل شي.
د پانګه اچونې د ملاتړ ادارې (ا يسا) وفي الله افتخار د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې سږ کال دوی د پارکونو جوړولو په برخه کې پنځلس ميليونه امريکايي ډالره له ځان سره لري، چې له يادې بوديجې زياته برخه به په ميدان وردګو ولايت کې ولګوي.
هغه زياته کړه چې د ميدان وردګو ولايت صنعتي پارک له دې امله د نورو ولايتونو له پارکونو څخه زيات د اهميت وړ دی، چې مرکز کابل ته څېرمه جوړېږي.
افتخاري ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به له سوداګرو سره په دغه پارک کې د پانګې اچونې او نورو چارو د ترسره کولو کار پيل کړي.
ملي سوداګرو انجنير حسيب الله کليمزي او خليل امرخېل د ميدان وردګو د سوداګرو په استازيتوب د صنعتي پارک په برخه کې د دغه ولايت له والي عبدالمجيد خوګياڼي د هلو ځلو ستاينه وکړه او د دوی له خوا ورته برابر شوی ستاينليک هم ورکړل شو.
هغوى ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به د اسانتياوو برابرېدو په صورت کې په دغه پارک کې پانګونه وکړي.
ملي سوداګر وايي، چې د امکاناتو په صورت کې به دلته د تازه مېوو ساتلو لپاره سړې خونې، د صابون جوړولو فابريکه او نورې فابريکې جوړې شي.
د والي وياند عطاء الله خوګياڼى وايي، چې دولت به په دغه پارک کې د برېښنا، سړکونو جوړولو او د کاناليزاسيون پروژې ترسره کړي.










