خوست (پژواک ٢٤ سلواغه ٩٢): د خوست چارواکي وايي، چې په راتلونکو درېيو اونيو کې به د خوست- ګردېز د لويې لارې د پاتې ۲۵ کيلومتره برخې د جوړېدو چارې پيل کړي.
د خوست د والي له دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د امريکا متحده ايالاتو د نړيوالې پرمختيايي ادارې مرستيال جېمز هوپ د دغه ولايت له والي عبدالجبار نعيمي سره ژمنه کړې، چې د دې لارې د جوړېدو لګښت ورکوي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، جېمز هوپ په خوست کې د ځينو نورو پروژو د پلې کېدو او د دغه ولايت له ادارې سره په يو شمېر برخو کې د مرستو ژمنه هم کړې ده.
د خوست د ولايت مقام د عامه اړيکو مسوول بريالي روان له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل، چې د خوست-ګردېز د پاتې ۲۵ کيلومتره سړک د جوړېدو چارې به درى اونۍ وروسته پيل او تر راتلونکو اتو مياشتو به بشپړې شي.
بريالي روان زياته کړه، چې تر اوسه يې د لګښت په اړه معلومات نه دي ترلاسه کړي، خو د سړک د کار د پيل تر وخته به يې د رسنيو په واک کې ورکړي.
د خوست د ولايتي شورا رييس سيدکريم خاکسار له پژواک سره په خبرو کې د امريکا له نړيوالې پراختيايي ادارې غوښتنه وکړه، چې دغه ځل د سړک جوړونې ټينګ هوډ وکړي.
نوموړي وويل، چې اوس د دې لارې په اوږدو کې هېڅ امنيتي ستونزه نشته او ساختماني شرکت کولای شي، پرته له کومې ستونزې خپل کارونه مخ ته يوسي.
هغه له حکومت څخه وغوښتل، چې د لارې د لا خونديتوب لپاره دې يو شمېر امنيتي سرتېري وګوماري او د ورانکارو فعاليتونو د بيا رامنځته کېدو مخه دې ونيسي.
د خوست د سوداګرو او دوکاندارانو د صنفي اتحاديې مشر کرامت خپلواک پژواک ته وويل، چې که دغه لاره جوړه شي، نو په اقتصادي لحاظ هم دولت ته او هم خلکو ته زياته ګټه رسوي.
هغه وويل: ((د زياتره سوداګريز مالونه په نورو لارو افغانستان ته واردېږي، خو د دې لارې په جوړېدو سره به د غلام خان له لارې د ډېرو سوداګريزو مالونو د راوړلو زمينه برابره شي. په دې کار سره به هم ميوې او سبزي پر خپل وخت ځای ته ورسېږي او هم به د سوداګريزو توکو بيې راښکته شي، ځکه دغه لار نسبت نورو بندرونو ته ډېره نږدې ده.))
کرامت خپلواک د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې (USAID) څخه غوښتنه وکړه، چې د تېر په څېر د دغه سړک د جوړېدو کار په نيمايي کې پاتې نه شي.
بل لور ته د خوست- ګردېز د لارې تلونکي مسافر، له دولت او د امريکا له نړيوالې پرمختيايي ادارې غواړي، چې د دغه سړک د جوړولو کار دې ژر پيل کړي.
د خوست ولايت يوه اوسېدونکي نصيرالله، چې د خوست- ګردېز په لاره ټکسي موټر چلوي، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې که څه هم اوس لاره يو څه هواره شوې، خو بيا هم لاره خامه ده او چلوونکي يې په اوږدو کې له زياتو مشکلاتو سره مخ دي.
نوموړي وويل: ((له يوې خوا د تېلو بيې لوړې دي او له بلې خوا د خامې لارې له امله موټر عوارض کوي، چې ټولې ګټلې پيسې بېرته په موټر مصرفېږي نو که چېرې د خوست- ګردېز لاره په پاخه او اساسي ډول جوړه شي، نو هيله لرم، چې د لارې د خرابوالي له امله رامنځته شوې ټولې ستونزې به اوارې شي.))
د خوست يو بل اوسېدونکى محمد قيوم، چې د کابل د موټرو په اډه کې کابل ته د تلو په تمه په ټکسي موټر کې ناست و، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سټو کنډو په بېخ کې لاره ډېره خرابه شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په دغه ځای کې چې يو غټ موټر وښويېږي، نو ټوله ورځ لاره بنده وي او لاروي په ساعتونو، ساعتونو انتظار کوي.
نوموړى وايي: ((اورېدلي مې دي چې د خوست- ګردېز د لارې پاتې برخه په پاخه ډول جوړېږي نو هيله لرم چې، بيا يې کار نيمګړی پاتې نه شي، اوس له خوست څخه ګردېز ته په دريو ساعتونو کې ټکسي موټر رسېږي، خو که لاره جوړه شي بيا به يو نيم ساعت کې رسېږو.))
د خوست- ګردېز سړک چې ټول ۱۱۵ کيلومتره اوږدوالی لري، په تېرو اتو کلونو کې يې يواځې ۶۰ سلنه کار تکميل شوی او څلوېښت سلنه لا تر اوسه پر خپل حالت پاتې دی.
د دې لارې د جوړولو کار په ۲۰۰۶ کال کې د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې (USAID) په مالي لګښت، چې څه باندې سل ميليونه امريکايي ډالر ه و، پيل شو.
ساختماني چارې يې لومړۍ د امريکا د اېل، بي، جي په نوم د يوه شرکت له لوري پر مخ بيول کېدې، خو وروسته يې له يوه هندي شرکت سره قرارداد لاسليک وکړ.
نه يواځې دغه دوه بهرني شرکتونه، بلکې يو شمېر افغان ساختماني شرکتونه هم د دغه سړک د جوړولو په کار کې پاتې راغلي وو.
په تېرو اتو کلونو کې د دې لارې د جوړېدو پر مهال د وسله والو مخالفينو له لوري پر افغان او بهرنيو کارکوونکو سلګونه وسله وال بريدونه او بمي چاودنې شوې دي.
د دې لارې د کار د ځنډېدو تر ټولو غټ لامل همدا بريدونه ياد شوي، چې په ترڅ کې يې ګڼ شمېر کورني او بهرني انجنيران، کورني او بهرني کارګران او دغه راز د دې لارې لسګونه ساتونکي وژل شوي او ټپيان شوي دي.