کابل (پژواک ٢٤ سلواغه ٩٢): د لومړي ځل لپاره ٢٠ افغان محصلين د هندوستان په “د هندوستان غوره ژوند کولو هنر” پوهنتون کې په وړيا ډول د دوديز (سنتي) طب په څانګه کې روزل کېږي.
د ښځو چارو په وزارت کې مطبوعاتي سلاکار عبدالعزيز ابراهيمي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا ژمنه د ښځو چارو له وزيرې ډاکتر حُسن بانو غضنفر سره د هند په بنګلور ښار کې د “د غوره ژوند کولو هنر او د بشپړتيا په لور تحول” تر نوم لاندې د نړيوال کنفرانس په حاشيه کې شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د ښځو چارو وزيرې په دغه کنفرانس کې، چې د فبرورۍ مياشتې په ٩ او ١٠ مه نېټه په هند؛ کې جوړ شوي کنفرانس کې د “د هندوستان غوره ژوند کولو هنر” پوهنتون د بنسټګر شرى راوي شنکر څخه غوښتنه وکړه، څو ځيني افغان محصلين په دغه پوهنتون کې وروزل شي، چې ومنل شوه.
ابراهيمي وايي، چې د لوړو زده کړو له وزارت سره په تفاهم ٢٠ کسه افغان محصلين چې نجونې او هلکان په کې دي، د اختصاصي ازموينې تر اخيستو وروسته انتخاب شوي او په “د هندوستان غوره ژوند کولو هنر” پوهنتون کې تدريس ورکول کېږي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د افغان محصلينو تدريس وړيا دى او پوهنتون ورته ټولې روزنيزې اړتياوې چمتو کوي.
د ښځو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار زياته کړه، دغه پوهنتون ژمنه کړې، چې وروسته له دې به هر کال له افغان محصلينو څخه ٢٠ کسه دغه پوهنتون ته په ياده څانګه کې د لنډمهاله او اوږدمهاله روزنې لپاره جلبوي.
د لوړو زده کړو وزارت وياند عظيم نوربخش په دغه پوهنتون کې د افغان محصلينو وړتيا او تحصيل يو غوره اقدام وګاڼه او په دې اړه يې نور جزئيات ورنه کړل.
دا په داسې حال کې ده، چې هر کال په سلګونو افغان محصلين د لوړو زده کړو لپاره د لوړو زده کړو وزارت له بوديجه او د هندوستان په مرسته هند ته د لوړو زده کړو لپاره استول کېږي.










