منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۵ غ.و
۹°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

د هرات په کانکور کې د درغلۍ په تور ٤٣ تنه ونيول شول

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۶ کتنې

هرات ښار (پژواک ٢٧ سلواغه٩٢): د لوړو زده کړو وزارت له خوا هرات ته د کانکور ازموينې لپاره استول شوى پلاوى وايي، چې په دغه ولايت کې د کانکور پوښتنپاڼو د ايستلو په تور يو استاد او ٤٢ زده کوونکي نيول شوي دي.

نن (د سلواغې ٢٧مه) په هرات کې د کانکور ازموينه ځکه وځنډول شوه، چې د ازموينې پوښتنپاڼې مخکې له مخکې د کانکور د ګډونوالو لاس ته ورغلې وې.

د دغه پلاوى غړي عبدالمنان حقيار د سلواغې په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دا ازموينه يې له دې لامله وځنډوله چې د کانکور له يو شمېر ګډونوالو سره يې د کانکور پوښتنپاڼې ليدلې دي.

نوموړي وويل، د هرات ولايت امنيتي چارواکو د دغو پوښتنپاڼو د ايستلو په تور د “استاد رياض” په نوم د يوه خصوصي ښوونځي د مسوول په ګډون ٤٢ زده کوونکي نيولي دي.

د حقيار په وينا، هرات ولايت ته د لوړو زده کړو وزارت د لېږل شوي پلاوي او د دغه ولايت د چارواکو له مشاهدو ښکاري چې د پوښتنپاڼو هغه صندوق، چې هرات ته رالېږل شوى د لاسوهنو نښې نښانې په کې نشته.

نوموړي وويل: ((امکان شته چې د کانکور پوښتنپاڼې له هرات ولايت څخه بهر د کانکور ګډنوالو ته رسېدلې وي.))

دغه سرچينه وايي، د هرات ولايت د کانکور ازموينه تر امر ثاني پورې وځنډول شوه او وروسته به يې د اخيستلو نېټه اعلان شي.

د عبدالمنان حقيار د معلوماتو له مخې، د هرات ولايت د کانکور د ځنډولو پرېکړه د لوړو زده کړو وزارت د پلاوي، د دغه ولايت د پوهنتون د مسوولانو، امنيتي چارواکو، د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او د ياد ولايت د خلکو د دوو استازو په شتون کې ځنډول شوې اعلان شوه .

بلخوا د دغه ولايت زده کوونکي وايي، چې په ننني کانکور کې د ګډون په موخه له ټول هرات ولايت څخه ١٧زره کسان راغلي وو، چې ٥٣ سلنه يې نجونې دي.

د فريحې احمدي په نوم د کانکور يوې ګډونوالې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کانکور ځنډېدو دوى سخت اندېښمن کړي دي.

هغې زياته کړه، چې زرګونه زده کوونکي له لرې پرتو ولسواليو په ډېرو سختو شرايطو او نا امنيو کې راغلي وو.

د نوموړې په وينا، مسوولينو بايد يوه ورځ مخکې د کانکور د ځنډېدو په اړه خبر کړي واى، تر څو زده کوونکي نه واى راغلي.

فريحې وويل، چې مسوولين په خپله د ازموينې د ورقو په ايستلو کې لاس لري.

د فيصل په نوم يوه بل زده کوونکي وويل، چې دوى د کانکور لپاره بشپړ چمتو وو، خو اوس دا چې کانکور وځنډېد، نو ټول ياد کړي شيان يې له ذهنه ووتل.

هغه ګواښ وکړ، چې که وضعيت همدا ډول ادامه وکړي، نو دوى به په کانکور کې ګډون ونه کړي.

د يادونې ده، تر دې مخکې په لوګر ولايت کې هم د کانکور ازموينه لغوه اعلان شوې وه، چې په غبرګون کې يې څو ورځې لاريونونه هم وشول.