منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۵ غ.و
۹°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

د هرات کانکور د پوښتنپاڼو د وتلو له امله وځنډول شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۰ کتنې

هرات ښار (پژواک ٢٧ سلواغه ٩٢): د هرات ولايت د کانکور ازموينه وروسته له هغه وځنډېده، چې په کې د ګډون په موخه زرګونه کسان راټول شوي وو.

د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط د سلواغې په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کانکور ازموينې پوښتنپاڼې د کانکور ګډونوالو ترلاسه کړې دي.

هغه زياته کړه، چې په همدې موخه له کابل څخه راغلي پلاوي د کانکور دغه ازموينه وځنډوله، خو تر اوسه يې بله نېټه نه ده اعلان کړې.

بلخوا د دغه ولايت زده کوونکي وايي، چې په ننني کانکور کې د ګډون په موخه له ټول هرات ولايت څخه ١٧زره کسان راغلي وو، چې ٥٣ سلنه يې نجونې دي.

د فريحې احمدي په نوم د کانکور يوې ګډونوالې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کانکور ځنډېدو دوى سخت اندېښمن کړي دي.

هغې زياته کړه، چې زرګونه زده کوونکي له لرې پرتو ولسواليو په ډېرو سختو شرايطو او نا امنيو کې راغلي وو.

د نوموړې په وينا، مسوولينو بايد يوه ورځ مخکې د کانکور د ځنډېدو په اړه خبر کړي واى، تر څو زده کوونکي نه واى راغلي.

فريحې وويل، چې مسوولين په خپله د ازموينې د ورقو په ايستلو کې لاس لري.

د فيصل په نوم يوه بل زده کوونکي وويل، چې دوى د کانکور لپاره بشپړ چمتو وو، خو اوس دا چې کانکور وځنډېد، نو ټول ياد کړي شيان يې له ذهنه ووتل.

هغه ګواښ وکړ، چې که وضعيت همدا ډول ادامه وکړي، نو دوى به په کانکور کې ګډون ونه کړي.

د يادونې ده، تر دې مخکې په لوګر ولايت کې هم د کانکور ازموينه لغوه اعلان شوې وه، چې په غبرګون کې يې څو ورځې لاريونونه هم وشول.