منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۳ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

“په نورستان کې د روغتياپالې د تښتولو پېښه دې جدي وڅېړل شي”

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۲ کتنې

کابل (پژواک ٢٩ سلواغه ٩٢): د نورستان د عامې روغتيا رييس وايي، چې په دغه ولايت کې د يوې ښځينه روغتياپالې د تښتولو د هڅې پېښه ښايي په نورو ښځينه کار کوونکو منفي اغېز وکړي.

داکټر محمداسمعيل ستانکزي د سلواغې په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وړمه شپه د وايګل ولسوالۍ په روغتون کې د يوې روغتياپالې د تښتولو هڅه شوې خو ډاکټرانو، د سيمې خلکو او پوليسو د دغه کار مخنيوى کړى دى.

د هغه په خبره، مخکې له دې چې وسله وال هدف ته ورسېږي مخنيوى يې شوى او درى تنه يې نيول شوي خو د روغتون ډاکټرانو او نوکريوالې نرسې ته هېڅ زيان نه دى رسېدلى.

نوموړى وايي: ((څو تنه وسله والو هڅه کوله چې د دغه روغتون يو ښځينه کار کوونکې وتښتوي خو بريالي شوي نه دي، دا پېښه ممکن د نورستان پر يوه شمېر ښځينه روغتياپالو اغېزه وکړي چې د شپې له خوا نوکريوالۍ ته پاتې نه شي يا لرو پرتو سيمو ته د دندې لپاره ولاړې نه شي.))

د ډاکټر ستانکزي په وينا، د نورستان ولايت په بېلابېلو روغتيايي مرکزونو کې ټولې ٣٧ ښځينه کارکوونکې کار کوي، چې ٣٣ يې قابلې او پاتې نورې يې جراحانې دي.

نوموړي د يو شمېر رسنيو هغه رپوټ هم رد کړ چې ويلي يې دي، پر دې نرسې د تښتوونکو له خوا جنسي تېرى شوى دى.

بلخوا د نورستان د ولايتي شورا مرستيال مولوي امان الله عنايت الرحمان پژواک ته وويل، تښتونکي ١٠ تنه وو، چې د وايګل له روغتون څخه يې د يوې نرسې د تښتولو هوډ درلود، خو د سيمې خلکو يې مخنيوى کړى او د پوليسو په مرسته يې درى تنه نيولي هم دي.

مولوي عنايت الرحمان وايي: ((تر اوسه معلومه نه ده، چې دغه کسان څوک دي، خو ځينو يې د پوليسو يونيفورم درلود.))

په ورته مهال د مشرانو جرګې د عدلي او قضايي کمېسيون مرستيال حافظ عبدالقيوم چې د نورستان اوسېدونکى دى، له حکومته غوښتنه وکړه، چې د دې قضيې جدي څېړنه وکړي.

نوموړي پژواک ته وويل: ((حکومت بايد د دې قضيې ټول عاملين ونيسي او د قانون منګلو ته يې وسپاري څو د ورته ممکنه پېښو مخنيوى وشي.))

هڅه مو وکړه، چې په دې تړاو د نورستان د امنيې قوماندانۍ نظر واخلو، خو بريالي نه شوو.

خو تر دې مخکې د نورستان امنيه قوماندان عبدالباقي نورستاني رسنيو ته ويلي، چې د دې پېښې په تور يې د دريو پوليسو په ګډون څلور تنه نيولي او اوس تر پوښتنو لاندې دي.