ژبه

د سالنګ لاره پرانيستل شوه

چاريکار (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٢): د سالنګ لويه لاره چې تېره ورځ مازديګر مهال د واورو ښويېدنو له امله تړل شوې وه، بېرته د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوه.

دغه لاره، چې د هندوکش په لوړو غرونو کې له څه باندې دوه کيلومتره اوږده تونل څخه تېرېږي، د هېواد مرکز له شمالي ولايتونو سره نښلوي.

د سالنګونو د ساتنې او مراقبت امر جنرال عبدالرجب پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه لاره تېره ورځ له غرمې وروسته شاوخوا څلور بجې د سخت توپان او په سوېلي سالنګ کې ٢١ ځايه د واورو ښوېېدو له امله تړل شوې وه.

ده وويل، چې د سالنګونو د ساتنې او مراقبت امريت، له لارې واورې پاکې کړې او نن له غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې بېرته د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوه.

هر کال په ژمي کې په سالنګونو کې سختې واورې اوري او کله نا کله مسافر هم له سختو ستونزو سره مخ کوي.

د ١٣٨٨ کال د سلواغې په مياشت کې په سوېلي سالنګ کې واورو ګڼ شمېر موټر لاندې کړل چې له امله يې ١٧٠ تنه مړه او ١٢٥ نور ټپيان شول.

فريد تنها

ورته موضوع