ژبه

په خوست کې د ژېړي ناروغي په زياتېدو ده

خوست (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٢): د خوست د ولايتي روغتون مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې د تور او سپين زېړي په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ورځ تر بلې زياتېږي.

تور او سپين زېړی، چې په طبي ژبه د HBS او HCV ويروسي او ساري ناروغۍ بلل کېږي، په دې وروستيو کې يې په خوست زياتې پېښې ثبت شوې دي.

د خوست د ملکي روغتون د لابراتوار څانګې مسوول ډاکټر عبدالرشيد منګل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د روان کال په اوږدو کې يې د تور او سپين زېړي بې شمېره پېښې تثبيت او ثبت کړې دي.

هغه وايي: ((سږ کال د تېرو يوولسو مياشتو په موده کې ۲۳۰ پېښې د تور زېړي او ۱۵۰ نورې د سپين زېړي تثبيت او ثبت شوې دي، حال دا چې تېر کال دا شمېر سم نيمايي کم و.))

د نوموړي په وينا، دا هغه ناروغان دي، چې د ويني د ورکولو لپاره يې روغتون ته مراجعه کړې او زېړی يې تثبيت شوی، خو پر دې ناروغيو زياتره اخته کسان په ښار کې شخصي کلينيکونو ته مراجعه کوي.

ډاکټر عبدالرشيد منګل د دغو ناروغيو د خپرېدو لاملونه د وينې ورکړه او په سلمانيو کې د نظافت نه مراعات او له يوې چړې د څو کسانو لپاره استفاده کول په ګوته کړل.

ډاکټر منګل وويل، چې د دغو نارغيو تر ټولو ستر لامل دا دی، چې په دې برخه کې مسوولو کسانو هېڅ ډول عامه پوهاوی نه دی کړی.

نوموړی زياتوي، سره له دې چې دغه ناروغي د خپرېدو په حال کې ده، خو دوی په ملکي روغتون کې د دې ناروغۍ د درملنې او مخنيوي لپاره کومې لازمې اسانتياوې نه لري.

د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر هدايت الله حميدي پژواک اژانس ته وويل، چې تر اوسه د سپين زېړي د مخنيوي لپاره واکسين نه لري، خو د تور زېړي د وقايې په موخه ماشومانو ته واکسين ورکوي.

نوموړي وويل، که څه هم د تور او سپين زېړي د تشخيص لپاره کوم ځانګړی مرکز نه لري، خو په ولايتي ملکي روغتون او دغه راز په يو شمېر نورو روغتيايي مرکزونو کې طبي لابراتوارونه فعال دي.

نوموړي له خلکو غوښتنه وکړه، چې د دغو ساري ناروغيو د وقايې لپاره د ډاکټرانو سلا مشورې واوري او د ځان د ژغورنې لپاره يې عملي کړي.

د داخله ناروغيو متخصص ډاکټر محمدانور تريزايي پژواک ته وويل، تور او سپين زېړی له هغو ناروغيو ګڼل کېږي، چې د وخت په تېرېدو سره د انسان په ينه کې سرطان جوړوي او وروسته يې د مرګ لامل ګرځي.

هغه زياتوي، چې د سپين زېړي يا HCV د مخنيوي لارې چارې شته، خو درملنه يې ناممکنه ده او د تور زېړي يا د HBs د ويروس د غير فعالېدو واکسين هم شته، خو وايي، مهمه دا ده، چې د دغو دواړو ناروغيو د مخنيوي او وقايې په اړه عامه پوهاوی وشي.

دا چې د دغو ناروغيو د مخنيوي لارې چارې کومې دي، ډاکټر محمدانور تريزايي يې په اړه داسې وايي: ((زموږ يو شمېر ډاکټران او سلمانۍ له چټلو توکو استفاده کوي، که چېرې دوی خپلو سامان الاتو ته توجه وکړي، نو د دې ناروغۍ د مخنيوي امکان ډېر دی.))

د تور زېړي ناروغي په نړۍ کې د روغتيا په برخه کې يوه لويه بشري ستونزه ګڼل کېږي.

د شمېرو له مخې، په نړۍ کې نږدې دوه ميليارده کسان د تور زېړي د ناروغۍ په ويروس اخته شوي او هر کال څه د پاسه يو ميليون  وګړي د دې ناروغۍ له امله مړه کېږي.

ورته موضوع