کابل(پژواک،٦ کب ٩٢): بې پولې ډاکټرانو د يوې ټولپوښتنې په ترڅ کې د افغانستان دخلکو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ بللى او له نړيوالې ټولنې يې غوښتنه کړې، چې په دې برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د بې پولې ډاکټرانو (MSF) خپلواک بشري او طبي بنسټ دا څېړنه په ٢٠١٣ زېږديز کال د شپږو مياشتو لپاره له اتو سوو زياتو ناروغانو څخه د هلمند بست روغتونونو، خوست او کابل احمدشاه بابا زېږنتون او د کندوز ښار په جراحي مرکز يا تروما کې، چېرته چې بې پولې ډاکټران فعاليت لري، د ټولپوښتنې په ترڅ کې کړې ده.
په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو استازي دى ګريسي بينويت(De Gryse Bvnoit) په افغانستان کې د خلکو روغتيايي ستونزو پيدا کول او حل کول د “د واقعيت او خبرو ترمنځ روغتيايي خدماتو ته د لاسيرسي لپاره پرله پسې مبارزه” نامه لاندې څېړنې د موخې په توګه ياد کړل.
نوموړى، چې نن يې په کابل کې يوې خبري غونډې ته خبرې کولې، په اوس وخت کې يې له افغانستان سره دملګرو ملتونو مرستې د کمښت په حال کې وبللې او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل، چې د روغتيا په برخه کې دې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او دا هېواد دې نه هېروي.
بنويت زياته کړه، افغان چارواکي وايي، چې ددې هېواد ٨٥ سلنه وګړي روغتيايي بنسټيزو خدماتو ته لاسرسى لري، خو دا شمېره په ډېره ښکته کچه کې ده.
په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو استازي وويل، چې په دې ټولپوښتنه کې ناروغان تر روغتيايي مرکزونو پورې د ډېر واټن، د ښځينه ډاکټرانو کمښت او حتى نه شتون، امنيتي ستونزو او په خصوصي روغتيايي مرکزونو کې د روغتيايي خدمتونو د بيو اوچتوالي څخه شکايت کړى دى.
دده په خبره، په دې څېړنه کې له هرو پنځو کسانو يوه ويلي دي، چې د خپلې کورنۍ او دوستانو څخه يو ناروغ يې روغتيايي مرکزونو ته د نه لاسرسي ، جګړې او نورو لاملونو په سبب له لاسه ورکړى دى.
سرچينې زياته کړې، چې په نا امنو سيمو کې ډېرى پوښتل شوو ويلي، چې د شپې له خوا نه دي توانيدلي، چې ناروغان روغتيايي مرکزونو ته ولېږدوي، نو له همدې امله يې ځينې ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړى.
په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو استازي زياته کړه، چې پوښتل شويو عموما په روغتيايي مرکزونو کې د درملو او وړ کارکوونکو له نشتوالي شکايت درلود.
د بينويت په خبره، دا ستونزې ددې سبب شوې، چې خلک خپل ناروغان خصوصي روغتيايي مرکزونو او يا هم له هېواده بهر ته يوسي، خو په خصوصي روغتيايي مرکزونو کې يې بيا د خدماتو له لوړې بيې شکايت درلود.
هغه زياته کړه، چې پوښتل شويو ويلي، چې ورځنى عايد يې يو ډالر دى، خو د روغتيايي خدماتو د عرضه کولو لپاره يې ٤٠ ډالر لګولي، چې خورا زياتې پيسې دي.
په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو استازي وويل، چې که څه هم په تېرو ١٢ کلونو کې په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو د مړينې کچې کمښت، د واکسين پروګرامونو پلي کولو او کلينيکونو جوړولو په برخه کې کار شوى، خو لا هم ګڼې ننګونې شته ، چې بايد پاملرنه ورته وشي.
نوموړي وويل، چې بايد د روغتيايي مرکزونو او خلکو داستوګنې سيمو ترمنځ واټن کم او د اميندوارو ، مېرنو، نويو زېږېدلو ماشومانو اوټپيانو لپاره د روغتيايي خدمتونو وړاندې کول زيات شي.
هغه زياته کړه:((موږ هيله لرو، چې په ٢٠١٤ زېږديز کال کې هم د افغانانو د ورځ تر ورځ زياتېدونکو روغتيايي ستونزو د حل لپاره خپلو بشردوستانه مرستو ته دوام او پراختيا ورکړو.))
د ام ، اس ، اف( بې پولې ډاکټران) طبي او بشري نړيوال بنسټ د خپل فعاليت د ١٩٨٠لمريز کال په لومړيو کې په افغانستان کې پيل کړى دى.
دغه بنسټ اوسمهال په کابل، هلمند، خوست او کندوز ولايتونو کې ١٦٠٠ افغان او ٧٠ نړيوال کارکوونکي لري.










