منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۳ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د کندهار له ښاره تر هوايي ډګر پورې سړک دوه طرفه کېږي

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۵ کتنې

 کندهار(پژواک،١١کب٩٢): له کندهار ښار څخه تر هوايي ډګر پورې د غځېدلي سړک تر څنګ د يوه بل سړک د رغولو چارې د فوايد عامې د وزير له خوا د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل شوې.

 د کندهار ښار له دوراهي سيمې څخه تر هوايي ډګر پورې غځېدلى دغه ١٦،٥ کيلومتره سړک د کندهار- سپين بولدک د لويې لارې يوه برخه ده.

 د سړک د پرانيستې په مراسمو کې د فوايد عامې د وزير نجيب الله اوژن تر څنګ د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا، د ولايتي شورا رييس او يو شمېر سوداګرو برخه اخيستې وه.

 د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا وويل، چې د کندهار ښار له دوراهي څخه تر هوايي ډګر پورې د غځېدلي سړک تر څنګ يو بل سړک د ١٦،٥ کيلومتره په اوږدوالي او د ٧٠ متره بر په لرلو جوړېږي، چې له دې سره به دغه سړک دو طرفه شي.

 هغه زياته کړه، د سړک پر جوړولو ٢،٥ ميليارډه افغانۍ لګښت راځي ، چې معادل يې ٤٠ ميليونه ډالر کېږي.

 د نوموړي په وينا، د دغه سړک د جوړېدو چارې د بارک باختر په نوم ساختماني شرکت ته سپارل شوي، چې په دوو کلونو کې به يې په اساسي ډول جوړ کړي.

 ده وويل، چې د سړک په اوږدو کې ټولې اړوندې اسانتياوې، لکه څراغونه، ګلدانونه او نور په پام کې نيول شوي دي.

 والي زياته کړه، د ياد شوي سړک دوه طرفه کېدل نه يواځې د کندهار د سوداګرو او عامو خلکو لپاره د اسانتيا په خاطر يو لوى ګام دى، بلکې د زراعتي علومو تر ملي پوهنتون پورې به د محصلينو په تګ راتګ کې هم اسانتيا رامنځته کړي، چې په دې وروستيو کې پرانيستل شوى دى.

د فوايد عامې وزير نجيب الله اوژن پژواک خبري اژانس ته وويل، دا د هېواد په کچه لومړنۍ لويه لاره ده، چې په پرمختللې بڼه د دولت په بودجه جوړېږي او د موټرونو د تګ راتګ لپاره به  د هر راز اسانتياوو تر څنګ شپږ کرښې ولري.

 هغه وويل، دغه سړک کندهار ښار له هوايي ډګر سره وصلوي، چې نه يواځې عامو خلکو، بلکې هغو سوداګرو ته به اسانتياوې برابرې کړي، چې له بهرنيو هېوادونو څخه خوراکي او نور توکي ورادوي او يا يې نورو هېوادونو ته د کندهار هوايي ډګر له لارې صادروي.

 د کندهار د ولايتي شورا رييس حاجي سيد جان خاکرېزوال د دغه سړک د کار په پيل کېدو خوښي وښودله او ويې ويل، چې د ولس په استازيتوب به د دغه سړک د جوړولو له چارو څخه څارنه کوي.

 هغه ګواښ وکړ، چې که د سړک د جوړولو په چارو کې ستونزې وې، نو هغوى به يې د جوړولو چارې ودروي.

 د کندهار د سوداګرو په استازيتوب حاجي رحم الدين اغا له کندهار ښار څخه تر هوايي ډګر پورې د سړک دوه طرف کېدل يو لوى پرمختګ وګاڼه او ويې ويل، چې دا له ډېره وخته د خلکو اساسي غوښتنه وه.

 ده وويل، چې د دغه سړک په جوړېدو سره به پر دغه لاره ترافيک پېښې کمې شي، ځکه تر دې وړاندې د زياتې ګڼې ګوڼې لپاره ورباندې ټرافيکي پېښې رامنځته کېدلې.