ژبه

د سالنګ لار د ترافيکو پر مخ وتړل شوه

چاريکار (پژواک ١٢ کب ٩٢): د سالنګ لويه لاره د زياتو واورو له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.

دغه لار، چې د هندوکش په لوړو غرونو کې له څه باندې دوه کيلومتره اوږد تونل څخه تېرېږي، د هېواد مرکز له شمالي ولايتونو سره نښلوي.

د سالنګونو د ساتنې او مراقبت امر جنرال عبدالرجب نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سالنګونو دواړو (شمالي او سوېلي) خواوو ته سخته واوره ورېږي او احتمال لري، چې واورې ښويېدنې به هم رامنځ ته شوې وي.

ده زياته کړه، له همدې امله يې ياده لاره له نن ماښام (شاوخوا شپږ بجې) څخه راپدېخوا د هوا تر ښه کېدو پورې تړلې ده.

هر کال په ژمي کې په سالنګونو کې سختې واورې اوري او کله ناکله مسافر هم له سختو ستونزو سره مخ کوي.

د ١٣٨٨ کال په سلواغه مياشت کې په سوېلي سالنګ کې واورو ګڼ شمېر موټر لاندې کړل، چې له امله يې ١٧٠ تنه مړه او ١٢٥ نور ټپيان شول.