منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۹ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

جلال اباد کې د شيخ جميل الرحمن په نوم علمي مرکز او کتابتون پرانيستل شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۲ کتنې

جلال اباد (پژواک ۱۵کب۹۲):په جلال اباد ښار کې د يوې غونډې په ترڅ کې د شيخ جميل الرحمن په نوم علمي مرکز او کتابتون پرانيستل شول.

د دغې غونډې د جوړېدو اهتمام په افغانستان کې د جماعت الدعوت الی القران والسنت ګوند کړی و.

د کتابتون د پرانيستې غونډې په مراسمو کې د هېواد له بېلا بېلو ولايتونو څخه شاو خوا شپږ سوه ديني عالمانو ګډون کړی و.

په دغو مراسمو کې د ياد ګوند سرپرست حاجي روح الله وکيل په خپلو خبرو کې وويل، چې پخوا به د اسلامي دعوت پر وړاندې زياتې ستونزې موجودې وې، خو اوس شرايط بدل شوي  او د هېواد په هر ولايت کې ددغه فکر لارويان په خپلو دعوتي فعاليتونو بوخت دي.

نوموړي زياته کړه، په دې کتابتون کې په بېلا بېلو برخو کې سلګونه جلده ديني کتابونه شته او هر څوک کولای شي، چې ګټه ترېنه واخلي.

د هغه په وينا، اوس د هېواد د ختيځې سيمې علما کرام کولای شي ، چې دديني مسايلو د تحقيق او څېړنې په موخه دغه کتابتون ته مراجعه وکړي.

حاجي روح الله وايي، اوس دې ته اړتيا ده ، چې په هېواد کې موجوده ټول هغه موسسات او بنسټونه، چې د اسلامي دعوت دخپرولو لپاره کار کوي په خپلو کې همغږي رامنځته کړي.

ده په  ټينګار سره وويل ، چې  د خپلو دعوتي پروګرامونو لړۍ به د هېواد سوېل او لوېديځ ته وغځوي.

دغه راز په يادو مراسمو کې دننګرهار د اطلاعاتو او کولتور  رييس اورنګ صميم په خپلو خبرو کې وويل، چې ددغه  علمي مرکز او کتابتون پرانيستل د ننګرهار د علماوو او ديني زده کړو مينه والو لپاره يو ښه زيری دی.

نوموړي زياته کړه، چې ددغه کتابتون پرانېستل د اسلامي دعوت د خپرولو په برخه کې يو مهم ګام دی.

صميم وايي، چې شيخ جميل الرحمن د نړۍ په کچه يو منل شوی اسلامي مفکر و.

د غونډې يو تن ګډونوال استاد نصير احمد شاکر پژواک ته وويل، چې ددې کتابتونو په پرانيستلو به په اسانۍ سره د ديني کتابونو مطالعه وکړي .

د يادو لو ده ، چې دجماعت الدعوت الی القران والسنت افغانستان ګوند په هېواد کې اسلامي دعوت د خپرولو لپاره کارکوي او د هېواد په ختيځو ولايتونو کې زيات پلويان لري.