منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۳ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

د افغانانو د روغتيا پر وړاندې جدي ننګونې

· ۲۶ دقیقې لوستل · ۲۳۱ کتنې

کابل ( پژواک ١٧ کب ٩٢): د ازادو رسنيو مشارکت موندنې ښيي، چې د افغانستان ٦٧ سلنه درملتونونه مسلکي کارکوونکي نه لري او ان د ځينو سيمو اوسېدونکي تر روغتيايي مرکزونو درې ورځې پلى مزل کوي.

همداراز د دې موندنو پربنسټ، هر کال په زرګونو کسان په افغانستان کې د روغتيايي خدماتو د کيفيت د ټيټوالي له امله د زياتو ستونزو په زغملو سره د درملنې لپاره له هېواده بهر سفر کوي.

د يادونې وړ ده، چې په تېره يوه لسيزه کې د روغتيا برخه کې د ميليونونو ډالرو په لګښت په دې برخه کې يو لړ کارونه شوي دي، خو لا هم خلک د  روغتيايي خدمتونو د نامعياريتوب، په درملتونونو کې د غيرمعياري او تاريخ تېرو درملو او د روغتيايي متخصصينو په ځانګړي ډول په روغتيايي مرکزونو کې د ښځينه روغتيايي کارکوونکو له کموالي سرټکوي.

د عامې روغتيا وزارت چارواکي تر يوې کچې دا مني، چې د افغانستان په روغتيايي برخه کې ستونزې شته او وايي، چې د لازمې بوديجې نه شتوالي په دې سکتور کې د پراختيا مخه ډب کړې ده.

بې فارمسسټه درملتونونه

د عامې روغتيا وزارت د فارمسي چارو رياست اداري مدير زکريا فتح زاده د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال د هېواد په کچه ٤١٢٠ فارمسسټان او مرستيال فارمسسټان شته.

نوموړي د کره شمېرې له وړاندې پرته وويل، چې د ٤١٢٠ کسانو له ډلې ډېرى يې فارمسسټان او کم شمېر يې مرستيال فارمسسټان دي.

نوموړي د درملتونونو د شمېر په اړه معلومات ورنه کړل، خو د عامې روغتيا وزارت د پلټنې او روغتيايي قوانينو رييس ډاکټر سيد ابراهيم کامل وايي، چې د هېواد په کچه ١٢٤٦٢ درملتونونو ته د فعاليت جواز ورکړل شوى او فعاليت لري.

هغه وايي، د مقررې پر بنسټ، لومړى درجه درملتونونه د يوه فارمسسټ ترڅنګ بايد مرستيال فارمسسټ هم ولري؛ په دويمه درجه درملتونونو کې يو فارمسسټ ګومارل کېږي او په درېيمه درجه درملتونونو کې د يوه مرستيال فارمسسټ ګومارل اړين دي.

نوموړي د کره شمېرو له ورکولو پرته وويل، چې زياترو يادو شويو درملتونونو ته د تېرو ١٢ کلونو په اوږدو کې د فعاليت جواز ورکړل شوى دى.

د دې وزارت د فارمسي چارو رياست د تاسيساتو امر نصيراحمد فيضي په وينا، د هېواد په کچه ٦٤ لومړى درجه درملتونونه شته او پاتې ١٢٣٩٨ يې دويمه او درېيمه درجه درملتونونه دي.

پردې بنسټ، که چېرې ټول ٤١٢٠ فارمسسټان او مرستيال فارمسسټان په درملتونونو کې کار وکړي، نو ٨٤٠٦ درملتونونه فارمسسټ او مرستيال فارمسسټ نه لري او کارونه يې د غير مسلکي اشخاصو له خوا پرمخ وړل کېږي.

خلک هم له غير مسلکي درمل پلورونکو شکايت لري.

په غزني کې د عمر په نامه د فارمسي انسټيټيوت فارغ او د دې ولايت د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکى سيف الله وايي، د دې ولايت په ډېرى درملتونونو کې غير مسلکي او داسې کسان درمل پلوري، چې ان د دولسم ټولګي د فراغت سند هم نه لري.

نوموړى چې اوس ازاد کاروبار لري او په درملتون کې کار نه کوي، وايي: ((يوه مياشت وړاندې مې د درد درمل اخيستل، درملتون راته د مسموميت درمل راکړل… کله مې چې ترې وپوښتل چې ولې دې ناسم درمل راکړل، ويل يې چې په نسخه کې يې ليکلي دي، په داسې حال کې چې نسخه کې داسې څه نه و ليکل شوي.))

سيف الله ونه غوښتل، چې د ياد درملتون نوم واخلي.

د کابل ولايت د خاکجبار ولسوالۍ د کړوخېلو کلي اوسېدونکى ملک دل اغا وايي، د دې ولسوالۍ د روغتيايي کلينيک ترڅنګ يو شخصي درملتون هم فعاليت کوي او ډېرى وختونه په کې يو د شاوخوا دولسو کلونو په عمر ماشوم درمل پلوري.

نوموړي په مشخص ډول ونه ويل، چې د دې درملتون درملو چاته ستونزه پيدا کړې که نه، خو وايي: ((کله چې يو ١٢ کلن ماشوم درمل پلوري، نو يوه ورځ نه يوه ورځ به چاته ستونزه پيدا کړي.))

د دې درملتون مالک نور ولي وايي، چې د ده زوى ١٨ کلن دى، د ښوونځي په يوولسم ټولګي کې درس وايي، خو په درملتون کې يواځې د صفايۍ کارونه تر سره کوي او درمل دى په خپله پلوري.

دا په داسې حال کې ده، چې نور ولي وايي، د دولسم ټولګي فارغ دى او په پاکستان کې يې د روغتيايي کارکوونکو په يوه ١٣ مياشتيني کورس کې زده کړې کړې دي.

نور ولي وويل، چې د ده درملتون د فعاليت جواز نه لري او د دې ولسوالۍ د عامې روغتيا امر ورته ګواښ کړى، که د فعاليت جواز وانه خلي، نو درملتون به يې د راتلونکي کال تر لومړيو پورې بند کړي.

نوموړى وايي، هڅه کوي د فعاليت جواز واخلي؛ که داسې ونه شي، نو چمتو دى، چې درملتون يې بند شي.

د خاکجبار ولسوالۍ د عامې روغتيا امر ډاکتر ذبيح الله وايي، دا ستونزه يواځې په دې ولسوالۍ کې نه، بلکې په ټول هېواد کې موجوده ده.

نوموړي وويل، چې د خاکجبار ولسوالۍ د عامې روغتيا امريت هڅه کوي، د څارنې د زياتولو له لارې د بې جوازه او فارمسسټ نه لرونکو درملتونونو د فعاليت مخه ډب کړي.

په کابل کې د وهاج خصوصي روغتون رييس محمدهاشم وهاج وايي: ((د ترسره شويو سرشمېرنو له مخې، درې درملتونونه يو فارمسسټ لري، نو جواز يې څه ډول اجرا کېږي؟  څوک يې پرانېزي او څوک د فعاليت جواز ورکوي؟))

هغه زياتوي: ((د وزارت له خوا فوق العاده امرونه ورکول کېږي، زه د مشرانو جرګې د عامه سوکالۍ په يوه کميسيون کې وم، د قوانينو او فارمسۍ رييسان يې را غوښتي وو، له دوى نه پوښتنه وشوه، چې ولې دا درملتونونه له فارمسسټ پرته پرانېزئ؟ وروسته د دوى دليل دا وو، چې د لوړپوړو چارواکو له خوا ورته احکام ورکول کېږي.))

د مشرانو جرګې د عامه سوکالۍ کميسيون منشي روشن ارا الکوزۍ د درملتونونو په برخه کې د شته ستونزو پخلى وکړ او ويې ويل، چې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه يې په درملتونونو کې د غير مسلکي افرادو له شتون څخه شکايتونو ترلاسه کړي دي.

روشن وويل، د عامې روغتيا وزارت چارواکي په بيا بيا دې کميسيون ته غوښتل شوي او ژمنه يې کړې ده، چې دا ستونزه هواروي، خو لا هم په دې برخه کې شکايتونه شته.

د عامې روغتيا وزارت مسلکي مرستيال ډاکټر احمد جان نعيم هم د دې پخلى کوي، چې د درملتونو شمېر له فارمسسټانو زيات دى، خو د وزارت د چارواکو له لوري د دې درملتونو د جواز د فوق العاده امرونو په اړه وايي: ((موږ فوق العاده امر نه ورکوو او نه مو ورکړى دى.))

نوموړي په دې اړه، چې په هېواد کې د شته ٤١٢٠ فارمسسټانو او د درملتونونو مقررې ته په پام سره، ولې له ١٢زرو څخه زياتو درملتونونو ته د فعاليت جواز ورکړل شوى دى، وويل: ((اصلي ستونزه د يوه سم ډېټابيس نه شتوالى وو، خو اوس ورباندې عامې روغتيا وزارت کار کړى، جوړ کړى يې دى؛ د قوانينو له مخې او اړتيا ته په پام سره، هر درملتون بايد له جوړېدو سره يو فارمسسټ ولري، چې کار وکړي، د فعاليت جواز اخيستو لپاره د يوه فارمسسټ سند ضرور دى، جواز اخلي، خو کله چې ځي، استعفا کوي، خو داسې يو سيسټم نه و چې څه وخت يې استعفا وکړه، ولې يې درملتون بند کړ، دا راپور نه ورکول کېده، خو اوس مو ورباندې کار کړى، اوس دا سرغړونې نه پرېږدو، موږ دا ستونزه جدي نيولې ده.))

نوموړي زياته کړه، په دې برخه کې شته ستونزو ته په پام سره، د وزيرانو شورا کابو يو کال وړاندې نوو درملتونونوته د جواز د نه ورکولو پرېکړه کړې ده.

احمدجان نعيم همدارنګه وويل، چې د عامې روغتيا وزارت د هېواد په کچه د درملتونونو پلټنه پيل کړې ده، د هغو درملتونونو جواز لغوه کوي، چې فارمسسټ ونه لري.

خو نوموړي په دې اړه نور جزيات ورنه کړل.

د هېواد په ډېرى درملتونونو کې د غير مسلکي کسانو کار کول، په داسې حال کې دى چې د غير مسلکي کسانو له لوري د درملو پلور ښايي ناروغ ته د ناسمو درملو د ورکړې او دا بيا په ناروغانو کې د خطرناکو پېښو لامل وګرځي.

په کابل کې د ابن سينا بيړني روغتون رييس ډاکټر ګلاجان رحمت وايي، په درملتونونو کې بايد مسلکي کسان کار وکړي، ځکه چې د غير مسلکي کسانو له خوا د درملو ورکړه، ګڼې ناروغۍ، لکه حساسيتونه، د معدې تکليفونه او نور رامنځ ته کوي او ان د ناروغ ژوند اخلي.

نوموړي د بېلګې په ډول وويل، چې تېر کال د پاکستان په کراچۍ ښار کې ٩٧ تنو د زړه ناروغۍ د ناسمو درملو د کارولو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، ابن سينا روغتون ته ډېرى وخت داسې کسان ورځي، چې د ډاکټر د نسخې خلاف درملو په کارولو له روغتيايي ستونزو سره مخ شوي وي.

خو دى وايي، تراوسه دې ستونزې په ابن سينا روغتون کې د مړينې کومه پېښه نه ده رامنځ ته کړې.

نوموړي څرګنده کړه، تر اوسه پورې د دوى په روغتون کې دا ډول ناروغان او د هغو ځانګړتياوې نه دي ثبت شوې، خو غوره ده چې په راتلونکي کې ثبت شي.

ډاکټر ګلاجان رحمت همدارنګه د ځينو ډاکټرانو له خوا د نسخو ليکلو له څرنګوالي هم شکايت لري او وايي، دا کار هم د درمل پلورونکو له لوري د ناسمو درملو د ورکړې لامل شوى، چې بيا وروسته ناروغانو ته ستونزې پېښوي.

د ابن سينا بيړني روغتون دې ډاکتر وويل: ((ځينې وخت داسې هم شوي، چې ډاکټر نسخه کې داسې ليکنه او شفر ورکړى، چې هېڅ نه ويل کېږي، د ډاکټر د دې ناسمې ليکنې له امله ښايي د درملتون خاوند ناسم درمل ورکړي، يعني د ډاکټر او فارمسي تر منځ د تېروتنو يوه موزونه اړيکه شته… د فارمسي ګناه داده چې هلته مسلکي کس نشته، که مسلکي کس وي، نو د مسووليت احساس کوي، ځي او ډاکټر ته وايي، چې ولې دې داسې ليکلي دي.))

په واټونو او د خوراکي توکو په پلورنځيو کې درمل پلورنه

ځينې د سړک د غاړې پلورونکي د کابل ښار پل خشتي جومات څنګ ته د غځېدلي واټ پر سر درمل پلوري.

د دغو درمل پلورونکو له ډلې د احمدالله په نامه يو تن وويل، چې له تېرو درېيو کلونو راهيسې  په دې ساحه کې د تقويې او درد ضد درمل پلوري، امنيتي کسانو ته پيسې ورکوي، چې مخه يې ونه نيسي.

دي چې نږدې ٢٤ کاله عمر لري، وايي چې تر پنځم ټولګي پورې يې درس ويلى، د درملو په پلور کې تېروتنه نه کوي، ځکه چې درمل پېژني.

هغه وايي، درمل له عمده پلورنځيو څخه اخلي او هره ورځ څو کسان له ده څخه درمل پېري او له دې لارې ښه عايد لري.

د ازادو رسنيو مشارکت هڅه وکړه، چې په دې ساحه کې له نورو درمل پلورونکو سره هم خبرې وکړي، خو د دوى له ډلې هېڅ يو هم مرکې ته حاضر نه و.

د پروان ولايت په مرکز چاريکارو کې هم ځينې کسان د سړک پر غاړو درمل پلوري، خو هغوى هم مرکې کولو ته زړه ښه نه کړ.

خو د کندهار ښار يوه اوسېدونکي وويل، چې په دې ښار کې له تېرو دوو کلونو راهيسې د سړک پر غاړو د درملو د پلور مخه نيول شوې ده.

د کابل خاکجبار اوسېدونکي ملک دل اغا وويل، چې د دې ولسوالۍ د خوراکي توکو په ځينو هټيو کې هم بېلابېل ډول درمل پلورل کېږي.

د عامې روغتيا وزارت د څېړنو او قوانينو رييس وايي، د عامې روغتيا وزارت په مرکز او ولايتونو کې د غير قانوني درملو د پلور د مخنيوي پر وړاندې ګامونه اخيستي او پلان لري، چې په دې برخه کې خپله څارنه پراخه کړي.

هغه د کابل ښار د سړک غاړې د درمل پلورونکو په اړه وويل: ((موږ په اونۍ کې دوې درې ورځې په هغې ساحه کې پلان لرو، ټول خلک راټولوو، درمل يې راټولوو، خو له بدغه مرغه چې وروسته بېرته راځي؛ دا يوه پرله پسې او مزمنه ستونزه ده ، بايد پوليس راسره زياته همکاري وکړي.))

د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نجيب الله دانش وايي، د کورنيو چارو وزارت د عامې روغتيا وزارت د تقاضا پربنسټ په بيا بيا د سړک غاړې درمل پلورلو مخنيوى کړى او له درملتونونو او ګودامونو څخه د غير معياري او تاريخ تېرو درملو په ټولولو کې اقدام کړى او په راتلونکي کې هم په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.

خو نوموړي د سړک غاړې درمل پلورونکو له خوا پوليسو ته د پيسو ورکړه رد کړه: ((موږ د دې پخلى نه کوو، د پيسو اخيستل يو غير قانوني عمل او جرم دى، زموږ پوليسو هېڅکله هم داسې کوم کار نه دى تر سره کړى.))

په لرې واټن کې پراته روغتيايي مرکزونه

د ازادو رسنيو مشارکت موندنې ښيي، چې د ځينو سيمو اوسېدونکي په ګرمو موسمونو کې تر روغتيايي مرکزونو پورې په لسګونو کيلومترو پلى مزل کوي، خو په ژمي کې د لارو د بندښت له امله له روغتيايي خدماتو څخه محروم وي.

د بدخشان ولايت د خواهان ولسوالۍ اوسېدونکى محمد عمران وايي، د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې روغتيايي کلينيکونه فعاليت لري، خو ځينې کلي له کلينيکونو سره زيات واټن لري.

د ده په خبره، د خواهان ولسوالۍ د (شاه بالا حوزه، شاه پايين حوزه، روينزا، ګردي بالا، سفيد تنګان، چشمه کيل، بوستانک، شاليز، چتګر، لقمان، روتيغزه، يخ دره، غوزان، شين دره) کليو او د دې ولسوالۍ د ځينو نورو کليو اوسېدونکي، اړ دي چې د ولسوالۍ د مرکز روغتيايي کلينيک ته د رسېدو په موخه بايد درې  ورځې پلى مزل وکړي

د ده د معلوماتو له مخې، يادو کليو ته موټر د سړک د نه شتوالي له امله نه شي تللى، نو خلک خپل ناروغان د خرو له لارې لېږدوي.

هغه څرګنده کړه، چې د دې کليو لارې له لړم مياشتې نه تر غبرګولي پورې د زياتې واورې ورېيدنې له امله بندې وي او روغتيايي مرکزونو ته د ناروغانو لېږد د خرو له لارې هم ناشونى کېږي.

نوموړي د سړو په موسم کې د دې کليو د ناروغانو د درملنې په اړه زياته کړه: ((که چېرته څوک سخت ناروغ ولري، يا خداى شفا ورکوي او يا مري.))

د بدخشان د عامې روغتيا رييس ډاکټر نورمحمد خاورې د دې ولايت د کليو او روغتيايي مرکزونو ترمنځ د زيات واټن د شتون پخلى وکړ او ويې ويل: ((د واټن ستونزه په ټول افغانستان کې موجوده ده، خو په بدخشان ولايت کې بيا دا ستونزه تر نورو ډېره ليدل کېږي.))

هغه هم وويل، چې د دې ولايت د ځينو سيمو خلک تر دوو درېيو ورځو پلي مزل وروسته د ولسواليو په مرکزونو کې روغتيايي کلينيکونو ته رسېږي.

خو د غزني ښار اوسېدونکى سيف الله وايي، چې د دې ولايت  په ګيرو، ناوه او اجرستان ولسواليو کې دامنيتي ستونزه له امله روغتيايي مرکزونه نه دي جوړ شوي او اوسېدونکي يې خپل ناروغان د درملنې لپاره د ولايت مرکز ته لېږدوي.

د ده د معلوماتو له مخې، ناوه او اجرستان د مرکز په ١٥٠ کيلومترۍ او ګيرو په نږدې سل کيلومترۍ کې موقعيت لري.

د سيف الله په خبره، دا چې يادو ولسواليو ته موټر تللى شي، خو څوک چې د موټر د کرايې توان ونه لري، نو له روغتيايي خدمتونو بې برخې کېږي.

خو د غزني د عامې روغتيا رييسه ډاکټر ضياګل اسفندي وايي، چې يواځې په ګيرو ولسوالۍ کې د امنيتي ستونزو له امله روغتيايي مرکزونه نشته.

د سرچينې په وينا، د دې ولايت په نورو ولسواليو کې روغتيايي مرکزونه فعاليت لري او د خلکو روغتيايي ستونزې هوارېږي.

د غزني د خواجه عمري ولسوالۍ د ده يک کلي اوسېدونکي هم وايي، چې د دوى له کلي تر روغتيايي مرکز پورې د موټر شپږ ساعته لار ده؛ د تخار ولايت د ينګي کلا ولسوالۍ د غازى اباد سيمې اوسېدونکو وويل، چې تر روغتيايي مرکز پورې د موټر پنځه ساعته لار وهي؛ د خوست د سپېرې ولسوالۍ اوسېدونکي تر روغتيايي مرکز پورې ١٢٠ کيلومتره لار وهي او د دايکنډي ولايت د کجران ولسوالۍ د قريه سنګ کلي اوسېدونکي وايي، چې تر روغتيايي مرکز پورې څلور ساعته پلى مزل کوي.

د عامې روغتيا وزارت مسلکي مرستيال احمد جان نعيم هم ومنله، چې په خواهان ولسوالۍ او ځينو نورو سيمو کې د کليو او روغتيايي مرکزونو ترمنځ واټن زيات دى، خو ويې ويل، چې په دا ډول سيمو کې ګرځنده روغتيايي ډلې ګومارل شوې دي.

خو د خواهان ولسوالۍ اوسېدونکي محمدعمران وويل، چې په دې ولايت کې ګرځنده روغتيايي ډلې فعاليت نه لري.

د عامې روغتيا وزارت مسلکي مرستيال وويل، چې په تېرو ١٢ کلونو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې کلينيکونه او روغتونونه جوړ شوي دي، خو په ځينو سيمو کې لا هم د مالي امکاناتو د نه شتوالي له امله دا کار نه دى شوى.

د ده د معلوماتو له مخې، په ١٣٨١ لمريز کال د هېواد په کچه ٤٥٠ کلينيکونو او روغتونونو فعاليت درلود، خو دا شمېره اوسمهال ٢٠٥٢ روغتونونو، کلينيکونو او روغتيايي مرکزونو ته رسېدلې ده.

دى وايي، اوسمهال ٢٨ ولايتي روغتونونه، ٦ حوزوي روغتونونه، ٧٣ د ولسوالۍ روغتونونه، ٢٥ تخصصي روغتونونه، ٨٠٩ روغتيايي اساسي مرکزونه، ٣٨٢ جامع روغتيايي مرکزونه، ٤٨٨ فرعي روغتيايي مرکزونه، د روږدو د درملنې ٢١ مرکزونه، ٩٧ ګرځنده کلينيکونه، د نري رنځ (توبرکلوز) کنټرول دوه مرکزونه او د بېلابېلو برخو ١٢١ متفرقه روغتونونه په هېواد کې فعاليت لري.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون د څارنې، ارزونې او راپور ورکولو برخې د همغږي کوونکي عبدالاحد فرزام په وينا، د دې کميسيون يوه سروې چې لا هم نه ده خپره شوې، څرګندوي چې د افغانستان ٥٨ سلنه خلک بنسټيزو روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسى نه لري.

خو د عامې روغتيا وزارت وايي، نږدې ١٢ کاله وړاندې د افغانستان نهه سلنه خلکو اساسي روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسى درلود، خو اوسمهال دا شمېره تر ٦٥ سلنې هم اوښتې ده.

د ښځينه ډاکټرانو نشتوالى

د ځينو ولسواليو اوسېدونکي د ولسواليو په روغتيايي مرکزونو کې د ښځينه ډاکټرانو د نه شتوالي له امله خپل نسايي ولادي ناروغان ولايتي روغتونونو ته لېږدوي.

د زابل ولايت د داى چوپان ولسوالۍ د شنان کلي يوه سپين ږيري عبدالجليل وويل، چې د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې روغتيايي مرکزونه شته، خو په دې مرکزونو کې د ښځينه ډاکټرې او قابلې د نشتوالي له امله خلک خپل ولادي- نسايي ناروغان د درملنې لپاره د ولايت مرکز ولايتي روغتون ته وړي.

د ده په خبره، د ولايت په کچه په دې روغتون کې يواځې يوه ښځينه ډاکټره شته.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې ځينې کورنۍ ښځو ته اجازه نه ورکوي، چې د درملنې لپاره نارينه ډاکټر ته ورشي.

د عبدالجليل د معلوماتو له مخې، د زابل له داى چوپان څخه د ولايت تر مرکزه پورې د موټر شپږ ساعته لار ده، چې په اوږدو کې يې ځينې نسايي- ولادي ناروغان تر روغتون پورې مري.

نوموړي له ناامنيو هم سر وټکاوه او ويې ويل، چې د سلواغې مياشتې په وروستيو کې د دې ولسوالۍ د مارې کلي يو ناروغ لېږدوونکى موټر له روغتون څخه مارې ته په لاره وو، چې د ارغنداب ولسوالۍ په باغ سيمه کې د سړک غاړې پر ماين ور برابر شو او په موټر کې د سپرو له ډلې درې تنه ټپيان شول.

د کندهار ولايت د ډنډ ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکى عبدالرحيم هم وايي، چې د دې ولايت په ولسواليو کې هم د ښځينه ډاکټرانو او قابلو ستونزه شته او خلک نسايي- ولادي ناروغان ولايتي روغتون ته لېږدوي.

په ورته وخت کې د زابل د عامې روغتيا رييس ډاکټر لعل محمد توخى او د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا د يادو ستونزو پخلى کوي او لامل يې هم ناامني ګڼي.

د يادونې وړ ده، چې د غزني، کندوز، فراه، باميان، کونړ، لوګر او هلمند ولايت اوسېدونکو د ازادو رسنيو له مشارکت سره په خبرو کې د دې ولايتونو په ځينو روغتيايي مرکزونو کې د ښځينه ډاکټرانو او قابلو له کمښت څخه سرټکولى دى.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون د څارنې، ارزيابۍ او راپور ورکولو د برخې همغږي کوونکى عبدالاحد فرزام وايي، دې کميسيون د هېواد په کچه له ٣٠٠٠ زياتو کسانو سره، چې ٥٠ سلنه يې ښځې دي، خبرې کړي او يوولس سلنې يې ويلي، چې مسلکي قابلو ته لاسرسى لري.

نوموړي مسلکي قابلو ته د ٨٩ سلنه ښځو نه لاسرسى د اندېښنې وړ وباله او ويې ويل، چې دا ستونزه په افغانستان کې د مور او ماشوم د مړينې يو بنسټيز لامل دى.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال په هرو دوو ساعتونو کې يوه ښځه د زېږون پرمهال مري او ١٢ کاله وړاندې په هر نيم ساعت کې يوې ښځې د دې ستونزې له امله خپل ژوند له لاسه ورکاوه.

د عامې روغتيا وزارت مسلکي مرستيال وويل ، چې د ښځينه ډاکټرانو او قابله ګانو د کمښت ستونزه شته ، خو د ١٣٨١ کال په پرتله کمه شوې ده.

هغه وايي،چې په ١٣٨١ کال کې د هېواد په کچه په ٢٤سلنه روغتيايي مرکزونو کې ، خو اوس په ٨٠ سلنه مرکزونو کې ښځينه ډاکټرانې او قابلې شتون لري.

د عامې روغتيا وزارت مسلکي مرستيال په روغتيايي مرکزونو کې د ښځينه ډاکټرانو او قابلو د نشتوالي پخلى وکړ او ويې ويل، چې اوسمهال په هېواد کې له ١٣٠٠ زياتې ښځينې ډاکټرانې او ٥٠٠٠ قابلې په روغتيايي نظام کې فعاليت کوي، خو ٤٥٠٠ نورو قابلو ته اړتيا ده.

خو ده ونه ويل چې څومره نورو ښځينه ډاکټرانو ته اړتيا شته .

په ولايتونو کې د ښځينه ډاکټرانو د نشتوالي ستونزه داسې مهال راولاړېږي، چې د عامې روغتيا وزارت په ١٣٩١ لمريز کال اعلان وکړ، هغو ښځينه ډاکټرانو ته چې په لرو پرتو سيمو کې کار وکړي، د تنخوا ٢٥٠ سلنه او نارينه وو ته ١٥٠ سلنه زياتوالى په پام کې نيول شوى دى.

تاريخ تېر او غير معياري درمل

په افغانستان کې د تاريخ تېرو او غيرمعياري درملو شته والى يوه بله ستونزه ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونو عامل رييس محمد قربان حقجو ادعا کوي، چې ځينې سوداګر افغانستان ته غير معياري درمل را واردوي.

ده وويل: ((ان ما اورېدلي چې داسې شرکتونه هم شته چې ځي له کمپنيو سره خبرې کوي، چې د فلانۍ دوا د مواد فيصدي کمه کړي، چې بيه يې لوړه ده… دا سمه نه ده، بايد مخه يې ونيول شي.))

د سوداګرۍ خونو عامل رييس زياته کړه: ((د قاچاق مسئله يوه بله ننګونه ده، همدا سوداګر، چې بې کيفيته درمل چې په حقيقت کې يې په منځ کې عجيب او غريب پوډرونه، د نخودو اوړه، وريجې اچول شوې  وي، درمل او کپسولونه ترې جوړ شوي وي … بيا يې د چوک په سر، په مرکز او ولايتونو کې پلوري، دا جفا ده، دا زهر دي چې د افغانستان خلکو ته يې ورکوي، هغوى ته سوداګر نه شو ويلى.))

خو د افغانستان د درمليزو خدماتو د غير دولتي ملي بنسټ اجرايوي رييس حاجي عبدالخالق ځاځى وايي، چې د افغانستان په بازارو کې د شته درملو کمه فيصدي غير معياري ده، چې له پاکستان، ايران او چين څخه هېواد ته په قاچاق را واردېږي.

د ده په وينا، د بېلګې اخيستنې او په بازار کې د شته درملو د تجزيې پر بنسټ، چې په ١٣٨٨ لمريز کال د غير دولتي موسساتو له خوا تر سره شوې، د افغانستان په بازارونو کې ٩،١ سلنه درمل غير معياري دي.

هغه وويل: ((د بېلګې په ډول، پراسيتامول ٥٠٠ ملي ګرامه ده، خو په ترکيب کې يې ٤٠٠ ملي ګرام وختل.))

د عامې روغتيا وزارت مسلکي مرستيال د ځاځي د خبرو په تاييد وويل، چې غير معياري درمل په قاچاقي ډول  هېواد ته راوړل کېږي، خو د عامې روغتيا وزارت تل هڅه کوي، چې غير معياري او تاريخ تېر درمل له درملتونونو را ټول او له منځه يوسي.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو يوولسو مياشتو کې له ٩٥ ټنو څخه ډېر غير معياري او تاريخ تېر درمل له درملتونونو او ګودامونو څخه په ولايتونو او مرکز کې راټول شوي او له منځه وړل شوي دي.

په ورته وخت کې د مرکز او خوست، کندهار، غزني، پکتيکا، بدخشان، کندوز، فراه، باميان، کونړ، هلمند، زابل، بلخ او هرات ولايتونو ځينو اوسېدونکو د ازادو رسنيو له مشارکت سره په خبرو کې په درملتونونو کې د تاريخ تېر او غير معياري درملو له شتون څخه شکايت وکړ.

د خوست ولايت اوسېدونکې ظريفه وايي: ((ناروغه وم، په افغانستان کې اخيستل شوو درملو راباندې هېڅ اثر ونه کړ،  خو په پاکستان کې مې هماغه درمل په لوړه بيه واخيستل، ژر يې تاثير وکړ، نو حتما افغانستان ته چې راځي، بې کيفيته وي.))

د روغتيايي خدماتو ټيټ کيفيت او په بهر کې درملنه

ځينې کسان په افغانستان کې د روغتيايي خدمتونو له ټيت کيفيت څخه سرټکوي، له همدې امله هره ورځ په سلګونو ناروغان د درملنې لپاره له هېواده بهر ځي.

د کابل ښار اوسېدونکى ٢٥ کلن محمداسماعيل، چې مور يې د درملنې لپاره هند ته وړې وه، له هند څخه يې  د راستنېدو پرمهال په کابل هوايي ډګر کې د ازادو رسنيو مشارکت ته وويل، چې په افغانستان کې يې ډاکټرانو د مور تکليف د زړه ناروغۍ له امله ګڼلى و.

د ده په خبره، له دې امله چې د افغان ډاکټرانو درملنې پايله نه ورکوله، نو اړ شو چې خپله مور د درملنې لپاره هندوستان ته بوځي.

نوموړى وايي، هندي ډاکټرانو ومونده چې مور يې د معدې تکليف لري او د هندي ډاکټرانو له خوا د تجويز شوو درملو له کارولو وروسته يې د مور روغتيايي وضعيت ښه شو.

د کابل ښار د پول سوخته اوسېدونکې ٥٥ کلنه شيرين جانه بله هغه ناروغه ده، چې د درملنې لپاره له خپل خاوند سره هند ته تللې وه.

هغې په نوې ډهلي کې د ازادو رسنيو مشارکت سره په خبرو کې وويل: ((په لاره نه شواى تللى، د ماشومانو پلار به په شا کولم، اوس شکر دى، په لاره تللى شم، په افغانستان کې زياتو ډاکټرانو ته ورغلم، زياتې پيسې مې ولګولې، خو ګټه يې ونه کړه.))

يادې دواړه سرچينې وايي، چې په پردي هېواد کې نابلدتيا ، په هندي ژبه نه پوهيدل او د درملنې او تګ راتګ  ډېر لګښت هغه ستونزې دي چې افغان بېماران په هند کې ورسره مخ کيږي. 

همدارنګه د کابل ښار يوه بله اوسېدونکې نيلاب وايي: ((مور مې ٢٥ کاله د  ملا درد تېر کړى، په کابل کې مو زياته درملنه وکړه، ګڼو ډاکټرانو ته ورغلو، ډاکترانو ويل چې د مور کلسيم مې کم دي؛ په داسې حال کې چې داسې څه نه و، هېچا نه ويل چې عملياتېږي، بالاخره پاکستان ته مو يوړه، په الشفاء روغتون کې يې عمليات کړه، شکر دى، اوس يې ډېر فرق کړى، جوړه شوې ده، په لاره تلى راتلى شي او درد يې ارام شوى دى.))

هغې چې مور يې د روان کال د سلواغې مياشتې په لومړيو کې پاکستان ته لېږدولې وه، وايي چې د ځمکې له لارې يې پاکستان ته سفر کړى او زيات افغانان يې وليدل، چې د پاکستان روغتونونو ته يې د درملنې لپاره مراجعه کړې وه.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه وايي، هره ورځ نږدې زر کسه د درملنې لپاره پاکستان، هندوستان، ايران، عربي متحده اماراتو، امريکا او نورو اروپايي هېوادونو ته د درملنې په موخه سفر کوي.

د دې خونې عامل رييس محمد قربان حقجو وايي، دا شمېرې يې له هغو هوايي شرکتونو څخه ترلاسه کړي، چې په افغانستان کې فعاليت کوي.

د ازادو رسنيو مشارکت هڅه وکړه، چې په دې اړه د کابل هوايي ډګر او ځينو هوايي شرکتونو له چارواکو سره خبرې وکړي، خو مرکو ته حاضر نه شول.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان ولسمشر  نږدې دوه کاله وړاندې ويلي و، چې د افغانستان وګړي هر کال يواځې ٢٥ ميليونه ډالر له هېواده بهر په خپله درملنه لګوي.

د عامې روغتيا وزارت مسلکي مرستيال وايي، تر يوې کچې د روغتيايي خدماتو د څرنګوالي په برخې کې ستونزې شته، خو د لسو کلونو پخوا په پرتله څو برابره ښه والى راغلى او په دې برخه کې پرمختګونه شوي دي.

هغه وويل، چې اوسمهال د افغانستان د ځينو ولايتونو په روغتونونو کې ډېر پېچلي عملياتونه ترسره کېږي،  چې ښې پايلې هم درلودلى دي.

د ده په وينا، ځينې کسان د درملنې لپاره ځکه بهر ته ځي، چې د جنګ د کلونو پر مهال د افغانستان د طب په تدريسي سيستم کې پر افغان ډاکټرانو بې باوره شوي دي.

ډاکټر احمدجان نعيم زياته کړه، چې په افغانستان کې پياوړي ډاکټران شته او اوسمهال روزنيز سيستم هم ښه شوى دى.

هغه زياتوي: ((ان اوسمهال ځينو ډاکټرانو په خپلو شخصي امکاناتو ځانونه رسولي، دې ته اړتيا لري، چې اعتماد ته لاره هواره شي، په خصوصي او دولتي برخه کې پرمختګونه شوي، خو دې ته اړتيا ده، چې اعتماد څنګه را منځ ته شي.))

هغه  په افغانستان کې د ځينو ناروغانو د ناسم تشخيص په اړه وويل، چې د امريکا په څېر په پرمخ تللو ملکونو کې هم کله ، کله د ناروغۍ په تشخيص کې اشتباه رامنځته کيږي.

دى مني چې په افغانستان کې هم ځينې داسې اشتباهات  شوي ، خو زياتوي چې د عامې روغتيا وزارت به  د داسې ستونزو د مخنيوي په موخه ډېر ژر “طبي او د خلکو ستونزو ته د رسېدنې” شورا جوړه کړي. 

غير فعال روغتونونه

افغان ناروغان په داسې حال کې د درملنې لپاره نورو هېوادونو ته سفر کوي، چې په څو کلونو کې د جمهوريت روغتون له ودانۍ څخه چې په پرمختللو او مجهزو وسايلو سمبال و، کار نه اخيستل کېده؛ په کابل کې د “شيخ زاهد” او “جناح” روغتونونو نوې ودانۍ هم نږدې څلور کاله وړاندې جوړې شوي، خو تراوسه نه دي پرانيستل شوي.

د مور او ماشوم “شيخ زاهد” روغتون ودانۍ د متحده عربي اماراتو او د “جناح” روغتون ودانۍ د ١٩ ميليونو ډالرو په لګښت د پاکستان په مرسته جوړه شوې ده. د عامې روغتيا وزارت د شيخ زاهد روغتون د جوړېدو لګښت څرګند نه کړ.

د کابل د جمهوريت د لس پوړيز روغتون کار د ٣٥٠ بسترو په ظرفيت پنځه کاله پخوا د چين هېواد د ٢٨ ميليونو ډالرو په لګښت بشپړ او په پرمختللو طبي وسايلو، لکه (سټي سکن، ام آر آى، ايمو ډيالېز) سمبال شو.

د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو، دغه نوۍ ودانۍ به د اغا خان شبکې او يا ترکيې هېواد ته سپاري، ترڅو د هغوى له خوا باکيفيته او تخصصي روغتيايي خدمتونه وړاندې شي.

خو دغه ودانۍ په داسې حال کې د روان کال تر سلواغې مياشتې پورې غير فعاله وه، چې افغانستان دغسې يو پرمختللي روغتون ته ډېره اړتيا لري.

د عامې روغتيا وزيرې ثريا دليل د روان کال د سلواغي په لومړۍ نېټه اعلان وکړ، چې د ١٥٤ بسترو په وړتيا د داخلې، عمومي جراحي، يورولوژي جراحي، صدري جراحي، غوږ او ستوني جراحي، لپراسپکوپي جراحي او د معايي معدې درملنې او وينې ناروغيو او نورې څانګې په دې ودانۍ کې فعالې شوي. 

د هغې په وينا، د اغاخان پراختيايي شبکه د وزيرانو شورا د ١٣٨٩ کال د پرېکړې پربنسټ، د دې ودانۍ د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو مسووليت پر غاړه اخيستى و، خو دغه ژمنه پلې نه شوه.

د عامې روغتيا وزارت مسلکي مرستيال وايي، دوى په تېرو څو کلونو کې د بوديجې د نه لرلو له امله ونه توانېدل، چې د جمهوريت، جناح او شيخ زاهد روغتونونه فعال کړي.

نوموړي د بېلګې په توګه وويل چې د جمهوريت روغتون له نوي ودانۍ څخه کار اخيستنه ١٥ ميليونو ډالرو ته اړتيا لري، خو وزارت هڅه کوي، د جمهوريت روغتون د نوې ودانۍ بله برخه او د جناح او شيخ زاهد روغتونونه د خصوصي سکتور په مرسته فعال کړي.

هغه د دغو روغتونونو د فعالېدو نېټه په ډاګه نه کړه، خو ويې ويل چې په دې اړه کار دوام لري.

د بوديجې کمښت

د عامې روغتيا وزارت مسلکي مرستيال احمد جان نعيم وايي، د کافي بوديجې نه شتون په هېواد کې د دې وزارت د پراختيايي او روغتيايي خدمتونو د زياتوالي په برخه کې له مهمو ستونزو څخه شمېرل کېږي.

د وزارت دغه چارواکي وويل، چې په تېرو ١٢ کلونو په افغانستان کې هر کال د روغتيا (درملنې او نورو برخو) کې نږدې ١،٥ ميليارد ډالر لګول شوي، چې په سلو کې ٧٣ يې د خلکو، څلور يې  د دولت او ٢٣ يې د نړيوالې ټولنې له خوا ورکړل شوي دي.

خو نعيم د نړيوالې ټولنې مرستې او د دولت له خوا ځانګړې شوې بوديجه د روغتيايي خدمتونو د ستونزو د هوارولو په برخه کې خورا کمه بولي او وايي، چې له همدې امله په دغو برخو کې زيات پرمختګ نه دى شوى.

حل لاره

د کابل طبي پوهنتون رييس پوهاند شيرين اقا ظريف وايي، په بېلابېلو برخو لکه روغتيايي مرکزونه، د مور او ماشوم د مړينې د کچې ټيټېدل، د واکسين پروګرامونو پلي کول او نور، هغه پرمختګونه دي، چې په تېرو ١٢ کلونو په افغانستان کې رامنځ ته شوي، خو تراوسه په دې برخو کې ستونزې شته، چې امنيتي ستونزې، د کافي بوديجې نه شتون او دقيق پلان يې له مهمو عواملو څخه شمېرل کېږي.

د ده په اند، د ښو روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بايد د اساسي قانون ٥٢مه ماده تعديل شي، ځکه  له ناروغانو څخه کم فيس اخيستل، حکومت سره مرسته کوي، چې د روغتونونو او نورو دولتي روغتيايي مرکزونو له لارې نور هم ښه خدمت وکړي.

خو د ظريف په خبره، دغسې يو سيستم جوړ شي، چې له بېوزلو ناروغانو څخه فيس وانه خيستل شي.

اوسمهال د اساسي قانون د ٥٢مې مادې پر بنسټ،  د دولتي روغتيايي مرکزونو له لارې روغتيايي خدمتونه په وړيا توګه وړاندې کېږي.

پوهاند ظريف وايي، چې په بډايه او پرمختللو هېوادونو، لکه امريکا کې هم روغتيايي خدمتونه وړيا نه دي.

د کابل طبي پوهنتون رييس وويل، چې د روغتيا په برخه کې بايد د نړيوالې ټولنې نورې مرستې هم ترلاسه شي او دولت هم د روغتيا په برخه کې زياته بوديجه ځانګړې کړي.

د ماليې وزارت وياند عبدالقادر جيلاني وايي، په تېرو ١٢ کلونو کې  د هر وزارت لپاره د امکاناتو، لومړيتونو او وړانديز شويو پروژو پر بنسټ، بوديجه ځانګړې شوې ده.

هغه زياتوي، چې د ماليې وزارت به هڅه وکړي، چې تر راتلونکي کال پورې د عوايدو لوړوالي او د مالي امکاناتو د حالاتو په ښه کېدو سره د روغتيا وزارت  لپاره نوره بوديجه هم ځانګړې کړي.

د ازادو رسنيو مشارکت له پژواک خبري اژانس، کليد ګروپ، هشت صبح ورځپاڼې او سبا نشراتي موسسې څخه جوړ شوى دى. دغه مشارکت له اداري فساد او بشري حقونو د سرغړونې په برخو کې راپورونه چمتو کوي .