منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۳۷ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

اروزګان کې د اجباري ودونو کچه لا هم لوړه ده

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۰ کتنې

ترينکوټ (پژواک ١٨ کب ٩٢): د اروزګان د ښځو چارو د رياست او د بشري حقونو خپلواک کمېسيون چارواکو په دغه ولايت کې د اجبارې ودونو کچه لوړه بللې ده.

د ياد ولايت د ښځو چارو رييسې رڼا وفا د کب په ١٨مه په ترينکوټ کې د مېرمنو د نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې وويل، چې د دغه ولايت په يو شمېر سيمو کې لا هم د مېرمنو پر وړاندې ستونزې ډېرې دي.

وفا وويل، اوس هم د دغه ولايت يو شمېر مېرمنې د پخوانيو رواجونو ښکار دي او له رضايت پرته يا هم په جبري ډول ورکول کېږي.

نوموړې وايي: ((په بدل کې ورکړه، لوړ ولور، جبري ودونه او داسې نورې ګڼې ستونزې د اروزګان د ښځو پر وړاندې ننګونې دي.))

په ورته مهال د اروزګان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون يوه استازي عبدالشکور روستايي وويل، له دوى سره ثبت شوې شمېرې ښيي چې سږ کال د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ډېرې شوې دي.

روستايي وايي: ((په سږني لمريز کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۶۵ بېلابېلې قضيې ثبت شوې، چې ډېرې يې د اجباري ودونو او ناموسي قتلونو دي.))

د ده په خبره چې، به دغو پېښو کې ۲۲ يې د اجباري ودونو، ۹ يې د ناموسي قتلونو، ۳ د جنسي تېريو، ۲۴ يې د وهلو ټکولو يوه هم د قتل، طلاق او پلورلو قضيې دي.

ياده غونډه چې د لسګونواروزګاني مېرمنو په ګډون د دغه ولايت د ښځو چارو په رياست کې جوړه شوې وه، ګڼو چارواکو په کې ګډون درلود.

د اروزګان مرستيال والي شېرپاچا ارګوني په ياده غونډه کې وويل، چې افغان مېرمنو په تېرو کلونو کې ډېر ستونزې ليدلې دي.

نوموړي غوښتنه وکړه، چې د مېرمنو د حقونو لپاره دې عامه پوهاوى وشي او ديني علما بايد په دې برخه کې ډېره ونډه واخلي.