ژبه

پاکستان کابل ته نوى سفير وټاکه

کابل (پژواک ١٨ کب ٩٢): پاکستان د افغانستان لپاره په کابل کې د صادق خان پر ځاى نوى سفير ټاکلى دى.

په کابل کې د پاکستان سفارت مطبوعاتي اتشه اختر منير د کب په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن په کابل کې د محمدصادق خان د دندې وروستۍ ورځ وه او د سفارت له کار کوونکو يې خداى په اماني واخيسته.

هغه زياته کړه، چې د بهرنيو چارو وزارت له خوا ابرار حسين د نوي سفير په توګه ټاکل شوى، چې ډېر ژر به کابل ته راشي او خپله دنده به پيل کړي.

د منير په وينا، ابرار حسين تر دې مخکې په کويټ کې د پاکستان سفير و او له هغه مخکې يې په کندهار کې د پاکستان د کونسلر په توګه دنده ترسره کړې ده.

دغه راز نوموړي وويل، چې نوى سفير د بهرنيو چارو په وزارت کې د افغانستان د څانګې د مسوول په توګه پاتې شوى دى.

اختر منير وايي،  چې نوى سفير د خيبر پښتونخوا ايالت د پېښور ښار اوسېدونکى دى.