کندهار (پژواک ١٩ کب ٩٢): د کندهار د عامې روغتيا رياست او خصوصي روغتيايي سکټور تر منځ د همغږۍ په غونډه کې د روغتيايي خدماتو پر پراخېدا او لا ښه کېدا ټينګار وشو، ترڅو خلک اړ نه شي چې د درملنې لپاره بهرنيو هېوادونو ته لاړ شي.
په دې اړه د کندهار ولايت د عامې روغتيا رياست د غونډو په تالار کې د همغږۍ غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د عامې روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا، د کوچنيانو او مدني ټولنې مشرې ډاکټر رنګينې ويسا، د طب پوهنځي استادانو، ډاکټرانو او د خصوصي صحي سکټور استازو ګډون کړى وو.
د کندهار د عامې روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وويل، چې د روغتيا په برخه کې بايد خصوصي سکټور له اړوندې دولتي ادارې سره په همغږۍ داسې روغتيايي خدمات وړاندې کړي، ترڅو خلک اړ نه شي د درملنې لپاره بهرنيو هېوادونو ته لاړ شي.
هغه د روغتيا په برخه کې د خصوصي سکتور له ځينو ستونزو يادونه وکړه او ويې ويل، چې د دغه راز غونډو له لارې به يې د حل لپاره په ګډه کار کوي.
د روغتيا د خصوصي سکتور په برخه کې د روغتونو لپاره د وړ ودانيو نه شتوالى، د کارکوونکو کمښت، تر وخت تېر درمل، له ناروغانو څخه د زياتو پيسو اخيستل او يو شمېر نورې عمده ستونزې ګڼل کېږي.
په دې غونډه کې صحي کارکوونکو له ناروغانو وغوښتل، چې د ناروغۍ د پيل پر مهال بايد ډاکټر ته مراجعه وکړي، ترڅو يې تشخيص په سمه توګه وشي.
په کندهار کې د حوزې په کچه د ميرويس روغتون ترڅنګ له لسو څخه زيات خصوصي روغتونونه او کلينيکونه فعاليت لري، چې خلک يې له خدماتو راضي نه دي.
د کندهار ولايت اوسېدونکي وايي، په خصوصي روغتونو کې د ناروغيو سمه درملنه نه کېږي، بې کيفيته درمل ورکول کېږي او ډېر مهال د درملنې او درملو پر سر زياتې پيسې ورڅخه اخيستل کېږي.
خو د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، چې د خلکو د دغو ستونزو د حل لپاره هلې ځلې کوي.









