ترينکوټ (پژواک ٢٢ کب ٩٢): د ډاکټرانو د اعتصاب له امله د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې د مرکزي روغتون دروازه د ناروغانو پر مخ تړل شوې ده.
ډاکټران شکايت کوي، چې مياشتنى معاش يې کم دى او ګواښ يې وکړ، چې که يې ستونزه هواره نه شي، اعتصاب ته به دوام ورکړي.
د مرکزي روغتون سرطبيب ډاکتر فضل هادي زيارمل د کب په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د عامې روغتيا رياست مسوولين او د افغان روغتيايي او پرمختيايي موسسې (AHDS) چارواکي له دوى سره د مور او ميرې چلند کوي.
د هغه په وينا، يادو ادارو له تېرو درېيو مياشتو راهيسې د دوى معاشونه دومره کم کړي، چې ستونزې يې نه شي پرې هوارېدلاى.
ډاکټر زيارمل وايي، چې معاشونه يې د کارونو په بدل کې ډېر کم دي او له خپلو مسوولينو يې د معاشونو د زياتولو غوښتنه وکړه.
ده زياته کړه، له کومې ورځې راهيسې چې معاشونه کم شوي، د کار کوونکو په کارونو کې خنډ او ځنډ رامنځته شوى دى.
د زيارمل په خبره، مخکې به يې په مرکزي روغتون کې لسګونه عمليات ترسره کول، خو دغه شمېر اوس ډېر راټيټ شوى دى.
د دغه روغتون نور ډاکټران هم وايي، مرکزي اداره هغه کسان چې ډېر کار کوي ورته لږ امتياز ورکوي، خو هغه کسانو ته چې ټوله ورځ بېکاره په څوکيو کې ناست وي ، ډېر امتياز ورکوي.
د ياد روغتون لسګونو ډاکټرانو د اعتراض په توګه د ولايت مقام ته راغلي وو.
د ډاکټرانو د اعتصاب له امله لسګونه راغلي ناروغان له سختو ستونزو سره مخ شول.
د حاجي پيرمحمد اکا په نوم يوه تن پژواک ته وويل، چې له لرې سيمې يې روغتون ته خپل ناروغ راوړى، خو اوس يې ډاکټران نه معاينه کوي.
د اروزګان والي امان الله تيموري د مرکزي روغتون د ډاکترانو دا ستونزه مني، خو له ډاکټرانو يې وغوښتل چې خپلو دندو ته ولاړ شي.
هغه وويل، د يو څلور کسيز کمېسيون له لارې، چې له ډاکټرانو يې جوړوي، د دې ستونزې د هوارۍ هڅه کوي.
د عامې روغتيا رييس ډاکتر خان اغا مياخېل پژواک ته وويل، د دې ستونزې د هوارۍ لپاره راتلونکې ته د روغتيا له وزارت څخه يو پلاوى ترينکوټ ته راځي.
هغه زياته کړه، چې د AHDS موسسې يو شمېر کار کوونکو ته د کار په بدل کې پيسې ورکولې چې اوس يې درولې دي.










