خوست(پژواک٢٣کب٩٢):د خوست والي وايي، ډېر ژر به ددغه ولايت دمتون ګلزار اکه ،لکڼ او فارم باغ ٣ پلونه، چې دنړيوال بانک په مالي تمويل يې دجوړېدو چارې پيل شوي، ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د خوست والي عبدالجبارنعيمي دغه څرګندونې ديادو پلونو له کارونو څخه دليدنې او ارزونې پرمهال وکړې.
په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې د خوست د امنيه قوماندان سمونوال فيض الله غيرت،دولايتي شورا رييس سيدکريم خاکسار،دفوايدعامې رييس انجنير مامورشاه اويوشمېر قومي مشرانو ګډون کړى و.
د خوست د مقام له دفتر د کب په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې والي جبار نعيمي او ورسره مشرانو لومړى دلکڼ پل له کارونو څخه لېدنه وکړه.
عبدالجبارنعيمي وويل، چې دلکڼ پل١٤٠متره اوږدوالى او ٨متره عرض لري، چې دڅه دپاسه ٥٧ميليونه افغانيو په لګښت سره جوړيږي، چې په تکميل سره به يې دسيمې دګڼ شمېر خلکو ستونزې اوارې شي.
سرچينه وايي، دلکڼ دپل له کارونو تر ليدنې او ارزونې وروسته عبدالجبارنعيمي دفارم باغ دپل او دمتون ګلزاراکه دپل دجوړېدو له چارو ليدنه وکړه.
ديادو پلونو څخه دليدنو پرمهال دخوست ولايتي شورا رييس سيد کريم خاکسار هيله وښوده، چې ددغو پلونو په جوړېدو سره په ډېرو خلکو ته اسانتياوې برابرې شي.
په ورته مهال د خوست دفوايد عامې رييس انجنير مامورشاه وويل، چې ددغو پروژو چارې، د پاى ته رسېدو په درشل کې دي او ډېر ژر به ګټې اخستنې ته وسپارل شي.