منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۱ غ.م
۳°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

د پل علم ښار شنې ساحې او پلې لارې پلورل شوي

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۲۷ کتنې

پل علم (پژواک ٢٤ کب ٩٢): دولتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت د ښاروالۍ له خوا په پل علم ښار کې شنې سيمې او پلې لارې په ناقانونه توګه پلورل شوې دي.

د لوګر د چارواکو له خوا د دغه کار د پخلي تر څنګ، ترلاسه شوي اسناد هم ښيي، چې د ياد ولايت ښاروال احمدخان الفت دغه ځمکې پر خپل سر او په غيرقانوني توګه پلورلې کړې دي.

د لوګر مرستيال والي محمدهاشم فيضي په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ښاروال د ښاري ماسټر پلان په خلاف دغه شنې ساحې او پلې لارې، چې شاوخوا پنځه سوه متره کېږي، پرته له دې چې د ولايت مقام په جريان کې کړي، په سوداګريزو ساحو بدلې او بيا يې په تور بازار کې خرڅې کړې دي.

هغه د دې ساحې بيه ٣٥ ميليونه افغانۍ وښوده.

فيضي زياته کړه: ((کله چې له دغه کاره خبر شوم، لومړى مو په هغو سيمو کې د لوړ پوړو ودانيو د جوړېدو کار ودراوه او بيا مو په رسمي او کتبي ډول د ښارجوړونې وزارت په جريان کې کړ، خو ښاروال اوس هم هڅه کوي، چې د ښار جوړولو په وزارت کې دې ځمکې ته څه اسناد برابر کړي ځکه له خلکو يې پيسې اخيستې دي.))

د دې ځمکې په تړاو ترلاسه شوي سندونه ښيي، چې د لوګر ښاروال د ښار شنې سيمې او پلې لارې په خپلسري ډول پلورلې دي.زمين

پژواک خبري اژانس د دې ځمکې په تړاو د ښار جوړونې وزارت د هغه راپور مکتوب ترلاسه کړى، چې د څېړونکي پلاوي د څېړونو پايلې په کې اعلان شوې دي.

دغه راپور، چې د ١٥١٦/ ٣٧٠٥ ګڼې مکتوب پر اساس، چې په ١٣٩٢ /٧/١٦ نېټه نهايي شوى، په کې راغلي چې د ٢٣ متر په اوږدوالي؛ د ١٩ مترو پر پڼدوالي او درېيو مترو په ژوروالي يوه ساحه او د ٢٠ متره په اوږدوالي، ١٥ مترو په پنډوالي په بله ساحه کې ځمکې د ښاروالۍ په شنو ساحو کې په غير قانوني ډول منظور شوې دي.

د دغه راپور په پاى کې د څېړونکي پلاوي له ډلې د لوګر ولايت د ښاري پلان امر انجنير احمدخالد يوسفزي، د سروې او مطالعاتو رييس انجنير محمدياسين او د ښارجوړونې رييس انجنير احمدشاه همت لاسليکونه کړي دي.

په يو بل سند کې هم يادونه شوې، چې دغه کيندل شوې ساحه د ښاروالۍ شنه ساحه ده او په غير قانوني ډول وېشل شوې ده.

د ٤٧٢/ ٤٩٩ ګڼې مکتوب، چې د لوګر ولايت له لوري د ښار جوړونې وزارت د ښارجوړونې چارو رياست د ١٣٩٢/١٠/٢ نېټې د ٤٦٣٥/١٧٩٢ مکتوب په ځواب کې ليکل شوى، يادونه شوې ده: ((ياده ساحه، د شنو ساحو په تړاو د وزيرانو شورا د پرېکړې په خلاف د لوګر د ښاروالۍ په فرمايش د سلسله مراتبو له نهايي کولو پرته منظور شوې ده.))

په يو بل ترلاسه شوي سند کې، چې د ښارجوړونې وزير ډاکټر حسن عبدالهي په لاسليک د ٢٩|١١|٩٢ د ٥٤٢٨/٢٢٨٣ ګڼې مکتوب پر اساس لوګر ولايت ته لېږل شوى، په کې ليکل شوي: ((له ترلاسه شوو راپورونو سره سره دې بيا ځل لپاره په دې تړاو څېړنې وشي.))

د دې ګڼې مکتوب په ځواب کې د لوګر ولايت له لوري ټاکل شوي پلاوي په ځواب کې ليکلي: “له بيا څېړونو وروسته په ډاکه شوه، چې دا ځمکه شنه ساحه او پلې لاره ده.”

دغه ځوابي مکتوب په ١٩|١٢|٩٢ نېټه ياد وزارت ته استول شوى او د ديپلوم انجنير محمدجمال فيضي، ديپلوم انجنير محمدرقيب کاکړ او مهندس سيد عتيق الله سادات لاسليکونه په کې شته دي.

د شنو ساحو تر څنګ د يوه سوداګريز مارکېټ مالک نوراجان ګداخېل هم د لوګر ښاروال تورنوي، چې د ده او د دولتي مارکېټ شنه سيمه او پلې لاره يې په ناقانوني ډول خرڅه کړې ده.

نوموړي پژواک ته وويل: ((زه د دې ساحې پلاني نقشه لرم او په هغې کې ښکاره څرګندېږي، چې دغه ځمکه د شاوخوا مارکېټونو او د ښار د ښکلا په موخه شنه ساحه او پلې لارې ته پرېښودل شوې ده.))

د نوموړي په وينا، د ښاروالۍ د دغه غيرقانوني کار په اړه يې د ولايت مقام او د ښار جوړولو وزارت ته يې خپل شکايتونه کړي دي.

بلخوا د ښار جوړونې وزارت د ښاري پراختيا عمومي رييس انجنير احمدشاه همت پژواک ته ومنله، چې د لوګر ولايت له مقام څخه دوى ته د ښاروال د دې کړنې په اړه خبر ورکړل شوى دى.

همت زياته کړه: ((څه موده مخکې مو د دې موضوع د څېړنې لپاره لوګر ته يو درى کسيز پلاوى لېږلى و، کله چې هغوى سيمه له نږدې وليدله نو معلومه شوه، چې هلته په شنه ځمکه او پلې لارو کې د مارکېټ د جوړېدو په موخه کيندنې ترسره شوې دي.))

نوموړى وايي: ((هر هغه کار، چې د ولايتونو ښاروالۍ د دوى له مشورې او ښاري ماسټر پلان څخه پرته ترسره کوي، هغه غير قانوني او دوى ته د منلو نه دى.))

په يوه بل ترلاسه شوي سند کې، چې د لوګر د مرستيال والي محمدهاشم فيضي په لاسليک دى، د دغه ولايت د سکتوري او تخنيکي خدماتو د رياست له لوري د سيمه ييز ارګانونو ادارې ته استول شوى، ياده ځمکه شنه ساحه بلل شوې ده.

د ٣٠٤/٤٥٧ ګڼې په دغه مکتوب کې يادونه شوې، چې له اسنادو او څېړنو وروسته معلومه شوه، چې پلورل شوې ځمکه شنه ساحه ده، چې توزېع يې د ښارجوړونې وزارت د تفصيلي پلان خلاف کار دى.

په دغه مکتوب کې يادونه شوې، چې د يادې ځمکې پر اسنادو په پټه کار ‌شوى، چې د اصولو خلاف دى او د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره دې په دې برخه کې مرسته وکړي.

د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې وياند تواب غورځنګ وايي، ولايتي ادارې ورڅخه د دې مسئلې د څرنګوالي معلومولو په موخه د څېړونو غوښتنه کړې ده.

غورځنګ پژواک ته وويل: ((د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ښارجوړونې وزارت سره په ګډه له تېرې يوې اونۍ راهيسې په دې تړاو څېړنې پيل کړې او پايلې به يې ژر اعلان شي.))

د نوموړي په وينا، هېڅوک حق نه لري، چې د ښار شنې ساحې وپلوري او يا هغه سيمې په سوداګرېزو مارکېټونو بدلې کړي.

پژواک له تېرې يوې اونۍ راهيسې هڅه کوي، چې د دې موضوع په اړه د لوګر د ښاروال احمدخان الفت نظر واخلي خو نوموړي په يوه او بله پلمه په دې تړاو څه ويلو ته چمتو نه شو.

ښاروال د پژواک له زيات ټينګار سره ژمنه کړې وه، چې د کب په ٢٢مه به د پژواک مرکزي دفتر ته ورځي او په دې اړه به خپل نظر وايي، خو خپله دغه ژمنه يې پوره نه کړه.