منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۵ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په ميدان وردګو کې د بيارغونې يو شمېر پروژې بشپړېږي

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۲ کتنې

کابل (پژواک ٢٥ کب ٩٢): د ميدان وردګو ولايت چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د بيارغونې ځينې پروژې د بشپړېدو په حال کې دي.

دا څرګندونې د ياد ولايت د کليو او پراختيا رييس جان محمد حکمتجو د کب په ٢٥مه په هغې غونډه کې وکړې، چې د دغه ولايت د والي په مشرۍ رابلل شوې وه.

د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي په دې غونډه کې د والي عبدالمجيد خوګياڼي تر څنګ د دغه ولايت د سکټوري رياستونو يو شمېر استازو او چارواکو برخه لرله.

د ياد ولايت د کليو پراختيا رييس وويل، په تېرو دوو کلونو کې په دغه ولايت کې طبيعي پېښو ٤٢ پروژې ويجاړې کړې دي.

حکمتجو وايي: ((له دغو پروژو ٢٦ يې اوس بشپړې شوې او پر شپاړس نورو کار وران دى.))

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼي پژواک ته وويل، دا پروژې د تېرو کلونو په دوران کې د طبيعي پېښـو پر مهال ويجاړې شوې وې.

هغه وويل، په دغو پروژو کې کوچني پلونه، ويالې، استنادي دېوالونه ، کوچنۍ لارې او کوڅې شاملې دي.

بلخواپه دې غونډه کې د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوګياڼي له اړندو ادارو غوښتنه وکړه، چې خپلې چارې همغږې او چټکې کړي.

هغه غوښتنه وکړه، چې د پروژو په پلي کولو کې دې د پروژو کيفيت ته ډېر پاملرنه وشي.