منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۵ غ.و
۹°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

پاکستان له کندهار سره د سلو تحصيلي بورسونو مرسته کوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۵ کتنې

 کندهار (پژواک ٢٦ کب ٩٢): په کندهار کې مېشت پاکستاني کونسل دغه ولايت ته د ١٠٠ تحصيلي بورسونو د ورکولو ژمنه وکړه.

 دغه ژمنه په کندهار کې مېشت د پاکستان جنرال کونسل فرمان الله يوسفزي، د کندهار له والي ډاکټر توريالي ويسا سره په ليدنه کې وکړه.

 فرمان الله يوسفزي وويل، په نږدې راتلونکې کې به د دغه ولايت د ځوانانو لپاره سل تحصيلي بورسونه ځانګړي کړي، چې له مخې به يې په پاکستان کې هغوى ته په بېلابېلو څانګو کې د زده کړې امکانات برابر شي.

 هغه زياته کړه، د بورسونو واک به ولايتي ادارې ته ورکول کېږي او هغوى به وړ کسان ورته غوره کوي.

 نوموړي د دې ترڅنګ د بلوچستان ايالت له چمن ښار څخه کندهار پورې د اورګاډي د پټلۍ د غځولو يادونه هم وکړه، چې تر دې مهال يې لا هم عملي کار نه دى پيل شوى.

 دغه پروژه په ٢٠٠٦زېږديز کال کې ډيزاين شوې، چې اوسمهال له ځنډ سره مخ ده.

 يوسفزي وويل، هڅه به وکړي، د دغې پروژې عملي کارونه پيل شي، ترڅو خلکو ته د تګ راتګ او د دواړو لورو ترمنځ د سوداګرۍ د ودې لپاره لاره هواره شي.

 هغه دغه راز پاکستان د افغانستان د شمالي ولايتونو له لارې د برېښنا د مزيو غځېدل هم مهم پروژه ياده کړه او ويې ويل، چې له دې لارې به افغانستان ته هم يو پر درې برخه برېښنا ورکړل شي.

 د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا وويل، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ رښتينې دوستي د دواړو هېوادونو تر څنګ د ټولې سيمې د امنيت او ثبات لپاره مهمه ده.

 هغه زياته کړه، که د اورګاډي پټلۍ پر غځولو عملي کار پيل شي، نو د دواړو هېوادونو تر منځ به سوداګري ډېره وده وکړي.

 د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د بلوچستان ايالت له کويټې ښار څخه کندهار ته د بسونو پر تګ راتګ هم موافقه شوې وه، خو وروسته د ناڅرګندو دلايلو له مخې وځنډېده.

 دغه راز تېر کال د پاکستان هوايي شرکت (پي اى اې) هم له کويټې څخه کندهار او له کندهار څخه کويټې ته الوتنې پيل کړې، خو ترڅو الوتنو وروسته دغه لړۍ هم ودرول شوه.