کابل (پژواک ٢٦ کب ٩٢): د پروان چارواکي وايي، چې د دې ولايت په مرکز چاريکارو کې زياتو ورښتونو د يوه جومات دېوال چپه کړى، چې له امله يې دوو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د چاريکارو ښاروال خواجه روح الله صديق نن پژواک خبري اژانس ته وويل، دا پېښه نن ماښام په شاوخوا شپږو بجو رامنځ ته شوې، چې له امله يې يو درې کلن ماشوم وژل شوى او يو بل ١١ بيا ټپي شوى، چې اوسمهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دى.
له بلې خوا د جبل السراج د اشابه سيمې اوسېدونکي وايي، چې د زياتو ورښتونو له امله يې سړک ويجاړ شوى دى.
د دې سيمې يوه اوسيدونکي صفت الله پژواک اژانس ته وويل، چې د سړک د ويجاړتيا له امله د دې سيمې د سلګونو خلکو مواصلاتي لاره د جبل السراج ولسوالۍ له مرکز سره پرې شوې ده، چې له امله يې خلک له زياتو ستونزو سره مخ شوي دي.
ده زياته کړه، په سيمه کې يې درې کورونه هم ويجاړ شوي او شپږ څاروي له منځه تللي دي.
د يو بل خبر له مخې، د کاپيسا د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس انجنير احمد جاوېد ملکيار بيا وايي، چې د دې ولايت په مرکز د قاضيانو په سيمه کې د زياتو ورښتونو له امله ٢٥ کورونه ويجاړ شوي او خلک يې بې ځايه شوي دي.
هغه پژواک ته وويل، دغه راز په دې سيمه کې ٥٠٠ جريبه ځمکه تخريب شوې ده.