منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۵ غ.و
۹°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

ننګرهار کې سلګونو تنو د پوليسي زده کړو لپاره ازموينه ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۰ کتنې

جلال اباد (پژواک ٢٨ کب ٩٢): د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د زون په کچه د ملي پوليسو اکاډمۍ او د ترکيې د شپږ مياشتني کورس لپاره ازموينه واخيستل شوه.

ياده ازموينه، چې پنځه سوه شل ځوانانو په کې ګډون کړى و، له کابل څخه د راغلي پلاوي او د ملي پوليسو اکاډمۍ د استادانو له خوا يې څارنه کېده.

د ننګرهار والي مولوي عطاءالله لودين د دې ازموينې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يادو ځوانانو د راغونډېدو موخه د افغانستان په دننه او بهرني هېواد کې لوړې زده کړې ترسره کول دي.

هغه زياته کړه: ((د افغانستان خپلواکي، ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا په تاسو ځوانانو پورې اړه لري او تاسې په دغه نيت زده کړو ته راشئ، چې د خپلې خاورې له لوېشت لوېشت نه به دفاع کوئ.))

والي له زده کوونکو وغوښتل، چې خپل ملي او افغاني هويت ته احترام وکړي او افراط خوا ته له مخې کولو ډډه وکړي.

 ده زياته کړه: ((موږ ګورو چې يو شمېر خلک د اسلام په نامه د افراط خوا ته روان شوي دي.))

همدارنګه د ننګرهار ولايت امنيه قوماندان فضل احمد شېرزاد هم د زون په کچه له ځوانانو د ملي پوليسو اکاډمۍ او د ترکيې شپږ مياشتني کورس لپاره د ازموينې اخيستو خبر ورکړ.

هغه وويل: ((د ملي پوليسو اکاډمۍ ته بريالي ځوانان له څلورکلنې تحصيلي دورې وروسته د ليسانس په درجه او د دويم څارن په رتبه فارغېږي.))

ده زياته کړه، د ترکيې هېواد د کورس لپاره بريالي ځوانان به تر شپږ مياشتنۍ تحصيلي دورې وروسته د دويم ساتنمن په رتبه، د ملي پوليسو په ليکو کې د خدمت لپاره جذب شي.

د ازموينې يوه ګډونوال او د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکي امرالله پژواک اژانس ته وويل: ((د ملي پوليسو اکاډمۍ ته د ازموينې ورکولو لپاره راغلی يم، تر څو خپلو هېوادوالو ته خدمت وکړم.))