منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۲ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

فراه کې د سل بستريز روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۴۶ کتنې

فراه ښار(پژواک، ۳وری۹۳): په فراه ولايت کې د ۳۰۹ ميليون افغانيو په لګښت سل بستريز روغتون جوړيږي . 

د دې روغتون ډبره نن د عامې روغتيا وزيرې ثريا دليل د فراه په ښار کې کېښوده.

د فراه والي محمد عمر شېرزاد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه روغتون به  په ۵۰ جريبه ځمکه کې  په  درېيو کلونو کې جوړ شي.

ده وويل، چې د دې روغتون په جوړېدو سره به د فراه د خلکو روغتيايي ستونزې تر ډېره حل شي.

شېرزاد د فراه په اوسني ولايتي روغتون کې د متخصصو ډاکټرانو په تېره بيا ښځينه ډاکټرانو کمښت او په بکوا او ګلستان ولسواليو کې د کلينيکونو نه شتون لويه ستونزه وبلله.

د عامې روغتيا وزيرې ډاکټر ثريا دليل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سل بستريز روغتون د ودانۍ لګښت د دولت له بوديجې څخه ورکول کيږي.

هغې وويل ، چې اوسمهال د فراه ولايت په بالابلوک او خاکسفيد ولسواليو کې د يوه يوه معياري کلينيک د جوړېدو کار روان دی او هڅه کوي، چې  په بکوا او ګلستان ولسواليو کې هم کلينيکونه فعال کړي.

د فراه ولايت د عامي روغتيا مشر ډاکټر عبدالجبار شايق وايي، چې اوسنى ولايتي روغتون د ٤٥٠ زره تنه نفوس لپاره د خدمت جوګه دى، خو دا مهال فراه شاوخوا يو ميليون تنه نفوس لري.

خودى وايي،چې د سل بستريز روغتون په جوړېدو سره به ډېرې ستونزې حل شي.

 په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازې حميرا ايوبي وويل، چې ياد روغتون له کلونو راهيسې د فراه د خلکو يو له اساسي غوښتنو څخه وو.

دې د فراه له ولايتي چارواکو څخه وغوښتل ، چې د يادې پروژې د کار بهير په کلکه وڅاري، تر څو له تړون سره سم جوړ شی.