کابل (پژواک ٤ ورى ٩٣): د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې په نږدې راتلونکي کې به د چابهار بندر د رغولو په موخه د افغانستان، ايران او هندوستان تر منځ د همکاريو هوکړه ليک لاسليک شي.
د چابهار بندر، چې له نړيوالو اوبو سره نښتى، د ايران په سوېل خيتځ کې واقع دى او د افغانستان له نيمروز ولايت څخه ٧٠٠ کيلومتره واټن لري.
دغه بندر د کراچۍ بندر په پرتله افغانستان ته ١٠٠٠ کيلومتره نږدى دى او سوداګر د خپلو سوداګريزو مالونو ٨٠ سلنه له دې لارې وارد او صادروي.
نږدې يو کال وړاندې ايراني چارواکو ويلي وو، چې ايران به په چابهار بندر کې د پانګونې لپاره ٢٥٠ جريبه ځمکه افغان سوداګرو ته ورکړي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند شکېب مستغني د دوشنبې په خبري غونډه کې پر دې ټکي د ټينګار تر څنګ زياته کړه، چې د هېواد د بهرنيو چارو وزير ضراراحمد عثماني تېره اونۍ ترکمنستان ته د سفر په ترڅ کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ترانزيټي مسير پر جوړولو بحث او خبرې وکړې.
نوموړي زياته کړه، چې د دې پروژې له کار څخه د څارنې لپاره د افغانستان، ترکمنستان، اذربايجان او ګرجستان ترمنځ يو کمېسيون جوړ شوى، څو کار يې په کره او سم ډول پيل او د دغه کمېسيون تر څار لاندې فعاليت وکړي.
هغه زياته کړه، چې د دې پروژې کار به هم ډېر ژر پيل شي.
خو د بهرنيو چارو وزارت د دې پروژې د لګښتونو او دا چې د چا له خوا به ورکړل شي، څه ونه ويل.
مستغني خبريالانو او د سرداراحمد کورنۍ ته د تسليت په ويلو وويل: ((د افغانستان بهرنيو چارو وزارت مشرتابه د ترهګرو او د افغانستان د دښمنانو دغه وحشيانه عمل، چې څو ورځې وړاندې پېښ شو، پر سختو ټکو غندي.))
د پنجشنبې په ورځ (د کب ٢٩مه د ١٣٩٣ لمريز کال د راتلو پر لومړۍ شپه) ماښام مهال څلورو وسله وال بريدګرو د کابل ښار سرينا هوټل پر مېلمنو بريد وکړ، چې د فرانسې خبري اژانس خبريال سرداراحمد، د هغه مېرمن او درى اولادونه يې هم په کې شامل وو.
په دې پېښه کې له سرداراحمد او د هغه د کورنۍ له دريو غړو پرته، شپږ نور ملکيان او د سردار د زوى په ګډون څلور نور سخت ټپيان شول.
د کورنيو چارو وزارت وياند وويل: “طالبان هر وخت د بهرنيو استخباراتو له خوا کارول شوي او کارېږي، خپلو ترهګريزو او وحشيانه کارونو ته دوام ورکوي.”
سرچينې همدارنګه وويل، چې د سرينا هوټل په اړه جدي ارزونې او څېړنې روانې دي.
نوموړي زياته کړه، چې په کابل سرينا هوټل بريد يواځې د طالبانو کار نه دى، بلکې بهرنۍ استخباراتې کړۍ هم په دې پېښه کې لاس لري.










