کندهار (پژواک ٨ ورى ٩٣): ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکي کې د لومړي ځل لپاره په کندهار ولايت کې د الوتکو د ترميم يو لوى ورکشاپ پرانيستل شي، چې د هېواد په کچه به په کې د الوتکو د ترميم چارې تر سره کېږي.
دغه څرګندونې په هغې غونډه کې وشوې، چې د کندهار د والي ډاکټر توريالي ويسا، د کندهار د هوايي ډګر د امر احمدالله فيضي، د سکاى لينک کاناډا او افغان جيټ هوايي شرکت د مسوولينو ترمنځ په کندهار ولايت مقام کې جوړه شوې وه.
د افغانستان د هوايي چلند د خپلواکې ادارې مرستيال محمدشاه حبيبي په دغه ناسته کې وويل، چې په کندهار ولايت کې د الوتکو د ترميم د يوه لوى ورکشاپ د جوړولو پلان لري، چې د هر راز الوتکو د ترميم وړتيا به ولري.
هغه زياته کړه، د دغه ورکشاپ له جوړولو سره به نور دې ته اړتيا نه وي، چې الوتکې د ترميم په موخه بهرنيو هېوادونو ته ولېږدول شي.
نوموړي که څه هم د الوتکو د ترميم د ورکشاپ د پرانيستلو کره نېټه په ډاګه نه کړه، خو ويې ويل چې د دغه ورکشاپ جوړول ډېرې پانګونې او لګښت ته اړتيا لري او دا به د هېواد په کچه د هر راز الوتکو د ترميم لومړى مرکز وي.
په دغه ناسته کې د افغان جيټ هوايي شرکت مشر سيد سلمان سعادت وويل، چې اداره يې په کندهار ولايت کې د افغان جيټ په نوم نوى هوايي شرکت پرانيزي.
هغه زياته کړه، افغان جيټ هوايي شرکت به د روان ٢٠١٤زېږديز کال د اپرېل په ١٠مه رسماً خپل فعاليت پيل کړي.
د ده په خبره، دغه هوايي شرکت به په پيل کې له کندهار څخه کابل ته په اونۍ کې درې الوتنې کوي، چې وروسته به يې الوتنې له کندهار څخه هرات ولايت او د هندوستان نوي ډيلي ته هم وغځېږي.
سعادت خبر ورکړ، چې د دغه نوي شرکت له پرانيستلو سره به په دغه ولايت کې شاوخوا ٣٠٠ تنو ته کار هم وموندل شي.
د کندهار هوايي ډګر امر احمد الله فيضي وويل، ټاکل شوې ده فلاى دوبى هوايي شرکت هم له متحده عربي اماراتو څخه کندهار ولايت ته خپلې الوتنې پيل کړي.
نوموړي دغه راز خبر ورکړ، چې دوې مياشتې وروسته د ترکيې هېواد اړوند (ترکيش هوايي شرکت) هم له مرکز استانبول څخه کندهار ولايت ته الوتنې پيلوي، چې د دې ولايت د اوسېدونکو لپاره يو ښه پرمختګ او زېرى دى.
د کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د اړوندو ادارو له مسوولينو مننه وکړه، چې په دغه ولايت کې د هوايي چلند په برخه کې اسانتياوې برابروي.
هغه ډاډ ورکړ، چې ولايتي اداره به په هره برخه کې د اړوندو ادارو له مسوولينو سره پوره پوره همکاري کوي.
والي په کندهار ولايت کې د هېواد په کچه د الوتکو د لومړي ترميم ځاى پر جوړولو خوښي وښودله او دا يې د دې ولايت د اوسېدونکو لپاره لويه بريا وګڼله.
نوموړي په کندهار کې د افغان جيټ په نوم د نوي پرانيستل کېدونکي هوايي شرکت له مسوولينو وغوښتل، چې د دې ولايت اوسېدونکو ته دې د نورو شرکتونو په پرتله زياتې اسانتياوې رامنځته کړي.