ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د باميانو سمڅ مېشتي په ټاکنو کې د ګډون نيت لري

د باميانو سمڅ مېشتي په ټاکنو کې د ګډون نيت لري

author avatar
2 Apr 2014 - 18:35
د باميانو سمڅ مېشتي په ټاکنو کې د ګډون نيت لري
author avatar
2 Apr 2014 - 18:35

باميان (پژواک ١٣ ورى ٩٣): ” د دې لپاره رايه ورکوو، چې راتلونکى ولسمشر زموږ د ستونزو هواري ته پام وکړي او موږ له سمڅو وباسي او د اوسېدو مناسب ځاى راکړي.”

 دا د يوې زړې ښځې وينا ده، چې په باميانو ښار کې له خپل يوه زوى سره يو ځاى د ويجاړو شويو مجسمو تر څنګ، په يوه سمڅه کې سخت ژوند تېروي.

 دغې ٧٥ کلنې مېرمن (نيک بخت) چې پر پښو او لاسونو هم معيوبه ده، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ټاکنو کې به ګډون کوي او د خپلې خوښې وړ کانديد ته به رايه ورکړي.

 هغې زياته کړه: ” مېړه مې له شورويانو سره د جګړې پر مهال شهيد شوى او يو ځوان زوى مې هم طالبانو وواژه او زه له خپل يوه زوى سره له دې امله چې کوم کار نه لرو، له تېرو پنځلسو کلونو راهيسې په دغه ګاره کې ژوند کوو.”

 د دغو دوو مجسمو تر څنګ شاوخوا درې زره سمڅې شتون لري، چې له ډېرو کلونو راهيسې له باميانو او نورو ګاونډيو ولايتونو څخه راکډه شوې بې کوره کورنۍ په شاوخوا ٢٥٠ سمڅو کې ژوند کوي، چې له  ډېرو ستونزو او سختيو سره مخ دي.

 په دغه سمڅو کې، چې د بوديزم زمانې پر مهال (٢-٥ زېږديزې پېړۍ)جوړې شوې، د بودا پيروانو ژوند کاوه، خو اوس له ډېرو کلونو راهيسې د بې کوره کورنيو په پناه بدلې شوې دي.

 دوى له دې سره سره چې راتلونکى حکومت به د دوى ستونزو ته لاسرسى وکړي، په ټاکنو کې د ګډون ليواله دي او د رايې ورکولو مرکزونو ته د تلو هوډ لري.

 د دغو سمڅو يوه بله اوسېدونکې ٤٠ کلنه مرضيه وايي: ” موږ حتى اوبه هم نه لرو او د حيواناتو په شان ژوند لرو.”

 يادې مېرمنې زياته کړه، چې حکومت په تېره لسيزه کې د دوى ستونزو ته هيڅ پام نه دى کړى او دوى اوس له راتلونکي ولسمشره دا هيله لري، چې خداى به يې پر زړه د رحم اوبه تويې کړي او د دوى ستونزې به هوارې کړي.

 مرضيې زياته کړه، ډېره لېواله ده تر څو په راتلونکو ټاکنو کې ګډون وکړي او هغه چا ته به رايه ورکړي ، چې د هېواد امنيت ټينګ کړي او خلک له بې وزلۍ وساتي.

 نوموړې په دې، چې کوم کانديد ته به رايه ورکړي؟ وويل: ” تا ته نه وايم، چې چاته به خپله رايه ورکړم.”

  ددغه ځاى يوبله اوسېدونکې ٢٦ کلنه زهرا چې دې ته د مېړه له لوري د رايې د ورکړې اجازه نه ده ورکړل شوې، اندېښنه څرګندوي او وايي، هوډ لري ترڅو خپل مېړه دې ته وهڅوي، چې هغې ته د ټاکنو په ملي پروسه کې د ګډون کولو اجازه ورکړي.

 

هغې زياته کړه: ” سهار مې مېړه چې کله  د کار خوا ته روان و نو ماته يې وويل، چې په ټاکنو کې برخه وانخلم، ځکه کومه ګټه نه لري، خو زه د خپلې خوښې وړ کانديد ته د رايې د ورکړې لېواله يم او خپل مېړه به راضي کړم.”

 دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مهاله اشرف غني احمدزى، زلمى رسول، ډاکټر عبدالله عبدالله او ګل اغا شېرزي په دغه ولايت کې د لويو غونډو په رابللو سره د ياد ولايت اوسېدونکو ته خپل پروګرامونه تشرېح کړي او ژمنه يې کړې، چې د برياليتوب پر مهال به باميانو ته له اقتصادي او ټولنيز پلوه پرمختګ ورکړي.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.