ژبه

د سرپل ولايتي شورا تښتول شوى کانديد له ٨ نورو کسانو سره وژل شوى

(پژواک ١٣ ورى ٩٣): وسله والو طالبانو د سرپل د ولايتي شورا يو کانديد له نهو نورو ملګرو سره وژلى او امنيتي ځواکونو د مشرانو جرګې يو غړى د وسله والو مخالفينو له منګولو ژغورلى دى.

د حسين نظري په نوم د ولايتي شورا دغه کانديد له خپلو نهو ملګرو سره دوه ورځې  مخکې د جوزجان-سرپل پر لويه لار، له بوغاوي سيمې وسله والو طالبانو وتښتاوه.

د سرپل امنيه قوماندان نورحبيب ګلبهار د وري په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسله والو تېره شپه د ولايتي شورا ياد کانديد او د هغه ٨ ملګري وژلي دي.

د نوموړي په وينا، د څلورو وژل شوو کسانو مړي ترلاسه شوي او د کانديد په ګډون د څلور  نورو د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې سيمه کې دي.

د سرپل د ولايتي شورا يوه غړي  حيات الله عالمي پژواک اژانس ته وويل چې د وژل شوو کسانو جسدونه د بوغاوي په سيمه کې د سړک پر غاړه اچول شوي وو.

د هغه په وينا، څلور جسدونه او يو ټپي روغتون ته لېږدول شوي او د نورو د جسدونو د ترلاسه کولو هڅې روانې دي.

د وژل شوو کسانو د کورنيو لسګونه غړي او دوستان نن سهار وخته د سرپل د روغتون ته مخې ته راټول شوي وو او پر دولت نيوکه کوله، چې د وسله والو طالبانو د هغه قاضي پلار يې خوشى کړى چې  د تښتول شوو کسانو د وژلو پرېکړه يې کړې وه.

دوى له وسله والو مخالفينو د پاتې مړو د  ترلاسه کولو غوښتنه کوله.

خو د سرپل امنيه قوماندان وايي، چې ساحه نا امنه ده او که چېرې د ځمکې له لارې هڅې بريالۍ نه شي، نو مړي به د هوا له لارې را ولېږدوي.

بلخوا امنيتي ځواکونو د مشرانو جرګې غړې او د سرپل ولايتي شورا کانديده معصومه شاداب د وسله والو مخالفينو له منګولو ژغورلې ده.

د سرپل امنيه قوماندان وويل، چې مېرمن شاداب تېره ورځ د کمپاين لپاره له بلخاب ولسوالۍ څخه مرکز ته را روانه وه، چې وسله والو مخالفينو د سانچارک په دهمرده سيمه کې د هغې په کاروان بريد وکړ، څو نوموړې وتښتوې.

هغه زياته کړه، چې پوليس له وسله والو سره ښکېل شول او هغه يې وژغوره، چې د نښتې په اوږدو کې يو پوليس ووژل شو.

د سرچينې په وينا، امنيتي ځواکونو د مړي د لېږدولو لپاره ساحې ته ولاړل، خو وسله والو تر مړي لاندې چاودونکي توکي ځاى پر ځاى کړي و، چې د چاودنې له امله يې درى پوليس ټپيان شول.

امنيه قوماندان وويل، چې د مشرانو جرګې غړې معصومه شادات اوسمهال په بلخاب ولسوالۍ کې ده او خوندي ده.