ښرنه (پژواک ١٣ ورى ٩٣): له دولت سره يوه يوځاى شوي طالب قوماندان ويلي، چې د پاکستان له لوري د افغان ټاکنو د ګډوډولو لپاره ګومارل شوى و.
د اخترمحمد عمري په نوم دغه طالب قوماندان نن (د وري١٣مه) له خپلو اتو کسانو سره يو ځاى په پکتيکا ولايت کې د سولې له پروسې سره يو ځاى شول.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې دې يو ځاى شوې دې ډلې ته هرکلى وويل شو او ورسره راوړې وسلې يې هم امنيتي ادارو ته وسپارل شوې.
د دې ډلې مشر اخترمحمد عمري د يادې غونډې پر مهال په خپلو خبرو کې وويل، چې له وسله وال مخالفته يې لاس واخيست او د سولې له ملي پروسې سره يو ځای شول.
عمري وويل: ((د ګاونډي هېواد پاکستان د استخباراتو په لارښونه مو جګړه کوله او د افغان چارواکو په وژنه، ښوونځيو، روغتونونو په ورانولو راته پيسې راکول کېدې.))
د ياد ولايت د ملي امنيت رياست مسوولين وايي، چې دې ډلې له تېرو دوو کلنو راهيسې د پکتيکا ولايت په اومنې ولسوالۍ کې فعاليت کاوه.
په همدې حال کې د پکتيکا والي محب الله صميم په خبرو کې له وسله والو مخالفينو وغوښتل، چې د پرديو په لمسون راتلونکې ټاکنې زيانمنې نه کړي او پرېږدي څو هېوادوال په ارامۍ خپلې رايې وکاروي.
دا اته کسيزه وسله واله ډله په داسې حال کې د سولې له پروسې سره يو ځای کېږي، چې په هېواد کې ټاکنو ته يواځې ٣ ورځې پاتې دي.
ټاکل شوې د وري په ١٦مه په ټول هېواد کې ټاکنې ترسره شي.