ترينکوټ (پژواک ١٣ ورى ٩٣): د اروزګان د ټاکنو کمېسيون چارواکي وايي،چې په دغه ولايت کې به د نورو ولايتونو په پرتله په ټاکنو کې د مېرمنو ونډه کمه وي.
دا څرګندونې د ياد ولايت د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر عبدالحميد شريفي د وري په ١٣مه په دغه ولايت کې د جندر تر نامه لاندې يوې غونډه کې وکړې.
په غونډه کې د ولايتي چارواکو او مدني ټولنو د استازو تر څنګ زيات شمېر مېرمنو هم برخه لرله.
د اروزګان د ټاکنو کمېسيون مشر عبدالحميد شريفي وويل، چې په دغه ولايت کې په ټاکنو کې د مېرمنو ونډه د نورو ولايتونو په پرتله ډېره کمه ده.
هغه وايي: ((په نورو ولايتونو کې تر ٤٠ سلنه مېرمنو د ټاکنو کارتونه ترلاسه کړي ولې په اروزګان ولايت کې يوازې ۸ سلنه ښځو په ټاکنو کې د ګډون کارتونه اخيستي دي.))
نوموړي په دغه ولايت کې د هغو مېرمنو شمېر اعلان نه کړ، چې د رايې کارتونه يې ترلاسه کړي خو ويې ويل، چې په ټاکنو کې پر شرايطو برابرې ټولې مېرمنې د کارت اخيستو او په ټاکنو کې د ګډون حق لري.
د اروزګان مرستيال والي شېرپاچا ارګوني وويل،کورنۍ او علما بايد مېرمنې په ټاکنو کې ګډون ته وهڅوي.
ارګونى وايي، په ټاکنو د ښځو ونډه د نارينه په څېر اړينه بلل کېږي ځکه ښځې هم د ټولنې نيمايي برخه جوړوي .
د اروزګان د ارشاد حج او اوقافو رييس مولوي حمدالله د اسلام د مبين دين له اړخه په ټاکنو کې د ښځو ګډون يو روا کار وباله.
په ورته مهال د اروزګان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د جندر مديرې برېښنا وويل، چې ښځې هم کولاى شي د نارينه و په څېر په ټاکنو کې ونډه واخلي.
د اروزګان يوه اوسېدونکې پروين وايي، د رايې ورکولو کارت يې ترلاسه کړى او غواړې په ټاکنو کې برخه واخلي.
نوموړې وايي: ((تر پخوا مو اوس حقونو ته لږ لاسرسى شته، زموږ له حقونو يو هم د رايې ورکولو حق دى خو په دغه ولايت کې مېرمنې يو څه کلتوري محدويتونه لري.))
ټاکل شوې راتلونکې ټاکنې د وري په ١٦مه ترسره شي.