ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې به د ټاکنو په ورځ د رايو ورکولو ١١ مرکزونه تړلي وي

په کندهار کې به د ټاکنو په ورځ د رايو ورکولو ١١ مرکزونه تړلي وي

author avatar
2 Apr 2014 - 19:13
په کندهار کې به د ټاکنو په ورځ د رايو ورکولو ١١ مرکزونه تړلي وي
author avatar
2 Apr 2014 - 19:13

 کندهارښار(پژواک، ١٣کب٩٣): په کندهار کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسوولين وايي، په دغه ولايت کې به د ټاکنو په ورځ د رايو ورکولو له ٢٤٤ مرکزونو څخه ١١ مرکزونه تړلي وي.

 دغه څرګندونې د ولايت مقام په مطبوعاتي دفتر کې په جوړه شوې خبرې غونډه کې وشوې، چې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رييس انجنير عبدالهادي داوري، د کندهار د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي او د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان ډګروال تېمور شاه غوري پکې ګډون درلود.

 د کندهار د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر انجنير عبدالهادي داوري وويل، چې تړل شوي يوولس مرکزونه د کندهار په دريو ولسواليو کې دي.

 هغه زياته کړه، د کندهار په کچه ٢٤٤ مرکزونه پام کې نيول شوي ، چې دې ډلې به په خاکرېز، ميوند او ميانشين ولسواليو کې درې- درې مرکزونه او او په شاوليکوټ کې دوه مرکزونه تړلي وي.

 د نوموړي په وينا، د دغو مرکزونو تړل کېدو درې لاملونه لري، چې يو لامل يې ناامني، دويم د خلکو له لوري د کارټونو نه تر لاسه کول او درېيم له اړوندو سيمو څخه د خلکو کوچېدل پکې شامل دى.

 خو هغه وويل چې پاتې ٢٣٣ مرکزونه به د خلکو پر مخ پرانيستي وي.

 داوري د ټاکنو لپاره د بشپړ چمتووالي خبر ورکړ او ويې ويل چې تر دې مهاله د کندهار شپږو ولسواليو غورک، ښوراوک، رېګستان، نېش، ميانشين او معروف ولسواليو ته د هوا له لارې د اړتاي وړ ټول تخنيکي وسايل او توکي رسېدلي دي او پاتې نورو ولسواليو ته د ځمکې له لارې د توکو لېږل پيل شوي دي.

 هغه دا هم وويل چې ټاکنو ته د چمتووالي په لړ کې يې شاوخوا ١٠ زره ناظرينو ته کارتونه وېشلي، چې پکې د ولايتي شورا کانديدان، رسنۍ او د مدني ټولنو غړي شامل دي.

 د ده په خبره، په دې توګه به هر ټاکنيز مرکز کې ٣٥ ناطرين موجود وي.

 هغه د ټاکنو د شفافيت له موخه له رسينو هم د همکاې رغوښتنه وکړه او ويې ويل چې د ټاکنو په ورځ دې په دقيقه توګه څارنه وکړي، تر څو ټاکنې په شفافه توګه ترسره شي.

 د کندهار د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي وويل، دښمن هڅه کوي په خلکو کې وېره خپره کړي، خو امنيتي ځواکونو کلک امنيتي تدابير نيولي او خلک کولاى شي په ډاډه زړه د رايو ورکولو مرکزونو ته لاړ شي او د خپلې خوښ کانديدانو ته رايه ورکړي.

 په کندهار کې د ٢٠٥ اتل قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان ډګروال تېمورشاه غوري وويل، خپل ټول امکانات يې په کار اچولي، تر څو ټاکنې په ډاډمنه فضا کې تر سره شي.

 هغه زياته کړه د ټاکنو د امنيت په موخه د چمتو درې عمليات چې د کب مياشتې په ٢٠مه پيل شوي وو، د وري په ١٠مه پاى ته ورسېدل، چې په تر څ کې يې د وسله والو ګواښونه له منځه يووړل شول.

 په کندهار کې د تړل شوو مرکزونو په اړه هغه وويل، چې په دغو مرکزونو کې امنيتي مشکلات دومره نه وو، خو ستونزه دا وه چې ډېرو خلکو کارتونه نه وو اخيستي او  کېداى شوه په دغو مرکزونو کې د ټاکنو شفافيت تر سوال لاندې راغلى واى، نو ځکه دغه مرکزونه وتړل شول.

 نوموړي هم د امنيتي وضعيت په اړه ډاډ ورکړ او ويې ويل چې په ټولو هغو ساحو کې، چې د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو احتمال پکې ليدل کېږي، اړوند سرتېري موظف شوي او کلک امنيتي تدابير يې نيولي دي.

 د ټاکنو د خونديتوب په اړه نن د ولايت مقام په اوونیزه امنیتي غونډه کې د کندهار د والي او امنیتي مسوولینو تر منځ خبرې وشوې او په ګډه يې ډاډ څرګند کړ ، چې په دغه ولایت کې به د ولسمشریزو او ولایتي شورا ټاکنې په ښه توګه ترسره شي.

 د امنیتي ځواکونو مسوولینو او قوماندانانو وویل، چې د انتخاباتو د ورځې لپاره یې امنیتي پلانونه جوړ کړي او د وسله والو د هر راز ورانکارو فعالیتونو د مخنیوي لپاره یې امنیتي تدابیر لا هم زیات کړي او چا ته به اجازه ورنه کړي، چې د انتخاباتو پروسه ګډوډه کړي.

 هغوی خبر ورکړ ، چې د انتخاباتو په ورځ به هیڅ ډول بنديز نه وي، هر څوک کولای شي چې په ازاده توګه د خپلو رایو د استعمال په موخه راووځي.

 ټاکل شوې ده، چې   د وري په  ١٦مه په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې تر سره شي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.