کابل (پژواک ١٤ ورى ٩٣): د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان د افغانستان په ښوونځيو او کلينيکونو کې د رايو اچونې د مرکزونو پر جوړېدو نيوکه وکړه او ويې ويل، چې له دغه کار سره دا سيمې تر امنيتي ګواښ لاندې راځي.
ټاکل شوې د وري په ١٦مه د شنبې په ورځ په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې ترسره شي.
د رايې اچونې يو شمېر مرکزونه په ښوونځيو او کلينيکونو کې هم جوړ شوي دي.
د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان له خوا د وري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، سره له امنيتي ګواښونو هم په يادو سيمو کې د رايو اچولو مرکزونه جوړ شوي دي.
سرچينې زياته کړې، چې دغه کار به د ټاکنو پر مهال او له ټاکنو وروسته د زده کوونکو، ښوونکو ، ډاکټرانو، ناروغانو او نرسانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.
دغه سازمان ويلي، چې افغان حکومت بايد دغه خطر او ګواښ درک کړي، ځکه چې وسله والو طالبانو لا د مخه د ټاکنو پر مهال د بريدونو ګواښونه کړي دي.
د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان ويلي، چې د تېرو ولسمشريزو ټاکنو پر مهال په افغانستان کې ٢٤٩ ښوونځي تر بريد لاندې راغلل، دغه راز په تېرو پنځو کلونو کې پر ښوونځيو تر ١٠٠٠ زيات بريدونه شوي دي.
د سرچينې په وينا، وسله وال مخالفينو، حکومتي او نړيوالو ځواکونو له ښوونځيو د خپلو پوځي ګټو لپاره کار اخيستى دى.
دغه سازمان زياته کړې چې پر روغتيايي مرکزونو هم بريدونه زيات شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره اونۍ د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې پر هغه ښوونځي بريد شوى و، چې د رايو په مرکز کې په کې پلان شوى، خو له نېکه مرغه مرګ ژوبله يې نه لرله.
ياد سازمان له وسله والو طالبانو غوښتي چې پر ملکيانو او پر ملکي شتمنيو له بريدونو لاس واخلي، دغه راز حکومت ته يې هم ويلي چې پر ښوونځيو او کلينيکونو د بريدونو د مخنيوي لپاره جدي اقدامات وکړي.










