کابل (پژواک، ۱۵ وری ۹۳ ) : د ټاکنو شکایتونو د خپلواک کمیسیون د مخابراتو وزارت لخوا د موبایلونو د پیغامونو سروس بندولو سره درغلیو ته لاره برابرول دي.
د مخابراتو وزارت د اترا رییس شیرګل د وري په ۱۵مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دوی سر له نن څخه تر سبا شپې پورې د موبایلونو د پیغامونو لیږلو سروس بند کړی دی.
هغه ادعا وکړه، چې دغه کار یې د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون په غوښتنه کړی دی.
د مخابراتي خصوصي شبکو سرچینو هم پژواک ته ومنله چې د وزارت لخوا ورته د پیغامونو دسروس د بندولو حکم شوی دی.
د ټاکنود شکایتونو د خپلواک کمیسیون مشر ستار سعادت پژواک اژانس ته وویل چې دوی هیڅکله د مخابراتو وزارت ته نه دي ویلي چې د پیغامونو سروس دې بند کړي.
هغه زیاته کړه چې سبا مهمه ورځ ده، داړیکو ورځ ده، د ټاکنو کمیسیون، د شکایتونو کمیسیون ، درسنیو کمیسیون، نورې رسنۍ، مدني ټولنې ، د کاندیدانو استازي او ناظرین باید داړیکو وسیلو ته لاسرسی ولري او د پیغامونو سروس بندولو سره به دوی له سختو ستونزو سره مخ شي.
د سعادت په وینا، د پیغامونو سروس بندول امنیت ته کومه ګټه نه رسوي، بلکې درغلیو ته لاره برابروي.
نوموړي د مخابراتو له وزارت څخه نه چې ژر تر ژره دا سروس فعاله کړي .
د شکایتونو کمیسیون مشر وویل چې د مخابراتو وزارت دغه اقدام سره پر دوی هغه شک زیاتیږي چې غواړي د یوه کاندید په ګټه دغه کار کړی وی.
سعادت وایي، کله چې د موبایل د کمپنیو څخه د ولسمشرۍ د یوه کاندید ډاکټر عبدالله په ملاتړ پیغامونه ولیږل شول، نو دوی مخابراتو وزارت ته یو مکتوب ولیږلو، څو ددغه کار څیړنه وکړي.
د هغه په وینا، د مخابراتو وزارت ددوی له دغه کار څخه ناوړه ګټه پورته کړی دی او دغه مکتوب د پیغامونو بندولو سره کوم تړاو نه لري.