منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۱۹ غ.م
۳°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

“د هرات د سبزک د ډبرو سکرو کان د قرارداد شرايط نه عملي کېږي”

پژواک خبري اژانس
· ۷ دقیقې لوستل · ۱۸۵ کتنې

کابل (پژواک ١٧ ورى ٩٣): د هرات د ولايتي شورا او د ولسي جرګې ځيني غړي وايي، چې د دغه ولايت د سبزک ډبرو سکرو کان د ناقانونه او غيرفني استخراج له امله هر کال دولت ته ميليونونه افغانۍ زيان اوړي.

دغه چارواکي وايي، چې ياد کان د فردي سليقې له مخې خوشک شرکت ته په اجارې ورکړل شوى او خلک هم د دغه شرکت له لوري د ياد کان پر راسپړلو خوښ نه دي.

د دغه کان د اجارې قرارداد د ١٣٨٥ کال د تلې مياشتې په ٦ مه نېټه د هغه مهال د کانونو او پيټروليم وزير ابراهيم عادل په تصديق، د برادران خوشک شرکت د مشر حاجي ديدارعلي او د کانونو او پيټروليم وزارت د کانونو چارو د مشر عبدالعزيز اريب ترمنځ د لسو کلونو لپاره لاسليک شوى دى.

د دغه قرارداد له مخې، د برادران خوشک شرکت په دغه کان کې د بيارغونې، پراختيا او د ډبرو سکرو د را ايستلو دستګاه د لګولو په برخه کې په درې ميليونه ډالرو پانګونې مکلف دى او د دې ترڅنګ ياد شرکت بايد هر کال دولت ته د يوه ټن ډبرو سکرو د استخراج پر سر دولت ته ٥٠٠ افغانۍ حق الامتياز هم ورکړي.

خو په ولسي جرګې کې د هرات د خلکو استازې مسعوده کروخي د دغه کان د راسپړلو پر وضعيت د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، چې په دغه قرارداد کې شوي شرطونه تر دې مهاله نه دي پلي شوي.

د هغې په وينا، دغه شرکت د ترسره شوي قرارداد له مخې، د اړتيا وړ امکانات او اسانتياوې نه دي برابرې کړې او دغه راز د ياد شرکت له لوري د را ايستل شوو سکرو اندازه هم نه ده ځانګړې شوې.

 کروخي له پژواک خبري اژانس سره په خپلو خبرو کې زياته کړه: “زه د هغه پلاوي غړې وم، چې ټاکل شوې وه تېر کال د کانونو او پيټروليم وزارت له ټېم سره يو ځاى، کروخ ولسوالۍ ته د دغه کان د وضعيت څېړلو لپاره ولاړ شو، خو د هرات کانونو او پيټروليم مشر د شپې له خوا زما کور ته راغى او د امنيتي ګواښونو په خاطر يې دغه کان ته زما د تلو مخنيوى وکړ.”

هغه وويل: ((د خوشک برادران او کانونو وزارت ترمنځ شخړه شته، څو ځلې د کانونو او پيټروليم وزارت پلاوى او د پارلمان غړي د سبزک ډبرو سکرو د څېړلو لپاره هرات ته راغلل، خو د پارلمان غړي او خپله زه چې د ولايتي شورا غړې او د پلاوي په ترکيب کې وم، له ځان سره يې نه يو بيولي.))

طاهري خوشک شرکت تورن کړ، چې هره ورځ په قرارداد کې د يادې شوې اندازې ډېر استخراج کوي او د ده په خبره، د دې ترڅنګ د کان په ساحه کې د کانونو وزارت له تلې هم د شرکت په ګټه کار اخيستل کېږي.

د هرات ولايتي شورا يوه بل وکيل تورمحمد ظريفي هم وويل، چې د دې شورا استازي په بيا بيا د سبزک کان د استخراج د معياري کېدو او روڼتيا په موخه کابل ته تللي، خو دولتي چارواکو يې تر اوسه څرګندونو ته پاملرنه نه ده کړې.

هغه وويل: ((د دغه کان د ډبرو سکرو په استخراج کې اکثره بهرنيان کار کوي او ډېر کم ځايي خلک استخدام شوي دي. د دې ترڅنګ د استخراج په برخه کې ځينې اندېښنې شته او د خوشک برادران شرکت، د قرارداد له اندازې څخه زيات استخراج کوي.))

ظريفي هم خوشک شرکت په دغه کان کې د ډبرو سکرو د استخراج په برخه کې په نا روڼتيا تورن کړ او زياته يې کړه، چې د هرات خلک د ډبرو سکرو له کمښت سره مخ دي، خو دغه شرکت د ډبرو سکرو په برخه کې احتکار کوي.

د ده په خبره، احتمال لري، ښايي چې د شرکت له ساحې څخه د کانونو او پيټروليم وزارت پلاوي د ليدنې پر مهال وسله والو مخالفينو ته باج ورکړى او ساختګي نا امنۍ يې جوړې کړې وي.

د هرات ولايتي شورا دغه غړي ټينګار وکړ، ځيني وختونه په دې ساحه کې امنيتي وضعيت داسې کېږي، چې د خلکو له تمې پورته وي.

څه موده وړاندې ځينو رسنيو هم راپورونه ورکړي وو، چې برادران خوشک شرکت په ژمي کې وسله والو مخالفينو ته باج ورکوي، څو ساختګي نا امنۍ جوړې کړي او ساحې ته د کانونو وزارت د پلاوي د ورتګ مخه ونيسي، څو ونه شي کولى، چې په دغه کان کې د استخراج وضعيت وڅېړي.

خو د دغه شرکت د رييس زوى او د ولسي جرګې غړي محمدرضا خوشک وويل، چې هر کال له دغه کان څخه له ٥٠ زره ټنه ډېر د ډبرو سکاره استخراجوي او ورسره سم د دولت د امتياز حق هم ورکوي.

د ده په خبره، يوه تله د کان په ساحه او بله هم د هرات ښار ته نږدې په شيدايي ساحه کې لګول شوې دي، له دغو تلو په استفادې د را ايستل شوو سکرو د اندازې راپور د کانونو وزارت ته ورکول کېږي.

خوشک د ډبرو سکرو د احتکار خبره هم رد کړه او ويې ويل، چې د دغه کان د ډبرو سکاره د نرم والي او وړوکووالي له امله په کورونو کې نه شي کارېدلى او تر ډېره د خښتو پخونې په بټيو کې کارېږي.

د خوشک شرکت د رييس زوى د ساختګي ناامنيو رامنځته کولو خبره هم رد کړه او ويې ويل، چې د دغه کان ساحه ناامنه ده او خپله دى هم نه شي کولى، چې د امنيتي ننګونو له امله دې سيمې ته ولاړ شي.

نوموړي په ورته وخت کې د شپې له خوا د ياد کان ساحې ته د کانونو او پيټروليم وزارت د پلاوي د سفر خبره هم رد کړه.

محمدرضا خوشک ادعا وکړه، چې دغه شرکت په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د دغه کان زېرمې تثبيت کړې او د استخراج له يوه پروګرام سره سم يې پرې کار کړى دى.

د خوشک شرکت استازي وويل: ((د هرات په سبزک ولسوالۍ کې بهرني متخصصين او انجنيران په کار بوخت دي، خو ګارګران يې ټول ځايي اوسېدونکي او له ګاوڼديو ولايتونو څخه دي.))

يوه ځايي استوګن، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل، چې خوشک شرکت له خپل قرارداد سره سم له خلکو سره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې او هغه کلينيک لا هم نه دى جوړ شوى، چې له ځايي خلکو سره يې د جوړېدو ژمنه شوې وه.

هغه زياته کړه، د دغه کان له کارګرو ژمنه اخيستل کېږي، چې که چېرې د کار پر مهال د کان غورځېدو له امله ټپي يا ووژل شي، نو شرکت يې مسووليت نه اخلي.

 نوموړي د يوه کارګر د وژل کېدو په اړه د خپلو سترګو ليدلى حال داسې بيان کړ: ((تېر کال يوه ځايي استوګن په دغه کان کې کار کاوه، چې د استخراج پر مهال ووژل شو، خو شرکت يې له کورنۍ سره له لسو زرو ډېره مرسته ونه کړه.))

د عبدالرشيد په نوم يوه بل ځايي استوګن، چې د کروخ ولسوالۍ اړوند د سبزک د ډبرو سکرو د کان په ساحه کې کرنيزه ځمکه لري وايي، هغه اوبه چې ځايي اوسېدونکي يې کاروي، د کارګرو د بې احتياطۍ او ناسمې کارونې له امله چټلې شوې، خو چټلتيا يې اوس د امنيتي ځواکونو د مداخلې له امله کمه شوې ده.

پژواک هڅه وکړه، چې د دغه کان د استخراج د څرنګوالي په اړه د مطرح شوو تورونو په اړه د هرات د کانونو او پيټروليم ادارې له رييس سره مرکه وکړي، خو هغه په دې برخه کې مطرح شوې پوښتنې خپل ځان ته سپکاوى وباله او له ځواب ورکولو يې ډډه وکړه.

په ورته وخت کې د کانونو او پيټروليم وزارت وياند محمدرفېع رفيق صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې خوشک شرکت له قرارداد سره سم خپل ټول کاري راپورونه د دغه وزارت کادستر رياست ته سپارلي دي.

هغه زياته کړه، چې دغه وزارت د سبزک کان له اسخراج څخه په کره ډول څارنه کوي.

د کانونو او پيټروليم وزارت په ولسي جرګه کې د هرات د استازو او د دغه ولايت د ولايتي شورا له غړو وغوښتل، چې که د دغه کان د غير قانوني استخراج په اړه کوم سند لري، نو رسنيو او يا هم د کانونو وزارت ته يې دې وسپاري.

 صديقي همدارنګه په ژمي کې د خوشک برادران شرکت له خوا د ډبرو سکرو د احتکار خبره رد کړه او زياته کړه، چې اقتصادي منطق دا ډول کار نه ايجابوي.

 د کانونو وزارت له دغه کان څخه د ليدنې په ترڅ کې د ياد وزارت د پلاوي د لاسته راوړنو په اړه وويل، چې د کارګرو او ژوند چاپېريال رعايت خونديتوب ارزول شوى او پر دې سربېره شرکت مصنوعي ناامنۍ هم جوړې کړې دي.