کابل (پژواک ٢٥ ورى ٩٣): په خوست ولايت کې د ٦٠ ميليونو افغانيو په لګښت د يوه لوى ملي پارک د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه .
په همدې موخه نن په جوړو شويو مراسمو کې د خوست والي عبدالجبار نعيمي وويل، چې د دې ملي پارک جوړېدل د دې ولايت د بيارغونې په بهير کې يوه مهمه او اساسي پروژه ده.
ده زياته کړه، چې د دې پارک په جوړېدو سره به له يوې خوا د چاپېريال په ساتنه کې اساسي مرسته وشي او بل لور ته به د ولايت اوسېدونکو ته د تفرېح او لوبو کولو زمينه برابره شي.
د هغه په وينا، دغه ملي پارک د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت په مالي لګښت سره په ٤٨ جريبه ځمکه د څه دپاسه ٦٠ميليونو افغانيو جوړېږي، چې د ١٨ مياشتو په موده کې به يې د رغولو چارې د يوه کورني ساختماني شرکت له لوري بشپړې شي.
نعيمي وايي، ياد ملي پارک به جومات، د ماشومانو لپاره دوه د لوبو ځانګړي ځايونه، د ځوانانو لپاره پنځه د لوبو ميدانونه، د موټرو تمځاى، د اوبو زېرمه، پاخه سړکونه، د امنيت ساتنې خونې او ګڼ شمېر نور الحاقيه اړين ځايونه ولري او د يوه منظم پرمختللي پارک په بڼه به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د خوست د ولايتي شورا مشر سيد کريم خاکسار، د دې ملي پارک جوړېدل د ولايت د ټولو خلکو په ځانګړي ډول د ځوانانو لپاره ستره لاسته راوړنه وبلله.









