منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۲ غ.و
۹°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

د لوګر په کانکور کې بريالي زده کوونکي وستايل شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۴ کتنې

پل علم (پژواک ٢٧ ورى ٩٣): د لوګر چارواکو له خوا هغه سلګونه محصلين وستايل شول، چې د دغه ولايت په کچه يې د کانکور په ازموينه کې لوړې نومرې اخيستې دي.

د ستاينې په دغو مراسمو کې د لوګر والي نيازمحمد اميري، د ولايتي شورا رييس ډاکټر عبدالولي وکيل، يو شمېر چارواکو، زده کوونکو او د هغوى د کورنۍ غړو برخه اخيستې وه.

د پوهنې رييس انجنير محمداکبر ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سـږ کال له دغه ولايت څخه ۳۶۳۹ زده کوونکو د کانکور په ازموينه کې برخه اخيستې وه.

د هغه په وينا، له ډلې ۲۷۸۸ يې بريالي شوي، چې ۱۸۶۶ تنه لوړو زده کړو او ۱۱۸۲ نور نيمه لوړو زده کړوته بريالي شوي دي.

دى وايي، چې په دغو کسانو کې ٢٩٥ نجونې وې.

ستانکزي هغو محصلينو ته مبارکي وويله، چې په کانکور ازموينه کې يې لوړې نومرې ترلاسه کړې دي.

د لوګر والي نيازمحمد اميري د دغه ولايت په کچه د هغو زده کړيالانو يادونه وکړه، چې په خپلو هڅو يې لوړې نومرې اخيستې او لوړو پوهنځيو ته بريالي شوي دي.

هغه دغو زده کوونکو ته د مبارکۍ د ويلو ترڅنګ له هغوى غوښتنه وکړه، چې د دغه ولايت او خپل هېواد لپاره خدمتونه ترسره کړي.

د لوګر اوسېدونکى عبدالرحمن چې په کانکور کې يې ٣٣٠ نومرې اخيستې دي، پژواک اژانس ته وويل، د لوړو زده کړو په ترلاسه کولو سره غواړي د خپل ولس خدمت وکړي.

هغه له دولت څخه وغوښتل، چې دوى ته په بهرنيو هېوادونو کې د لوړو زده کړو زمينه برابره کړي.

مريم، چې په کانکور کې يې ٣٠٨ نومرې اخيستې او د دغه ولايت اوسېدونکې ده، بيا له حکومت څخه د بهرنيو بورسونو غوښتنه وکړه.

په پای کې د لوګر د والي، نورو ځايي چارواکو، مدني ټولنو د اتحاديې له خوا زده کړيالانو ته ستاينليکونه، سوغاتونه او تحفې ورکړل شوې.