پلخمرى (پژواک ٢٩ ورى ٩٣): د بغلان ولايت په دوو ولسواليو کې له درى زره ډېرې کورنۍ له ټولګټو پروژو برخمنې شوې.
د دغه ولايت د کليو پراختيا رياست د ملي پيوستون د پروګرام مدير عبدالحسيب سيد خيلي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغو پروژو کې د اوبو د دوو کانالونو پاککاري، پول او پلچک،استنادي دېوالونه او د برېښنايي اوبو دوه بندونه شامل دي.
نوموړى وايي، چې د پروژو کار د شپږو مياشتو په موده په جلګه او خوست ولسواليو کې بشپړې او ترې درى زره کورنۍ برخمنې شوې دي.
سيدخيلي زياته کړه، چې يادې پروژې د کليو پراختيا وزارت د څه باندې ١٢ ميليونه افغانيو په لګښت ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.
د جلګې د يرم کلي اوسېدونکي قاري حميد الله پژواک ته وويل: ((زموږ کانال چې له چينې نه اوبه پرې راتلې، ډک شوى و، اوس خوښ يو چې د ملي پيوستون له خوا پاک شو.))
نوموړى وايي، چې په سيمه کې دوه د اوبو کانالونه پاک شوي او ٣٠٠ کورنۍ له پاکو اوبو څخه برخمنې شوې.
قاري حميد زياتوي، چې په يادو پروژو کې د سيمې ٢٥٠ کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې وه.
د يادونې، چې له دې وړاندې ورته ټولګټې پروژې د بغلان ولايت په جلګې، خوست او فرنګ ولسواليو کې هم ګټې اخيستنې ته سپارل شوې وې.










