ژبه

کابل کې د ځمکو غصب او له امله يې اوښتې مرګ ژوبله

خواجه بصیر فطری

۳۰ وری ۱۳۹۳ - ۱۲:۰۸

Views: ۷۹

د ازادو رسنيو مشارکت موندنې ښيي، چې د کابل په بګراميو کې د ځمکې پر سر د خلکو تر منځ د شخړې له امله ١٩ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او په ياده سيمه کې څو سوه جريبه دولتي ځمکه تر غصب لاندې ده.

دغه موندنې څرګندوي، چې دا شخړه د کابل د بګراميو ولسوالۍ د کمري په سيمه کې د کادستري (٨٨٨) قطعې اړوند ځمکې باندې رامنځته شوې ده.

ځينې ځايي استوګن وايي، چې د کمري د يوه اوسېدونکي محمدحسين ورثې ددې ځمکې ٢٧٣ جريبه د کابل ښار په دوو اوسېدونکو(احمدشاه او حبيب صراف) پلورلې او وروسته بيا احمدشاه او حبيب دا ځمکه د کمري پر دوو نورو اوسېدونکو(مسيح الدين اواشرف الدين) باندې پلورلې ده.

د هغوى په وينا، کله چې دغو دوو وروڼو(د نجم الدين زامن مسيح الدين او اشرف الدين) د ځمکې پر خرڅلاو پيل وکړ، نو خلکو يې د مخنيوي اقدام وکړ، چې په پايله کې يې ٨ تنه ووژل شول او ١١ نور ټپيان شول.

ځينې ځايي استوګن، په دې قضيه کې اشرف الدين او د هغه د کورنۍ ځينې غړي د خلکو پر وژنه تورنوي، خو اشرف الدين وايي، چې ده او د کورنۍ غړو يې هېڅوک هم نه دي وژلي او ياده ٢٧٣ جريبه ځمکه د محمدحسين د ورثې ملکيت و او د ده ورور او وراره پېرلې ده.

د دې ځمکې پر سر شخړه او مرګ ژوبله  د ١٣٩٢ کال له چنګاښ تر تلې مياشتې  پورې رامنځته شوې ، خو تر اوسه هم دولت نه دى توانېدلى، چې دغه  قضيه وروستۍ کړي او ځمکه د غاصبينو له منګولو وژغوري.

دولتي ځمکه

اړوند ارګانونه او ځينې ځايي استوګن وايي، چې تر شخړې لاندې ځمکه دولتي ده، خو اشرف الدين ادعا کوي، چې ورور او وراره يې دا ځمکه پېرلې ده.

د افغانستان د سروې، کادستر او د اراضي خپلواکې ادارې د پژواک خبري اژانس د ١٣٩٢ کال د سلواغې مياشتې ٢٢ مې نېټې مکتوب په ځواب کې پژواک خبري اژانس ته ليکلي دي: “نقشې او د کمري قريې مالکانو ته په کتو سره (٨٨٨) قطعې ځمکه، چې (٧٦٩٨،٥٠) جريبه مساحت لري او د دولتي املاکو په نوم ده، له دې ډلې (٧٥٢) جريبه ځمکه د ميرافضل د زامنو ميراکبر او مسيح الدين تر دعوې لاندې ده ، چې د څلورو خواوو له لوري شمال ته د مموزيو د کلي له فرعي سړک، بتخاک او غره سره، سوېل او ختيح ته هم له غره سره، لوېديځ ته د ميراکبر- کرام الدين او شريکانو پر لار محدوده شوې ده.”

د دغه رياست چارواکي د يادې موضوع په اړه د جزئياتو ورکولو لپاره مرکې ته حاضر نه شول.

د ملي دفاع وزارت د ساختماني چارو رياست د پاليسۍ مدير ډګروال شاه ولي هم وايي ، چې د ٨٨٨ کادسترۍ قطعې ځمکه د دولت ملکيت دى او پخوا د دې وزارت تعليمي ميدان و.

هغه وايي، چې په تېرو ١٢ کلونو کې د دې ځمکې سلګونه جريبه  غصب شوې او ځينې کسان د دې ځمکې د ملکيت دعوه کوي.

د ده په وينا، دغه ستونزه بايد په اساسي ډول حل شي ، تر څو په دې سيمه کې د تاسيساتو د جوړېدو لپاره اقدام وشي.

حاجي محبت خان مسعود، چې نږدې درې کاله وړاندې د بګراميو ولسوالۍ د څارنوالۍ د رييس په توګه مقرر شوى، د دې پخلى کوي، چې په دې سيمه کې ٨٨٨ ټوټې ځمکه شته، چې د ١٣٤٩ کال د څېړنې پر بنسټ په دې سيمه کې يواځې شپږ تنه، چې هر يو “په بسوه او بسواسه” ځمکې لري او پاتې نوره د دولت ملکيت دى.

د ده په خبره، هغه قباله چې د احمدشاه او حبيب له خوا وړاندې شوې، څرګندوي، چې د يادې ځمکې ٢٧٣ جريبه د حسين په ورثه پورې اړوند ده، خو د ده په خبره، بايد ثابته شي، چې دا قباله جعلي نه ده او د حسين ورثه په دې ساحه کې ځمکه لري.

دى وايي، په دې ساحه کې د دولتي او شخصي ځمکې د تفکيک په اړه څېړنې روانې دي.

احسان الله چې د طالبانو د حکومت له پرځېدو وروسته يې د څه مودې لپاره د بګراميو د ولسوال په توګه دنده اجرا کړې، د يادې شوې ځمکې په اړه وايي: “بلندابه، تپه او دامنۀ للمي، شخصي ځمکې نه شي کېداى، دا ځمکه سلطاني  ده، خلک په کې کښت کولى شي، خو پلورلى يې نه شي، دا ځمکه دولتي ده.”

د کمري کلي  ٥٥ کلن سپين ږيرى، اسلام الدين وايي: “تر کومه چې زما اړونديږي، دا ځمکه دولتي ده… خو د تاريخ په اوږدو کې چې زما يادېږي، نو دا د خلکو څړځاى و او خلکو په کې للمي کرل.”

خو اشرف الدين، چې په وينا يې له تېرو اتو کلونو راهيسې ژوند کوي او ځينې وختونه افغانستان ته راځي، د سکايپ له لارې يې د ازادو رسنيو مشارکت ته وويل، چې د ده ورور مسيح الدين او وراره يې سميرالدين په کمري کې ٢٧٣ جريبه ځمکه په ١٣٩١ لمريز کال کې له حبيب او احمدشاه صراف څخه يو جريب د ٨٢٥ زره افغانيو په بدل کې اخيستې وه، چې قباله يې هم ورسره شته.مکالمه از طريق اسکايپ

له اشرف الدين څخه غوښتنه وشوه، چې د قبالې کاپي د ازادو رسنيو مشارکت ته ورکړي، خو نوموړي پر ژمنې سربېره دغه کار ونه کړ.

هغه وويل، چې حبيب او احمدشاه دا ٢٧٣ جريبه ځمکه د کمري د اوسېدونکي حسين له ورثې څخه څلور کاله وړاندې پېرلې وه.

د نوموړي په وينا، د کمري کلي خلکو غوښتل، چې دا ځمکه د کمو پيسو په بدل کې (جريب په ٤٠٠٠٠ افغانۍ) د حسين له ورثې څخه وپېري، خو حبيب او احمدشاه، جريب په ٢٥٠ زره افغانۍ وپېرله، خو وروسته بيا همدا ځمکه مسيح الدين او سميرالدين جريب په ٨٢٥٠٠٠ افغانۍ واخيسته.

د هغه د څرګندونو له مخې، کله چې د هغه ورور او وراره دا ځمکه د ښارګوټي جوړولو لپاره وپېرله، نو د کلي خلکو له دې امله چې د ځمکې پر اخيستو نه وو توانېدلي، تاوتريخوالي ته مخه کړه او په کې د ښارګوټي جوړولو مخنيوى يې وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د ښارجوړولو وزارت د ښارګوټې د نظارت مسوول ظاهر زماني وايي، چې کمري او شينې ته په نږدې سيمه کې د ” تيمورشاه ” په نوم يواځې يوه ښارګوټي ته جواز ورکړل شوى او که په دې سيمه کې نور ښارګوټي وي ، غيرقانوني دي.

د تيمورشاه ښارګوټى له يادې ٢٧٣ جريبه مځکې چې اشرف الدين وايي ورور او وراره يې پېرلې ، څو کيلومتره لرې موقعيت لري.

سميرالدين په دې قضيه کې د يوه تن له وژل کېدو وروسته بندي شو او مسيح الدين ورک دى، خو اشرف الدين وايي، چې د ٢٧٣ جريبه يادې  ځمکې يو ميليون او درې سوه زره امريکايي ډالر بيه وروسته له هغه پلورونکو ته ورکړل شوې، چې د سروې او کادستر  پلاوي ځمکه مشخصه کړه.

د ده په خبره، ټاکل شوې پاتې پيسې هم د ښارګوټي د نومرو له پلور وروسته حبيب او احمدشاه صراف ته ورکړل شي.

هغه ونه ويل، چې حبيب او احمدشاه چېرته دي، خو د کمري ځينې خلک وايي، چې هغوى فراري  دي.

د بګراميو پخواني ولسوال جاوېد دلاور، چې د دې شخړې پر مهال ولسوال و، د خلکو د غوښتنې پر بنسټ له دندې لرې شو، وايي چې د حسين ورثه د ٢٧٣ جريبه ځمکې شرعي قباله لري، خو دى نه پوهېږي، چې دا قباله اصلي ده او که جعل په کې شوى دى.

خو د کمري ولسوالۍ د شورا رييس عبدالوکيل وايي: “دا ځمکې دولتي دي، موږ او زموږ پلرونو له ١٣٠١ او ١٣٠٢ لمريز کال راهيسې د للمي د کښت له امله دولت ته ماليه ورکړې ده.”

نوموړى وايي، چې حبيب او احمدشاه د جعلي قبالې پر بنسټ دا ځمکې د حسين له ورثې (حسيب الله او حميدالله) څخه، چې اوسمهال په جرمني کې ژوند کوي، اخيستي او بيا يې په اشرف الدين او مسيح الدين پلورلې دي.

خونړۍ شخړه

د کمري د شورا مشر عبدالوکيل وايي، په دې قضيه کې ١٩ تنو وروسته له هغه مرګ ژوبله واوښته ، چې د سيمې ځينې خلکو د يادې ځمکې د خرڅلاو د مخنيوي هڅه وکړه.

عبدالوکيل وايي، چې خلکو د دې ځمکې د پلور له امله مخنيوى وکړ، چې له يوې خوا د دوى څړځاى و او له بلې خوا دولتي ځمکه وه او لازمه نه وه، چې څو تنه ترې کار واخلي، ځکه چې ټولو خلکو په کې حق درلود.

هغه وويل، چې د لومړي ځل لپاره د ١٣٩٢ لمريز کال د چنګاښ مياشت کې د کمري ورزشي لوبغالي کې د ځينو ځايي خلکو او د اشرف الدين او مسيح الدين اړوند کسانو تر منځ شخړه وشوه او وروسته بيا د کلي خلکو له صوفي زمري (هغه مهال د ولسوالۍ شورا رييس) څخه وغوښتل، چې د دوى له حقونو څخه د دفاع په خاطر دې ورسره همکاري وکړي.

د نوموړي په وينا، په لومړنۍ شخړه کې د اشرف الدين د کورنۍ د غړو له خوا په ډزو کې شپږ ځايي استوګن ووژل شول او وروسته بيا ځايي خلکو دوه موټر او د ښارګوټي لپاره د يادې کورنۍ له خوا جوړ شوى دفتر وسوځاوه.

هغه ادعا وکړه، چې وروسته د ١٣٩٢ لمريز کال د تلې په مياشت کې د اشرف الدين کورنۍ کسانو په يوه کمين کې د صوفي زمري پر موټر بريد وکړ، چې په پايله کې د صوفي زمري وراره محبوب الله ووژل شو او درې نور ځايي خلک ټپيان شول.

نوموړي وويل، چې له دې پېښې وروسته خلکو د اشرف الدين د يوه ساتونکي پر کور بريد وکړ، چې په دې پېښه کې يو بهرالدين نومى، چې په “برو” مشهور و او د اشرف الدين وراره و، ووژل شو او يو ځايي استوګن ټپي شو.

دى وايي، خلکو ځکه پر ياد کور بريد وکړ، چې هلته د اشرف الدين ورور او وراره پټ شوي وو.

ده زياته کړه، چې د ١٣٩٢ کال د تلې په  ٢٣مه  د بګراميو ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ ته څېرمه د سميرالدين او مسيح الدين په بريد کې صوفي زمرى او د هغه دوه نور کسان ووژل شول او د زمري يو بل تن ټپي شو.

دى وايي، چې په دې شخړه کې د کمريو په بېلابېلو سيمو کې درې نور ځايي اوسېدونکي (عبدالله عطايي، محمدعمر او غرزى) هم  د ناپېژانده وسله والو له خوا په بېلا بېلو  کمينونو کې ووژل شول.

نوموړي وويل، چې دغو وژنو هم په کمري کې له يادې قضيې  سره تړاو درلود.

هغه وويل، چې له دغو وژنو وروسته د کمري اوسېدونکو لاريون وکړ او د ولسوالۍ د چارواکو د لرې کولو غوښتنه يې وکړه، چې په پايله کې يې ولسوال ، امنيه قوماندان ، له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير، د امنيت مديد او څارنوال له دندې ګوښه شول.

خو هغه وويل، چې تر اوسه د دې ولسوالۍ په يادو شوو څوکيو کې د راغلو بدلونونو سربېره هم ستونزه نه ده حل شوې.

د کمري ځينو نورو اوسېدونکو هم د عبدالوکيل له خوا د مرګ ژوبلې د شمېرې په اړه د وړاندې شوو معلوماتو پخلى وکړ.

خو اشرف الدين د دغو خبرو په ردولو سره وايي، چې ده او د کورنۍ غړو يې هېڅوک هم نه دي وژلي، په کمري کې د صوفي زمري او ورسره ملګرو مرګ ژوبله يې د خپلو شخصي د ښمنيو له امله ده.

دى وايي: “صوفي زمرى د حزب اسلامي قوماندان و، پخوا يې د بګراميو ولسوالۍ د سهاک شېوکي کلي اوسېدونکى قوماندان “فيل” وژلى و، ټول خلک پرې خبر دي، چې دښمن لري.”

د اشرف الدين په خبره، د ده وراره سميرالدين ناحقه زنداني شوى؛ ځکه چې هېڅوک يې هم نه دي وژلي او کورنۍ يې هم له هېچا سره دښمني نه لري.

نوموړي له دولت څخه وغوښتل، چې د سميرالدين قضيه وڅېړي او که چېرې د سميرالدين د قاتل ثابتېدو په اړه شواهد وي، نو پر اشد مجازات دې محکوم کړي او که نه وي، نو ژر تر ژره دې خوشې کړي.

اشرف الدين، د کمري کلي ځينې اوسېدونکي په ځانګړي ډول صوفي زمرى او د شورا اوسنى رييس عبدالوکيل د ده پر کور پر بريد کولو تورن کړل او ويې ويل، چې د ده ٢٢ کلن وراره بهرالدين هم د دغو کسانو په بريد کې ووژل شو.

هغه همدارنګه وويل، چې د يادو کسانو په بريد کې د ده د استوګنې درې کورونه هم سوځول شوي او د ٥٢ نومرې شوو کورونو د انګړ دېوالونه، چې خلکو د ښارګوټي له دفتر څخه اخيستي وو، د ښار ګوټي له دوو موټرو سره يو ځاى ويجاړ شوي دي.

هغه ادعا کوي، چې بريدګرو د ښارګوټي له دفتره پنځه ميليونه او دوه زره نغدې افغانۍ هم لوټلې دي.

خو عبدالوکيل بيا د اشرف الدين ادعاوې ردوي.

زيانمن شوي

يو ځايي استوګن عبدالواحد، چې تېر کال د روژې مبارکې مياشتې په ٤ مه نېټه ټپي شوى، وايي: “په موټر کې د کور پر لور روان وم، کله چې کوڅې ته ورسېدم، کوزېدم چې د ځمکې مافيا له خوا راباندې بريد وشو، د صوفي زمري وراره محبوب الله ووژل شو، خو زه او دوه تنه نور ټپيان شوو.”

هغه وويل، چې دوى له خپل کلي دفاع ته راوتلي او اوس د دې اجازه نه ورکوي، چې د کمري کلي څړځايونه غصب شي.

د صوفي زمري ورور وحيدالله او د محبوب الله پلار وايي: “که چېرې پوهېداى، چې ورور او زوى مې( صوفى زمرى او وحيدالله ) له منځه ځي، نو ځمکې به مې پرېيښې وې، چې غصب شي.”

دى وايي، چې خلکو د دولتي ځمکو د ساتلو لپاره قرباني ورکړه او دولت بايد د غاصبينو پر وړاندې غلى پاتې نه شي.

وحيدالله له دولت نه غواړي، چې د دامنه کمري ځمکو برخليک مشخص کړي، ځکه چې پر همدغو ځمکو شخړه د ٨ تنو د وژنې او ١١ نورو د ټپي کېدو لامل شوې ده.

د ځمکو غصب

د کمري شورا رييس عبدالوکيل وايي، چې د تېرې يوې اونۍ په اوږدو کې د ٨٨٨ قطعې څو سوه جريبه ځمکه د مسيح الدين او اشرف الدين کورنيو د غړو او ځينو نورو ځايي اوسېدونکو له خوا غصب او پلورل شوې ده.

هغه وويل، چې په ډېرى غصب شوو ځمکو کې کورونه جوړ شوي او يا هم ترې احاطوي دېوالونه را تاو شوي  دي.

د کمري اوسېدونکى حيات الله، چې له سمير الدين څخه يې يوه نومره ځمکه اخيستي وايي، چې دا ځمکه يې د ٨٠٠ زره افغانيو په بدل کې اخيستې ده، د ښارګوټي دفتر ته يې سند هم ورکړى، خو د دولت د بې اعتنايۍ له امله ګڼ شمېر خلکو په کمري کې دولتي ځمکې غصب کړې دي.

نوموړي وويل، چې تر اوسه يې پېرلې ځمکه نه ده ترلاسه کړې او زياته يې کړه، چې د ځايي خلکو او مسيح الدين او اشرف الدين تر منځ له شخړې او جنجال وړاندې په ٢٧٣ جريبه ځمکه سربېره د ٨٨٨ قطعې لسګونه جريبه نوره ځمکه هم د خلکو له خوا پلورل شوې ده.

خو د بګراميو پخوانى ولسوال جاوېد دلاور وايي، په تېرو اتو کلونو کې د ٨٨٨ قطعې لسګونه جريبه ځمکه د ځايي استوګنو له خوا غصب او پلورل شوې ده.

همدارنګه اشرف الدين وايي، چې د کلي ځينې اوسېدونکي په ځانګړي ډول يوه ٢٥ کسيزه ډله، چې ګل محمد، الوزى او د کمري شورا اوسنى رييس يې په سر کې دي، په نږدې تېره يوه لسيزه کې د ٨٨٨ قطعې په لسګونه جريبه ځمکه غصب کړې، پلورلې او غوښتل يې، چې د حسين د ورثې ٢٧٣ جريبه نوره ځمکه هم غصب کړي.

نوموړي همدارنګه وويل: “همدې ډلې د حزب اسلامي له نامه څخه ګټه واخيسته، لسګونه جريبه ځمکه يې غصب کړه او د حزب اسلامي همدا ډله يې بدنامه کړه.”

هغه دعوه کوي،چې ټول دغه کسان وسلې لري او نه غواړي چې د ٨٨٨ قطعې اړوند ځمکه کې صنعتي پارک جوړ شي.

خو عبدالوکيل وايي، چى دى ، ګل محمد او الوزي ځمکې نه دي غصب کړي.

د نيم ميليارد ډالرو پانګونې د فرصت له لاسه ورکول

په افغانستان کې له پانګونې د ملاتړ اداره (ايسا)  وايي ، چې د ولسمشر د ١٣٨٥ کال د  فرمان له مخې، د ٨٨٨ قطعې ٣٠٠٠ جريبه ځمکه د کمري صنعتي پارک ته ورکول کېږي، خو دغه کار تر اوسه نه دى شوى.

د ايسا وياند روح حشرت احمدزى  وايي، چې د کمري په صنعتي پارک کې  پانګوالو ته د ځمکې د نه وېشلو له امله د ٥٠٠ ميليون  ډالرو پانګونې فرصت د له منځه تلو په حال کې دى.

هغه زياتوي: ” د ولسمشر د فرمان  اته کاله کيږي ، خو تر اوسه هم دغه پارک د ايسا ادارې په واک کې نه دى ورکړل شوى، په داسې حال کې چې موږ ژمنه کړې وه، چې د کال تر پايه به يې چمتو کوو.”

د هغه په وينا، دا په داسې حال کې ده چې ايسا څو ځلې له اړونده ارګانونو غوښتي، چې دغه ځمکه ايسا ته ورکړي.

د ده په خبره، که چېرې د کمري صنعتي پارک ځمکه زموږ په واک کې راکړل شوې واى، نو تر ٣٠ زره  کسانو پورې په مستقيم ډول او ١٥٠ زره نورو ته په غيرمستقيم ډول کار پيدا کېږي او دا اداره کولى شي، چې شاوخوا  ٥٠٠ ميليون ډالره  پانګونه را جذب کړي.

ايسا وايي، چې اړوندې  ادارې بايد په دې برخه کې هڅه وکړي، څو دغه پارک ډېر ژر پانګوالو ته وسپارل شي؛ ځکه چې د کابل په نورو سيمو کې د صنعتي پارک جوړېدو لپاره مناسبه ځمکه نه شته.

د يادې ادارې وياند د دې پوښتنې په ځواب کې، چې په کمري صنعتي پارک پورې اړوند ځمکه هم زورواکو غصب کړې که نه؟ وويل: “ستونزې شته، خو معلومه نه ده چې د دغه پارک ځمکه غصب شوې که څنګه.”

د افغانستان د ځمکې د خپلواکې ادارې د تصفيې رييس عبدالرحيم صمدي وايي چې، دغې ادارې په کمري کې شاوخوا ٧٠٠٠ جريبه دولتي ځمکه تثبيت کړې ده، خو هلته ځکه د صنعتي پارکونو لپاره ځمکه نه ده ځانګړې شوې، چې ددې ځمکې په ډېره برخه کې په خپل سر کورونه جوړ شوي او تر دعوا لاندې ده او يواځې ٢٠٠ جريبه ځمکه يې پاتې ده، چې د صنعتي پارکونو لپاره بسنه نه کوي.

هغه وويل چې د دې ادارې چارواکيو له ايسا سره په بېلابېلو ناستو کې  ژمنه کړې، چې د کمري پر ځاى د دې ولسوالۍ په ګوسفند دره سيمه کې صنعتي پارکونو ته ځمکه ورکوي.

دى وايي چې، د تبادلې او انتقال د امريت لخوا، په ګوسفند دره سيمه کې د صنعتي پارکونو لپاره د ځمکې د تثبيت کار دوام لري.

د هغه په وينا، تر څو چې عدلي او قضايي ارګانونه په کمري سيمه کې د ځمکې پر سر دعوه حل نه کړي، پانګوال نه چمتو کيږي چې تر دعوې لاندې ځمکه کې پانګونه وکړي او دا اداره هم نشي کولى د محکمې له حکم پرته په سيمه کې په خپل جوړ شوي کورونه تخريب کړي.

د چارواکو پړه

د ايسا وياند وايي، چې اړوند دولتي چارواکي د صنعتي پارک د ځمکو په نه وېش کې دې ادارې ته پړه دي او د کمري ځينې اوسېدونکي هم حکومت له دې امله ملامتوي، چې تر دعوې لاندې ځمکې يې نه دي تصفيه کړي او د ٨٨٨ قطعې ځمکو له غصب څخه يې مخنيوى نه دى کړى.

د کمري شورا رييس عبدالوکيل وايي، چې په بګراميو ولسوالۍ کې د چارواکو کمه پاملرنه د شخړې د زياتېدو او ايسا ته د ځمکې د نه ورکړې او په ياده ساحه کې د ځمکې د غصب لامل شوې ده.

نوموړى وايي، تر اوسه پورې دولت نه دى توانېدلى، چې په کمري کې د ځمکې شخړه حل کړي، ځکه چې په دې قضيه کې د بګراميو ولسوالۍ پخواني چارواکي ښکېل دي.

نوموړي د کوم مشخص تن نوم وانه خيست، خو زياتوي: “ صوفي زمرى د بګرامي ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ په سل مترۍ کې په رڼا ورځ ووژل شو.”

همدارنګه د کمري بل اوسېدونکى اسلام الدين وايي: “د دولتي چارواکو غفلت، د قانون نه پلي کول او په دې کلي کې د ځمکو نه استملاک په ياده ساحه کې د بدبختيو لامل ګرځېدلي دي.”

د کمري اوسېدونکى حيات الله هم حکومتي چارواکي په بې پروايۍ تورن کړل او ويې ويل، چې دولت بايد د دواړو لورو اسناد کتلي واى او د اسنادو او نافذه قوانينو پر بنسټ به يې تصميم نيولى و، دولتي ځمکې به يې احاطه کړې وې، چې له غصب څخه يې مخنيوى شوى واى .

يو بل ځايي اوسېدونکى غلام حيدر وايي، چې په کمري کې د ځمکې پر سر د شخړې زياتېدو کې د ولسوالۍ پخواني چارواکي ښکېل دي او د دوى بې تفاوتي د دې ستونزو د پراختيا لامل شوه.

دى وايي، چې د سيمې اوسېدونکي له دې ځمکې دفاع کوي او هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې غصب يې کړي.

د کمري دا اوسېدونکى له دولت څخه غواړي، چې د ځمکو په تصفيه کې اقدام وکړي او غصب شوې ځمکې د غاصبينو له منګولو وژغوري.

د حکومت کړنې

جاوېد دلاور، چې په کمري کې د دې شخړې د پېښېدو پر مهال يې د بګراميو د ولسوال په توګه دنده اجرا کوله وايي، چې د دې شخړې د حل لپاره يې هڅه کړې، خو دا چې ځايي خلکو نه غوښتل، چې  د ځمکې د پلور کټه په يوې کورنۍ پورې اړوند شي، نو د ارغنديوال په مشرۍ يې د حزب اسلامي په ملاتړ شخړه پراخه کړه.

خو د ارغنديوال په مشرۍ د حزب اسلامي وياند عبدالله کامه وال دا ادعا ردوي او وايي، چې صوفي زمرى پخوا د حزب اسلامي يو مجاهد و او د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوى دى.

هغه وايي: “حزب اسلامي په داسې حالت کې نه دى، چې له کومې ډلې ملاتړ وکړي، ځکه چې دغه حزب پوځي ځواک نه لري، يواځې په سياسي ډګر کې د افغانستان د خلکو په ګټه کار کوي.”

د جاوېد دلاور په خبره، د ځايي خلکو تر منځ دښمني او شخړه د دې لامل شوې، څو ايسا هم حاضر نه شي، چې د صنعتي پارک کار رسماً پيل کړي.

نوموړي د ايسا پر اداره نيوکه وکړه او ويې ويل: “کومې ځمکې چې د ايسا اړوند دي، تر اوسه نه دي غصب شوي، بايد چې ايسا ترې احاطوي دېوال را تاو کړى واى.”

دلاور وايي، چې په بګراميو ولسوالۍ کې د جنجال په پيل کې يې د کادستر رياست  او بګرامي ولسوالۍ د املاکو له مديريت څخه د معلوماتو غوښتنه کړې وه او دوى د حسين د ورثې د ٢٧٣ جريبه ځمکې د قبالې پخلى کړى و.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام وويل: “د ولسوال دنده څېړنه نه ده، خو موږ خپله څېړنه هم وکړه، خو دا چې په دې قضيه کې نور لاسونه ښکېل وو، نو د ځمکې پر سر شخړه اوج ته ورسېده.”

نوموړى، چې اوس اوس له دې دندې لرې شوى، وايي چې دا قضيه له اتو کلونو راهيسې دوام لري او د دې ځمکې اسناد د ولسوال په توګه  د ده له ماموريت وړاندې چمتو شوي وو.

خو د بګرامي ولسوالۍ د څارنوالۍ رييس محبت خان پرته له دې چې د چا نوم واخلي وايي، چې د بګراميو ولسوالۍ پخواني چارواکي په دې قضيه کې ښکېل دي او په دې اړه څېړنې دوام لري.

د ده په خبره: “د ځمکې دغصب پر سر د ځنځيري وژنو رامنځته شوې قضيه” د ١٣٩٢ کال د ٨مۍ مياستې په ٥مه د ولسوالۍ لومړنۍ محکمې ته محول شوه، خو محکمې نور معلومات وغوښتل او څارنوالۍ دا دوسيه د دويم ځل لپاره په ٢٨/١٠/١٣٩٢ نېټه له نورو معلوماتو سره محکمې ته استولې ده.

خو د يادې محکمې رياست وايي، چې قضيه تر کار لاندې ده او اوسمهال يې په اړه نظر نه شي څرګندولى.

په ورته وخت کې د کابل امنيه قوماندان جنرال محمدظاهر ظاهر وايي، چې د کمري کلي خلکو د غوښتنې او د دې ساحې د امنيتي پېښو له امله يې ټول پخواني امنيتي چارواکي له دندو ګوښه کړي او څېړنې ترې روانې دي.

نوموړي د جزئياتو له ورکړې پرته وويل، چې دا قضيه بېلابېل اړخونه لري، له حکومتي چارواکو او مشخصو افرادو څخه رسماً شکايت شوى دى.

د کمري کلي اوسېدونکى سمونوال حاجي جرنيل، چې په دې وروستيو کې د بګراميو ولسوالۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې د مخکښ په توګه ټاکل شوى، وايي چې اوسمهال په سيمه کې د نورو ځمکو د غصب مخه نيول شوې، خو دا قضيه زياتو څېړنو ته اړتيا لري، ځکه چې يواځې د ځمکو د غصب قضيه نه ده او ګڼ شمېر وژنې هم په کې شوې دي.

د ده په وينا، چې د دې قضيې په تړاو د اشرف الدين وراره او د سيمې يو بل اوسېدونکى حاجي فيروز نيول شوي او څو تنه نور تورن کسان تښتېدلي خو پوليس يې د نيولو هڅې کوي.

هغه وويل، چې پخوا وسله والو کسانو په دې ساحه کې تګ راتګ کاوه، خو اوس د دې معضلې د مخنيوي لپاره اړين تدابير نيول شوي او له ښکېلو خواوو غوښتل شوي، چې د څېړنو تر وروستيو دې هېڅ ډول اقدام نه کوي.

د ځمکو د غصب ستونزه په بېلابېلو ولايتونو کې شتون لري.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو پر بنسټ، يوه ګومارل شوي کمېسيون موندلې، چې نږدې دوه ميليونه جريبه دولتي ځمکه د کابينې د يو شمېر پخوانيو غړو، زورواکو، جهادي قوماندانانو، د ملي شورا غړو، قومي مشرانو، مخورو، نا قانونه وسله والو ، دولتي ارګانونو او يو شمېر نورو کسانو له خوا غصب شوې ده.

د ځمکې غاصبانو پر نيول شوو ځمکو د استوګنې کورونه، ښارګوټي، د تېلو ټانکونه، مارکېټونه جوړ کړي او د کرنې لپاره ترې استفاده کوي.

د ازادو رسنيو مشارکت له پژواک خبري اژانس، کليد ګروپ، هشت صبح ورځپاڼې او سبا نشراتي موسسې څخه جوړ شوى، چې له اداري فساد او بشري حقونو د سرغړونې په برخو کې راپورونه چمتو کوي او خپروي.