خوست-ميدانښار (پژواک ٣ غويى ٩٣): په خوست کې د صنعتي پارک جوړولو چارې پيل شوې، بلخوا په ميدانښار کې له پانګوالو د پانګې اچونې غوښتنه وشوه.
په خوست کې د صنعتي پارک جوړولو لومړني کارونه د دغه ولايت په لوېديځ، د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ د للمۍ په سيمه کې د چارواکو له لوري د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل شول.
د خوست والي عبدالجبار نعيمي د دغه صنعتي پارک د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پارک ته شاوخوا څلور سوه جريبه ځمکه ځانګړې شوې او اوس يې پر دوه نيم سوه جريبه ځمکه کارونه پيل شول.
نوموړي وويل، چې د خوست د صنعتي پارک نقشه او پلان درى کال مخکې جوړ شوي وو، خو د ځينو ستونزو له امله يې کارونه تر نن پورې ځنډېدلي وو.
نوموړي زياته کړه، چې د ياد پارک تر ټولو لومړی کار، چې نن پيل شو، د احاطې دېوال دی، چې څه باندې ۱۳ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي او په راتلونکو څو مياشتو کې به يې کارونه بشپړ شي.
والي نعيمي وايي، چې د خوست له ډېر شمېر سوداګرو سره يې خبرې کړې او دېته چمتو دي، چې په دغه صنعتي پارک کې په مختلفو برخو کې پانګونه وکړي او فابريکې جوړې کړي.
نوموړي پر دې ټينګار وکړ، چې په دغه ولايت کې د پانګونې لپاره زمينه ښه برابره ده او له سوداګرو بيا هم غوښتنه کوي، چې د اقتصادي پياوړتيا لپاره پانګونه وکړي، تر څو پر خپلو توليداتو بسيا شي.
نوموړي خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د توقع خلاف په ۲۰۱۴ ميلادي کال کې به د بيارغونې د زيات شمېر پروژو د پلې کولو شاهدان و اوسي او هغه اندېښنې به يې رفع شي، چې د ۲۰۱۴ کال کې يې د حالاتو په اړه لرلې.
په خوست کې د ايسا يا د پانګونې د ملاتړ ادارې مشر محمدعيسی اهنګر پژواک اژانس ته وويل، چې صنعتي پارکونه د اقتصادي پرمختګ لوی لامل او مناسب فرصت بلل کېږي.
اهنګر دغه راز وويل، چې په خوست کې د پانګونې لپاره زمينه ښه برابره ده او له هغو افغانانو، چې په بهرنيو هېوادونو کې يې پانګونې کړې، غوښتنه کوي چې په خپل هېواد کې پانګونې وکړي.
اهنګر زياته کړه، څو چې د دوی وس رسېږي، تر هغو به له پانګوالو سره د پانګونې په برخه کې مرسته وکړي او د لا نورې زمينې په برابرول کې به جدي اقدامات وکړي.
خو د خوست ښار د سوداګرو او دوکاندارانو د صنفي اتحاديې مشر کرامت خان خپلواک پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت کې د پانګونې د نه کولو تر ټولو غټ لامل د برېښنا نشتوالی دی.
نوموړي وويل، چې که دوی توليدي او يا وارداتي برېښنا ونه لري، نو فکر کوي، چې هېڅ سوداګر به پانګونې ته زړه ښه نه کړي او له چارواکو غواړي، چې دې برخې ته هم توجه زياته کړي.
خو د خوست والي عبدالجبارنعيمي بيا وايي، چې له کابل څخه يې د لوګر او پکتيا له لارې د وارداتي برېښنا د مزو غځولو په اړه هڅې پيل کړې او وايي چې دېر ژر به يوې پايلې ته ورسېږي.
اقتصادي پوهان په دې اند دي، چې که ياد صنعتي پارک جوړ او پانګونه په کې وشي، نو د نورو ګټو ترڅنګ به د بې کاره ځوانانو لپاره د کار ښه زمينه برابره شي.
بلخوا د ميدان وردګو والي د دغه ولايت له ملي سوداګر غوښتنه وکړه، چې په صنعتي پارک کې پانګونه وکړي.
د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوږياڼي نن (د غويي ٣مه) د دغه ولايت له سوداګرو د يوې غونډې په ترڅ کې وغوښتل، چې سوداګر دې له ايسا ادارې سره ژر تر ژره په اړيکه کې شي او د دغه ولايت په صنعتي پارک کې دې پانګه اچونه پيل کړي .
ده وويل: ((حکومت د صنعتي پارک لپاره په وړيا ډول ځمکه ورکړه، د برېښنا چارې يې ورته وروستيو مرحلو ته رسولې، د سړکونو او کاناليزاسيون چارې به يې هغه مهال ترسره کېږي، کله چې د ايسا اداره ډاډمنه شي، چې سوداګر په دغه پارک کې پانګې اچونې ته لېواله دي.))
په همدې حال کې سوداګرو ژمنه وکړه، چې ټول مراحل به د ايسا ادارې د قوانينو په رڼا کې ډېر ژر پر مخ يوسي او د دغه کارونو د پرمخ بيولو په موخه يې يوه شل کسيزه کمېټه هم جوړه کړه .
ملي سوداګر او د جوړې شوې کمېټې مشر حاجي اختر محمد طاهري وايي، يو شمېر سوداګرو په ميدان وردګو ولايت کې په صنعتي پارک کې د پانګې اچونې په موخه د بېلابېلو فابريکو ماشين الات هم له بهر څخه راوړي او د مراحلو په بشپړېدو سره به سمدلاسه په دغه ولايت کې بېلابېلې فابريکې په فعاليت شروع وکړي.
د يادونې ده، چې په ميدان وردګو ولايت کې درې مياشتې وړاندې د صنعتي پارک د بنسټ ډبره کېښودل شوه.










