کابل (پژواک، ٣ غويى ٩٣): د کابل پوهنتون د ارواپوهنې پوهنځي په اډانه کې د لومړي ځل لپاره د ټولنيزو خدماتو يو ديپارتمنت پرانيستل شو او په پام کې ده، دا ديپارتمنت ډېر ژر په پوهنځي بدل شي.
د لوړو زده کړو وزير عبيدالله عبيد د دې څانګې له تشکيل څخه د هرکلي ترڅنګ زياته کړه، چې دې ډول ديپارتمنت ته زياته اړتيا احساسېده، چې د کابل پوهنتون په چوکاټ کې نه و او نن دا ستونزه هواره شوه.
هغه هيله څرګنده کړه، چې دا ديپارتمنت به ډېر ژر په يوه پوهنځي بدل شي او د ليسانس او ماسټرۍ په کچه به ټولنې ته علمي کدرونه وړاندې کړي.
عبيد زياته کړه، چې ١٢ کاله وړاندې په کابل پوهنتون کې ٨ پوهنځي و، خو دا دى اوس دا پوهنځي ٣٨ ته لوړ شوي او ترڅنګ يې نږدې ٨٢ خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې هم په هېواد کې جوړې شوې دي، چې د پام وړ پرمختګ يې رامنځته کړى دى.
د کار او ټولنيزو چارو وزيرې امنې افضلي د ټولنيزو خدمتونو په برخه کې د دې ديپارتمنت رامنځته کېدل يو اغېزمن ګام وباله او ويې ويل: ((زموږ په جګړه ځپلي هېواد کې خلک په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان زيان ويني، له خطرونو سره مخ وي او نه شي کولى، چې د پېښو پر وړاندې له ځانه مقاومت وکړي او ځان له خطرونو وژغوري.))
په کابل کې د يونيسف دفتر رييس ډاکټر اکيل لير (AKHIL IYER) په داسې حال کې، چې د دې څانګې پرانېسته يې يوه ستره لاسته راوړنه وګڼله، ويې ويل، چې ادارې يې د دې ديپارتمنت د رامنځته کولو په طرحه له ٢٠٠٦ کال راهيسې پيل کړ، څو له کومې لارې کولى شي له ماشومانو او ميندو ته د اړتيا پر مهال مرسته وکړي.
هغه زياته کړه، چې په ٢٠١١ کال د لوړو زده کړو، کار او ټولنيزو چارو وزارتونو او د نيويارک د (هترکاليم) پوهنتون ترمنځ کار پيل شو، چې له ارزښتونو سره سم يې دا دى د يوه ډيپارټمنټ تر نامه لاندې خپل کار پيل کړ.









