منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۷ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

تخار کې د شخصي کلينيکونو ډېرېدو سره روغتيايي خدمتونه پراخ شوي

پژواک خبري اژانس
· ۳ دقیقې لوستل · ۵۶ کتنې

تالقان (پژواک ١١غويى ٩٣): د تخار د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، چې په تېرو څه باندې لسو کلونو کې د دغه ولايت د نورو دولتي روغتيايي مرکزونو تر څنګ ۱۶ شخصي کلينيکونه هم جوړ شوي، چې له امله يې روغتيايي خدمات پراخ شوي دي.

د دغه ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر حفيظ الله ساپی وايي، چې په دغه ولايت کې د شخصي کلينيکونو په ډېرېدو سره روغتيايي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي کچه لوړه شوې ده.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې که څه هم دغه مرکزونه د کيفيت له پلوه له دولتي کلينيکونو څخه يو څه ټيت دي؛ خو د کال په تېرېدو سره يې وړتيا لوړېږي.

ده زياته کړه: ((د تېرو لسوکلونو په پرتله د ودانۍ، پرسونل او پوهې له پلوه يې کيفيت لوړ شوی، په هرو څلورو مياشتو کې ارزول کېږي.))

 د ساپي په خبره، دا د دولت لپاره ښه لاسته راوړنه ده، ځکه چې ورځ تر بلې د وګړو شمېر ډېريږي، دولت نه شي کولی چې ټولو وګړو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي؛ نو له همدې کبله دغه شخصي کلينيکونه هم اغېزمن تمامېداى شي.

پر همدې مهال بيا د تخار يو شمېر اوسېدونکي که څه هم د شخصي کلينيکونو شتون يوه اسانتيا ګڼي، خو بلخوا ترې سر ټکوي چې بې کيفيته درمل وارېدوي او په ګرانه بيه يې پلوري.

د تالقانو د اهندرې سيمې اوسېدونکی حاجي عزيز الله، چې خپله نږور يې د ماشوم د زېږون لپاره يوه شخصي کلينيک ته راوستې، وايي چې په ولايتي روغتون کې ډېره ګڼه ګوڼه وي، د ناروغ سمه پالنه نه کېږي.

هغه وايي، غوره بولي چې په ډېر لګښت سره په شخصي کلينيک کې يې د ناروغ سمه پالنه وشي.

نوموړى زياتوي: ((په دولتي روغتون کې ګڼه ګوڼه ډېره وي، د ناروغ سمه پالنه نه کېږي، شخصي کلينيکونه پيسې ډېرې اخلي، خو پالنه يې کېږي.))

د تالقانو اوسېدونکې شبنم وايي، چې ناروغ زوی يې ځکه شخصي کلينيک ته راوستی چې ژر يې درملنه وشي. خو هغه هم د تخار د نورو اوسېدونکو په څېر له ډېرو لګښتونو څخه سر ټکوي.

نوموړې وايي، هر شخصي کلينيک ځان ته درملتون لري، چې درمل يې بې کيفيته دي او ناروغانو ته يې په ګرانه بيه ورکوي او که ناروغ هماغه درمل له بل درملتون څخه راوړي، ډاکټر يې نه مني.

هغې زياته کړه: ((شخصي روغتون ځکه ښه دی، چې که هروخت وغواړې په لږ وخت کې دې معاينات بشپړوي. که څه هم ډېرې پيسې اخلي، خو بيا هم ښه دي، که موږ يو ناروغ ولايتي روغتون ته بوځو شايد ورته سمه پاملرنه ونه شي، د زوی د لاسه يې راته ډېر ژر عکس واخيست.))

خو د تخار د عامې روغتيا رييس وايي، چې که څه هم دوی د شخصي کلينيکونو په چارو کې تر ډېره برېده مداخله نه شي کولی؛ خو په وينا يې چې که د سرغړونو په اړه يې اسناد لاسته راوړل، نو قانوني چلند به ورسره وکړي.

نوموړی وايي، د عامې روغتيا وزارت اړ دی چې د شخصي کلينيکونو ملاتړ وکړي خو هغه ټينګار کوي، چې په ولسواليو کې هم بايد شخصي کلينيکونه جوړ شي.

په تالقانو ښار کې د ابن سينا په نامه ديوه خصوصي روغتون کارکوونکي ډاکټر حسين پژواک اژانس ته وويل، چې ددوى يواځينۍ موخه خلکو ته روغتيايي خدمتونه رسول دي.

هغه د بې کيفيته درملو په اړه وويل ، چې سوداګر له بهر څخه بېلا بېل ډول درمل راوړي او بيا يې دلته پر درملتونونو پلوري.

خو د هغه په وينا، دوى تر ډېره بريده هڅه کړې، چې ددې مخه ونيسي.

 د يادولو ده، چې اوس مهال په تخار کې له ۱۶ شخصي روغتيايي مرکزونو سربېره دوه د ولسواليو او يو د ولايتي روغتون په ګډون ۷۵ دولتي روغتيايي مرکزونه خدمتونه وړاندې کوي.