منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۹ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

نيمروز کې سل بستريز روغتون جوړېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۴ کتنې

زرنج (پژواک ١١ غويى ٩٣): د نيمروز اوسېدونکي به نور په دغه ولايت کې د سل بستريز روغتون په رغولو سره ، چې د بنسټ ډبره يې په زرنج ښار کې کېښودل شوه، د درملنې لپاره ګاونډيو ولايتونو او له هېواده بهر تلو ته اړ نه شي.

دغه مطلب د عامې روغتيا وزارت مسلکي مرستيال ډاکټر احمدجان نعيم نن د نيمروز په مرکز  زرنج ښار کې د دغه روغتون د بنسټ له اېښودو وروسته څرګند کړ.

ډاکټر نعيم د دغه ولايت اوسېدونکو ته د غوره روغتيايي خدمتونو وړاندې کول يو اړتيا وبلله او زياته يې کړه، چې نيمروز د هېواد له هغو لرې پرتو ولايتونو شمېرل کېږي، چې له دوو ګاونډيو هېوادونو پاکستان او ايران سره سلګونه کيلومتره ګډه پوله لري.

هغه وويل: “له همدې امله دا يوه اړتيا ده، چې په دغه ولايت کې روغتيايي خدمتونه پراختيا ومومي او په لوړه کچه خدمتونه وړاندې شي.”

نوموړي په دغه ولايت کې د ښځينه ډاکټرانو کمښت  ته په اشارې سره وويل، چې دوى به په ډېر ښه او لوړ معاش په دې برخه کې ښځينه ډاکټرانې استخدام کړي.

د عامې روغتيا وزارت د مرستيال د معلوماتو له مخې، دغه سل بستريز روغتون به د عامې روغتيا وزارت د پراختيايي بوديجې له لوري د ٢٦٠ ميليون افغانيو په لګښت په ٢١ جريبه ځمکه کې ورغول شي.

د نيمروز والي اميرمحمد اخندزاده، د سل بستريز روغتون رغول د دغه ولايت د خلکو له هيلو او په پراختيايي کارونو کې يو مهم ګام وباله.

هغه وويل: “د دغه روغتون په جوړولو سره به د نيمروز د اوسېدونکو روغتيايي ستونزې حل شي او له دې وروسته به د هېواد نورو ولايتونو او بهر ته د درملنې لپاره تلو ته اړ نه شي.”

والي ژمنه وکړه، چې د دغه ولايت د اوسېدونکو په مرسته به د روغتون او نورو ودانيو په ساتلو کې هڅه وکړي.

د نيمروز د والي د څرګندونو له مخې، دغه روغتون چې په شپاړسو بلاکونو او يوه پوړ کې، د “فولاد متين” افغاني ساختماني شرکت له لوري رغول کېږي او ټاکل شوې، چې په راتلونکو دريو کلونو کې ګټې اخيستو ته وسپارل شي.

د نيمروز د ولايتي شورا يوه غړي ګل احمد که څه هم د دغه روغتون جوړېدل يو مثبت ګام وباله خو ويې ويل چې د دغه ولايت د خلکو روغتيايي ستونزې يوازې په يوې ودانۍ جوړولو سره نه شي حل کېدى، درملو او ډاکټرانو ته هم بايد پاملرنه وشي.

اوسمهال د ياد ولايت په مرکز زرنج ښار کې يوازې پنځوس بستريز روغتون فعاليت لري، چې د دغه ولايت د روغتيايي ستونزو حل ته ځواب نه شي ويلى.