د ازادو رسنيو مشارکت موندنې څرګندوي، چې يو شمېر افغان ماشومان له پټکس سرېښ او پټرول تېلو څخه د کاذبو خوښيو او نشې لپاره کار اخلي او د يادو ماشومانو شمېر هم مخ پر لوړېدو دى.
د دې موندنو له مخې، د ماشومانو تر منځ په انشاقي بڼه له پټکس سرېښ او پټرول تېلو ورځ تر ورځې زياتېدونکې کارونې د ماشومانو په اړه اندېښنې رامنځته کړې او تر اوسه پورې اړوند ارګانونو د دې ستونزې د مخنيوي لپاره اغېزناکې هڅې نه دې کړې.
د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سر د مبارزې او د قانون د نافذولو ادارې (INL) د ٢٠١٢ زېږديز کال سروې څرګندوي، چې په افغانستان کې ١،٦ ميليونه روږدي کسان شته، چې دا شمېر د ٢٠٠٩ زېږديز کال په پرتله له اويا سلنې زياتوالى ښيي.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په هېواد کې د شته روږدو کسانو اتيا سلنه نارينه، ١٣ سلنه ښځې او ٧ سلنه نور هم ماشومان جوړوي.
د پټکس سرېښ او پټرول تېلو کاروونکو ماشومانو کره شمېر را څرګنده نه دى، خو د ازادو رسنيو مشارکت لاسته راوړنې څرګندوي، چې د ماشومانو په منځ کې د دې ډول ماشومانو شمېر مخ په ډېرېدو دى.
دا په داسې حال کې ده، چې د دا ډول توکو کارول د ماشومانو او لويانو د ژوند لپاره ډېر خطرناک دي.
لاملونه
د ازادو رسنيو د مشارکت لاسته راوړنې څرګندوي، چې بېوزلي، د نورو پېښې، اسانه لاسرسى، ارزانوالى او همدارنګه له پټکس سرېښ او پټرول تېلو سره د ماشومانو سروکار د دې لامل ګرځي، چې ماشومان په يادو توکو روږدي شي.
د کابل ښار د وزيراباد د چهارکلا اوسېدونکى اولس کلن وحيدالله، چې موچي توب کوي وويل، نږدې اوه کاله وړاندې يې د پټکس له سرېښو، چې د بوټونو او نورو شيانو په ترميم کې کارېږي، کار اخيستى او پرې روږدى شوى دى.
د ده په خبره، په لومړيو کې يې د دغو سرېښو له بوى نه يو ډول خوند اخيست، خو له څه مودې وروسته د کابل په نوي ښار کې له يو شمېر داسې هلکانو سره مخ شو، چې له دغو سرېښو يې د نشې لپاره په انشاقي ډول کار اخيست.
وحيدالله، چې ډنګر وجود او تښتېدلى رنګ لري، زياتوي چې له دې وروسته ده هم په پرله پسې ډول د پټکس له سرېښو کار اخيست او اوس يې نه شي پرېښودلى.
د ده په خبره، په کابل کې د اتو او اتلسو کلونو تر منځ په پټکس او پټرول تېلو د روږدو ماشومانو شمېر ورځ تر بلې زياتېږي او اوسمهال نږدې څلوېښت ته رسېدلى دى.
نوموړي د کابل د نوي ښار په پارک کې را ټولو شوو ١٥ ماشومانو ته، چې له مرکې يې ډډه کوله، اشاره وکړه او ويې ويل، د هغو له ډلې ځيني پټکس سرېښ او ځيني نور هم د نشې په موخه پټرول تېل کاروي.
وحيدالله زياته کړه، څه موده وړاندې يې له پټرولو هم په انشاقي ډول کار اخيستى، چې نشه يې له پټکس څخه کمه ده.
د کابل ښار د قمبر څلور لارې اوسېدونکي اولس کلن جاوېد وويل: ((څو کاله وړاندې مې د موټرو د سېټ جوړولو په يوه دوکان کې کار کاوه، کله به مې چې استاد د پټکس سرېښ د موټرو پر سېټ ووهل، نو دماغ ته به مې يې ښه بوى راغى، قطى به مې يې بويولو، يوه ځانګړي احساس به له ځان سره واخيستم او د جمپينګ په يوه نړۍ کې به ګرځېدم.))
هغه د روږدو د ورځ تر ورځې زياتېدونکي شمېر ته په اشارې سره زياته کړه:((له څه وخت تېرو سره له يوه څخه لسو کسانو ته ورسېدو. څه موده وروسته مې په مستقل ډول د سېټ جوړولو دوکان خلاص کړ، ځينې ځانګړي قطي مې د سرېښ تويولو او څکلو لپاره چمتو کړل او بيا مې يو پيپ په کې نصب کړ، په داسې ډول چې بوتل به مې جيب کې اچوه، چې څوک راته ځير نه شي، بس همداسې به مې پيپ خولې ته نږدې کاوه او څکلو مې .))
جاوېد، چې کمزرى او ناتوانه معلومېده وويل، له څه مودې وروسته په چرسو او ورپسې په هيرويينو روږدى شوى دى.
همدارنګه د کابل ښار د سراى شمالي اوسېدونکى اولس کلن حميدالله، چې پنځه کاله وړاندې د پټرول تېلو په بويولو روږدى شوى وايي: ((کله به مې چې د کور جنراتور ته تېل راوړل، نو د بوشکې او جنراتور د سرخلاصولو پر مهال به مې دماغ او سينې ته تند بوى کشاوه… هره ورځ به مې پټرول پزې او سينې ته يو ځل کشول. کله مې چې په پټرولو او چرسو نشه کمه شوه؛ نو بيا مې هيرويينو ته مخه کړه.))
نوموړى، چې د کابل د جنګلک ٣٠٠ بستريز روغتون کې بستر و، وويل، چې په سراى شمالي کې په پټرولو د روږودو کسانو شمېر خورا زيات دى.
حميدالله زياته کړه، په لومړيو ورځو کې يې په شوقي ډول دغه عمل ته مخه کړه او نه پوهېده، چې پټرول او پټکس هم نشه ده.
دغه روږدى، چې د خبرو له عجيب طرز، نا متعادلو حرکتونو، د ډنګر وجود او د څېرې له ژېړوالي د پېژندو وړ دى؛ وايي چې په پټکس سرېښ او پټرول تېلو روږدي ماشومان د کابل ښار په بېلابېلو ناحيو کې ليدل کېږي.
د کابل ښار د نواباد په موسى کلا کې د فرهاد په نوم يوه هټۍ وال وويل، چې په دې وروستيو کې د ماشومانو ترمنځ د پټکس سرېښ کارونه زياته شوې، ځکه چې بوتل يې پنځوس افغانۍ بيه لري او ماشومان کولى شي، چې ويې پېري.
هغه زياته کړه: ((١٦ کلن او ترې هغې اوچت عمر لرونکي ماشومان يې کاروي، د موسى کلا غوڼدۍ ته خېژي او څکوي يې. هره ورځ لس او تر هغو زيات ماشومان راځي او سرېښ اخلي. ډېرى ماشومان بهانه کوي، چې سرېښ کور ته وړي، خو دا خپلو بڼدار ځايونو ته وړي او بيا يې په ډله ييز ډول کاروي.))
د کابل په سراى شمالي کې د ودانيزو توکو يو هټۍ وال حاجي سردارمحمد وويل، يو شمېر ماشومان د پټکس له سرېښو د نشې په توګه کار اخلي، خو ډېر ځله د لوړ عمر لرونکي روږدي هم، نورو نشه يي توکو ته د نه لاسرسي په صورت کې دا ډول توکي د ارزانۍ له امله کاروي او د هيرويينو او ترياکو ځاى نيسي.))
د ده په خبره، پخوا دا ډول ماشومان کم وو، خو په دې وروستيو کې يې شمېر ډېر شوى دى.
د ده په خبره، د دې ډول ماشومانو پېژندل ګران دي، خو دى هغه پټکس سرېښ نه پلوري، چې ماشومان يې د نشې لپاره پېري.
دا ستونزه په ننګرهار کې هم شته
د جلال اباد ښار استوګن او د پاپړو پلورونکى يوولس کلن سميع په دې اړه وويل: ((له شلو تر دېرشو ماشومانو پورې راسره سرېښ بويوي، مور او پلار مې نه دي خبر، چې زه په سرېښ بويولو روږدى شوى يم.))
د عامې روغتيا وزارت د نشه يي توکو د تقاضا د کمښت ډيپارټمنټ رييس ډاکټر فواد عثماني وويل، چې په هېواد کې د روږدو اوه سلنه ماشومان جوړوي.
هغه زياته کړه، ځيني ماشومان د پټکس له سرېښو، د پټرول له تېلو او نورو کيمياوي توکو د نشې په توګه کار اخلي، خو تر اوسه يې کره شمېره نه ده څرګنده.
د سوالګرۍ لپاره د پټکس کارول
د کابل ښار د اتمې ناحيې اوسېدونکې شيرين ګل وويل: ((شپږ ماشومان لرم، له دوه کلن او څلور کلن زوى سره په ښار او بازار کې سوالګري کوم. په پزه يې د بوټو سرېښ وهم، چې خپله بې هوښه شي او وکولى شم، چې له دې لارې سوال وکړم.
هغې زياته کړه: ((سهار مې د اولادونو په پزه د پټکس سرېښ وهم، څلور بجې را ويښېږي، خو تل ګنکس وي، اړه يم، څو ګرمي او يخني حس نه کړي.))
روغتيايي خطرونه
غير ارادي حرکتونه، د تنفيسي سيستم زنانمنېدل، د فکري تعادل له لاسه ورکول، په نفس د اعتماد کمېدل او نور له هغو خطرونو دي، چې دا ډول روږدي ورسره مخ دي.
د کابل ښار د دهن چمن سيمې د خېمو ا استوګن ١٥ کلن نقيب الله، چې په پټکس سرېښ روږدى دى، اوس په “سرېښي هلک ” مشهور دى
نقيب الله زياته کړه: ((له څه وخت نه را په دېخوا چې کله ټوخېږم، نو له ستوني مې وينه راوځي، وينه قى کوم، زړه او سږي مې درد کوي.))
د نقيب الله مور ليلما وويل: ((نقيب خپل يوه ښاري او بازاري ملګري پر دغه عمل روږدى کړى دى، کله يې چې له روږدېدنې خبره شوم، نو هر څومره هڅه مې چې وکړه، روغتون ته مې يووړ، خو ونه توانېدم، چې له دغه عمل نه يې واړوم.))
د دې په خبره، زوى يې په سيمه کې په “سرېښي هلک ” مشهور دى، هر ځاى ضعف کوي، د هېڅ کار د کولو وړتيا نه لري، روغتيايي وضعيت يې هم ورځ تر ورځې خرابېږي.
هغې زياته کړه، زوى يې تر دې کچې کمزورى شوى، چې حتى يوه بوشکه اوبه هم له ځمکې نه شي اوچتولى او په ډېر کم فشار سره په ځمکې لوېږي.
د کابل په جنګلک کې، په نشه يي توکو د روږدو کسانو د ٣٠٠ بستريز روغتون رييس ډاکټر احمدظاهر سلطاني وويل، هر هغه څوک چې د بويولو او تنفس له لارې هر ډول کيمياوي توکي اخلي، ډېر خطرناک دي، حتى د نشه يي توکو تر وريدى زرق نه هم ډېر زيان لرونکي دي.
د رواني ناروغيو متخصص ډاکټر فريد انوري وويل، چې د پټکس سرېښ، پټرول تېلو په څېر له نورو توکو کار اخيستل سخت زيانونه لري، پر تنفسي سيستم اغېز لري او کولى شي چې سرطان هم رامنځته کړي.
هغه وويل، چې د دغو توکو کارول رواني ستونزې لکه غير ارادي حرکتونه، د اوښکو تويېدل، اضطراب، بې خوبي او نور را منځته کوي او همېشه کارونه يې د دې لامل کېږي، چې کاروونکي يې پر خپل نفس بې اعتماده شي.
د درملنې امکانات
د عامې روغتيا وزارت د نشه يي توکو د تقاضا د کمښت ډيپارټمنټ د معلوماتو پر بنسټ، په هېواد کې د روږدو د درملنې ١٠٥ دولتي مرکزونه هر کال له ٢٠٠٠٠ څخه تر ٢٥٠٠٠ زرو پورې روږدو د درملنې ظرفيت لري.د يادې ادارې د روزنيزو پروګرامونو مسوول ډاکټر نذيراحمد همت وويل، چې د هېوادپه کچه په ټوليز ډول د روږدو ماشومانو د درملنې لپاره ٢٢ دولتي او غير دولتي مرکزونه شته دي.هغه وويل، چې دغه ٢٢ مرکزونه هر کال له لسو تر ١٥ سلنې پورې د روږدو ماشومانو د درملنې وړتيا لري.نوموړي وويل، په دغه مرکز کې د هغو ماشومانو درملنه کېږي، چې د پټکس له سرېښو او نورو کيمياوي توکو کار اخلي، خو نوموړي په دې برخه کې کره شمېره وړاندې نه کړه.
د بوديجې کمښت
اوسمهال هر کال د افغان حکومت او نړيوالې ټولنې له خوا نږدې ١٤ ميليونه ډالر د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې لګېږي، خو مسوول بنسټونه دا پيسې په ټول هېواد کې د روږدو د درملنې لپاره ناڅيزه بولي.
ډاکټر فواد عثماني وويل: ((هغه بوديجه چې د عامې روغتيا وزارت لپاره په روان کال کې تخصيص شوې؛ ٣ ميليونه ډالره ده، چې خورا کمه ده، خو د دې خلاف هغه موسسې او انجيوګانې، چې د نشه يي توکو په برخه کې کار کوي، کلنۍ بوديجه يې ١١ ميليونه ډالره ده. په دې صورت کې افغانستان هر کال د روږدو د درملنې لپاره ١٤ ميليونه ډالره بوديجه لري.))د ده په خبره، سره له دې چې د عامې روغتيا وزارت د نشه يي توکو د تقاضا د کمښت ډيپارټمنټ په بيا بيا دا موضوع له عامې روغتيا، له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارتونو او نورو اړوند تصميم نيوونکو دولتي ارګانونو سره شريکه کړې، خو تر اوسه په دې برخه کې پاملرنه نه ده شوې.
نذيراحمد همت د دې پخلى وکړ، چې په هېواد کې د روږدو د درملنې مرکزونو وړتيا ښکته ده.
هغه زياته کړه: ((شرايطو او دې ته پام سره، چې د اعتياد د درملنې لپاره د افغان دولت په واک کې ځانګړې بوديجه نشته او د اعتيا مسئلې ته د بهرنيو ډونرانو او تمويلوونکو نه پاملرنه د دې لامل شوې، چې د افغانستان دولت د نشه يي توکو د تقاضا د کمښت، مرکزونو د جوړولو او د روږدو کسانو لپاره د روغتيايي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې تر دې کچې اوچت خدمتونه وړاندې نه شي کړلى.))
همت زياته کړه: ((که چېرې په منځني ډول په کال کې د يوه روږدي د درملنې لپاره ٣٥٠ ډالر وسنجوو، نو افغان دولت يې بوديجوي وړتيا نه لري او له نړيوالو ډونرانو سره په دې برخه کې لېوالتيا نشته، چې د اړتيا تر کچې له افغان دولت سره د روږدو د درملنې په برخه کې همکاري وکړي.))خو نوموړي زياته کړه، چې د نشه يي توکو د تقاضا د کمښت ډيپارټمنټ او په ټوله کې د عامې روغتيا وزارت په دې هڅه کې دى، چې د تمويل کوونکو پاملرنه دې برخې ته را واړوي او د روږدو د درملنې د مرکزونو ظرفيت اوچت کړي.
هغه زياته کړه، چې د دولت په بوديجه کې دې برخې ته کاپي پيسې نه ورکول کېږي.
خو د ماليې وزارت د بوديجې عمومي رييس مسعود کمال وويل، چې د عامې روغتيا وزارت په ١٣٩٢ لمريز کال کې په ټول هېواد کې د روږدو د درملنې روغتونونو د عملياتو لګښت لپاره ٣،٦ ميليونه بوديجه درلوده، چې درى ميليونه يې لګولې او پاتې شپږ سوه زره ډالره يې د ١٣٩٣ کال بوديجې ته تللي دي.
هغه زياته کړه، په ١٣٩٣ لمريز کال کې هم د دې برخې لپاره د عامې روغتيا وزارت بوديجه (د تېر کال له پاتې شپږ سوه زرو ډالرو سره ) ٣.٦ ميليونه ډالره ده.
د عامې روغتيا وزارت د نشه يي توکو د تقاضا د کمښت ډيپارټمنټ رييس وويل، چې عامې روغتيا وزارت ٩٨ سلنه بوديجه لګولې او د روان کال لپاره يې د روږدو د درملنې په برخه کې د پنځه ميليونه امريکايي ډالرو وړانديز کړى و، خو ونه منل شو.
ډاکتر همت زياته کړه، چې د عامې روغتيا وزارت د روږدو د درملنې ترڅنګ له اعتياد څخه د مخنيوي او د نشه يي توکو لکه د پټکس سرېښ او نورو نشه يي توکو څخه د عامه پوهاوي په برخه کې پروګرامونه لري، خو دا چې ډېرى خلک لوستي نه دي، نو دومره اغېز نه لري.
د ټولنې ګډوډي او د پوليسو اندېښنه
د کابل ښار د وزيراباد د چهارکلا يوه هټۍ وال عبدالقيوم وويل، چې د ماشومانو په ګډون په پټکس سرېښ او پترول تېلو روږدي کسان د خلکو لاره نيسي او مالونه ترې تښتوي.
نوموړي زياته کړه، يوه شپه دريو کسانو، چې عمرونه يې تر ١٨ کلونو پورې وو، د ده زوى يې د کابل چهارکلا حمام شا ته وډباوه او تر څنګ يې ترې مبايل او بايسکل هم غلا کړل.
هغه وويل: ((د کوچنيو ماشومانو په لاسونو کې سګرټ، پټرول او پټکس ليدل کېږي. دولت ولې په دې برخه کې پاملرنه نه کوي؟ د سيمې اوسېدونکي سخت ترې په عذاب دي.))
په ورته وخت کې د نبي الله په نوم د وزيراباد د چهارکلا يوه سراى لرونکي وويل: ((په دې وروستيو کې روږدو کسانو چاپېريال او سيمه خرابه کړې ده او د شپې له خوا غلاوې کېږي. ماشومان په پټکس او پيټرول تېلو اخته شوي، د سيمې وضعه يې خرابه کړې ده او دولت هم په دې برخه کې هېڅ اقدام نه دى کړى.))
د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نجيب نېکزاد د پټکس په پرېښ، پيټرول تېلو او نورو نشه يي توکو د ماشومانو د روږدي کېدو په اړه د اندېښنې څرګندولو تر څنګ زياته کړه: ((د روږدو ماشومانو د راټولولو لپاره مو څو پروګرامونه لرل، په سلګونو ځوانان او تنکي ځوانان مو راټول او اړوند ارګانونو ته تسليم کړل. دا کسان چې هر وخت پر جرمي اعمالو لاس پوري کړي، نو د قانون منګولو ته به وسپارل شي.))
سور څراغ
د افغانستان د بشري حقونو په خپلواک کمېسيون کې د ماشومانو له حقونو د ملاتړ ملي همغږي کوونکي د ماشومانو د روږدېدنې په برخه کې د دولت د کړنو په اړه وويل: ((له بده مرغه د هغو زيانونو په برخه کې، چې ماشومان له خطر سره مخ دي، ډېر کم کار شوى دى. د سمي توکو کارونه، چې ماشومان مسموموي، په رښتيا هم د ماشومانو لپاره خطرناک دي.))
هغه زياته کړه، د ماشومانو د حقونو کنوانيسيون پر بنسټ، اړوند ارګانونه مکلف دي، چې د ټولو هغو خطرونو مخه ونيسي، چې د ماشومانو سلاماتيا، جسمي او فکري ودې ته زيان رسوي.
ځدراڼ په افغانستان کې په نشه يي توکو د روږدو زرګونو ماشومانو شتون د افغانستان د راتلونکي لپاره سور څراغ او ستر خطر وباله او ويې ويل، چې له دغه خطر څخه د مخنيوي په برخه کې بايد اړوند ارګانونه جدي اقدامات ترسره کړي.
د ازادو رسنيو مشارکت له پژواک خبري اژانس، کليد ګروپ، هشت صبح ورځانې او سبا نشراتي موسسې څخه جوړ دى، چې د اداري فساد او له بشري حقونود سرغړونې په برخوکې څېړنيز راپورونه چمتو کوي.










