کابل (پژواک ١٧ غويى ٩٣): د پوهنې وزارت د بدخشان د ارګو ولسوالۍ په باريک اب سيمه کې د يوې لېسې، يوه دارالعلوم او يوه دارالحفاظ له جوړولو خبر ورکړ.
له طبيعي پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د غويي مياشتې په ١٢مه د دغه ولايت په باريک اب سيمه کې د غره ښويېدنې له امله شاوخوا ٣٠٠ کسان له خاورو لاندې او نږدې سل نور يې ټپيان کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ځينې سرچينې د دغې پېښې د مړو شمېر شاوخوا دوه زره تنه ګڼي.
د پوهنې وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د دغه وزارت کارکوونکي د ارګو ولسوالۍ له خلکو سره د دغې پېښې په غم کې ځان شريک بولي او د خپلې يوې ورځې معاش د يادې پېښې له زيانمنو کورنيو سره مرسته کوي.
سرچينې ويلي، له دې وړاندې د پوهنې وزير فاروق وردګ د دغې پېښې له زيانمنو سره د خپلې يوې مياشتې معاش مرسته کړې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د پوهنې وزير په دغې سيمه کې ژر تر ژره د ښوونيزو زده کړو د يوې لېسې، يوه اسلامي دارالعلوم او د يوه دارلحفاظ د ودانيو د جوړولو سپارښتنه کړې ده.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې له دغې پېښې څخه د څېړنې لپاره يو پلاوى ټاکلى شوى، څو د ګرځنده ښوونځيو د جوړولو، د ښوونيزو توکو د لېږدولو او د ښوونکو د استولو لپاره څېړنه وکړي او دغه ستونزې هوارې کړي.
همدارنګه د پوهنې وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، هغو ولايتونو لپاره به هم چې په دې وروستيو کې د سېلابونو له امله زيانمن شوي، کمېتې جوړې شي او ټاکل شوې، چې له اړينو څېړنو وروسته دغو سيمو ته د پوهنې په برخه کې بېړنۍ مرستې ولېږدوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د بدخشان له زيانمنو شويو کورنيو سره د هېواد له بېلابېلو ولايتونو، په بهر کې مېشتو افغانانو او مرستندويو موسسو مرستې کړې دي.










