هرات ښار (پژواک ٢٤ غويى ٩٣): په افغانستان کې د اېټاليا سفير وايي چې په روان زېږديز کال کې به په هرات ولايت کې د بيارغونې پر پروژو ٣٠٠ ميليونه ډالره ولګوي.
د اېټاليا سفير لوچيانو پيزوټي (Luciano Pezzotti) دغه څرګندونې د غويي په ٢٤مه په هرات ښار کې له والي سيد فضل الله وحيدي سره په يوه ګډه خبري غونډه کې وکړې.
هغه زياته کړه، چې يادې پروې به د دغه ولايت د بيارغونې پر يو شمېر لويو او وړو پروژو ولګول شي.
د نوموړي په وينا، په لويو پروژو کې له هرات څخه تر چشت شريف ولسوالۍ پورې د١٦٠ کيلومتره سړک جوړول، د هرات د هوايي ډګر د پراختيا پروژه او د دغه ولايت د “باى پاس” سړک جوړولو پروژې شاملې دي.
د اېټاليا سفير وويل چې د چشت شريف د سړک په جوړېدو سره به په دې ولسوالۍ کې د سلمان بند ته تګ راتګ او د اکمالاتو کار هم اسانه شي.
دى وايي چې په چشت شريف کې د مرمر ډبرو کانونه هم شته او غواړي چې په معياري ډول له د استفادې په موخه څو لوى ماشينونه هم د دغه ولايت په واک کې ورکړي.
لوچيانو وويل چې د دغو ماشينونو په فعالېدو سره به د مرمر ډبرو د ضايعاتو او ډېر تخريب مخه ونيول شي او په ماشيني ډول به له مرمرو پر جوړو شوو توکو د افغانستان نوم وليکل شي.
د هرات والي سيد فضل الله وحيدي د اېټاليا د حکومت او خلکو له دغو مرستو مننه وکړه او زياته يې کړه، چې د يادو لويو پروژو په بشپړېدو به د دغه ولايت خلکو ته ډېره ګټه ورسېږي.
د يادونې ده، اېټاليا اوسمهال په افغانستان کې ٣٠٦٧ سرتېري لري چې ډېرى يې په لوېديځو ولايتونو او په ځانګړې توګه په هرات ولايت کې مېشت دي او تر اوسه يې په افغانستان کې ٤٨ سرتېري وژل شوي دي.










